نړۍ

جهادي ډلې الجزاير کې يو فرانسوي وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې ۳مه، ۱۳۹۳ل): د الجزاير جهادي ډلې جندالخليفه د يو فرانسوي سيلاني سر پرې کړی او په دې اړه يې «فرانس ته خونړی پيغام» په نوم يوه ويډيو هم خپره کړې ده.

جندالخليفه، چې د عراق او شام اسلامي دولت پورې ځان تړلی بولي، تېره يکشنبه يې دغه وژل شوی فرانسوی ځان سره تښتولی و او له هغې وروسته يې فرانسې ته ګواښ کړی و، چې که عراق او شام کې يې د اسلامي دولت پر ضد هوايي بريدونو کې د امريکا ملاتړ وکړ، نو دوی به دغه يرغمل شوی فرانسوی ووژني.

فرانسې منلې، چې الجزاير کې د دوی يو تبع د جندالخلیفه له لوري وژل شوی دی.

فرانسوي رسنۍ د چارواکو له قوله ليکي، چې ۵۵ کلن هروي ګورډو تېره يکشنبه جندالخليفه جهادي ډلې تښتولی و او تېره شپه يې د هغه د سر پرېکولو ويډيو خپره کړه.

د فرانسې ولسمشر فرانسو اولاند نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، د هروي ګورډو وژنه يو ظالمانه کار دی او دوی اوس له همدې ځايه اعلان کوي، چې دا مسئله د يوې ډلې يا یو هېواد پورې تړلې نه ده، بلکې دا يوه نړيواله ستونزه ده او هر ځای کې، چې څوک د دوی د ګټو پر وړاندې خنډ وي، دوی به يې پر ضد له هر ډول عملياتو درېغه نه کوي.

له دې مخکې تېر ديسمبر مياشت کې هم جندالخليفه جهادي ډلې یو بريتانوی وژلی و.

له هغه وخته، چې د امريکا په مشرۍ لويديځې نړۍ عراق او شام کې د اسلامي دولت پر ضد د نړيوال ايتلاف په اړه سلا مشورې کولې، د عراق او شام اسلامي دولت د ګواښ په توګه درې لويديځوال ووژل، چې يو يې بريتانوی و او دوه نور امريکايان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
کلیم خان

داعیش د یزیدی کورنیو د ښځو سره جنسی تیری کوی. دا ویډیو وګوری http://www.bbc.com/news/world-middle-east-29339696

توبه الله پاکه رښتیا چه آخره زمانه ده، پر چا باور وکړو. زما اسلام خو د امن دین دی او د ښځو او ماشومانو په خاصه احترام کوی.

يا الله مونږ ته د حق لاره وښیه. امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x