افغانستان

بګرام کې د بهرنيو عسکرو پر ټانک چاودنې د ايساف پنځه عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې ۳مه، ۱۳۹۳ل): د پروان ولايت بګرام ولسوالۍ کې د بهرنيو عسکرو پر ټانک چاودنه شوې، چې له امله يې پنځه بهرني عسکر وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د بګرام ولسوالۍ سيغياني سيمه کې د بهرنيو عسکرو پر ټانک د ځمکني ماين چاودنه وشوه، چې نتيجه کې يې ټانک کې پنځه واړه سپاره عسکر ځای پر ځای ووژل شول.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د پېښې پخلی کوي او وايي، چې سيغياني سيمه کې د بهرنيو عسکرو يو ټانک د ځمکني ماين ښکار شو، چې د يو پل لاندې ځای پر ځای شوی و.

قدوسي وايي، چې دغه بريد کې د ايساف ټانک په بشپړه توګه له منځه تللی او د ايساف دوه عسکر پکې ټپيان شوي دي.

ايساف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x