د بشري حقونو د مدافعو ټولنود پام وړ!- سرمقاله

نن ټکی اسیا – سرمقاله: د تیرې سه شنبې په ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړچې د غزني ولایت په محبس کې د غازي محمد په نوم هغه بندي چې څه موده مخکې د محبس دساتونکو په ډزوکې ټپي شوی وه د پروخت نه درملنې له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

همدا راز پرون د چارشنبې په ورځ د جوزجان ولایت په مرکزي محبس کې ۵۰ تنو زندانیانو د چارواکو د ناسم چلند له کبله اعتصاب کړی وه، له جوزجان اوغزني پرته د هیواد د مرکزي محبس څرخې پله په شمول په ننګرهار، هلمند، بادغیس او نیمروز ولایتونو کې هم د محبسونو اسیرانو د امنیتي او عدلي چارواکو د ناسم چلند له کبله په اعتصاب لاس پوري کړی وه.

د افغانستان د محابسو د ریاست د احصايي له مخې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳ زره تنه په بیلا بیلو محبسونو کې بندیان دي چې زیات شمیر یې سیاسي بندیان تشکلیوي کوم چې د بهرنیو اوداخلي ځواکونو لخوا نیول شوي او پرته له دې چې د قضايي اوعدلي مقاماتو لخوا ورباندې کوم جرم ثابت شي له کلونو راهیسي همداسې په نامعلوم برخلیک او د زندان په ډیرو ناوړه شرائطوکې ساتل کیږي.

د یادو بندیانو له جملې څخه یې یوشمیرله دې شکایت لري چې هغوی ترخپل قانوني وخت زیاته موده په حبس کې تیره کړې او لاهم نده معلومه چې کله به خوشي کیږي.

یوشمیر نوریې د زندانونو د نامساعده شرائطو اوهمدا رازهلته له بندیانوسره د کیدونکي نامناسب چلند له وضعیت نه شکایت لري چې ترډیره بریده یې شکایتونو پرځای هم دي؛ ځکه له یوې خوا د افغانستان محابس په نړیوالو معیارونو نه دي برابراو له بلې خوا په هیواد کې موجود مالي فساد دیته زمینه مساعده کړې چې عدلي او امنیتي چارواکي د بندیانو له بندي کولو اوهمداراز پریښودلو څخه دځان لپاره تجارتي مارکیټ جوړ کړي.

د زیاترو سیاسي بندیانو په دوسیوکې داسې لیدل شوي چې څارنوالان دهغوي د حبس موده د معینو پیسو په مقابل کې ورته زیاته او کموي.حتی ډیر داسې بندیان همدا اوس د هیواد په زندانونوپه تیره څرخي پله زندان کې موجود دي چې هغوی د مناسبتي ورځو په اړه د ولسمشریزوځانګړیوفرمانونوله مخې عفو شوي مګرمربوط څارنوالان یې د خلاصون په عوض کې بیاهم له کورنیو څخه د پیسو غوښتنه کوي او عفو شوي بندیان یې له ځانه سره ساتلي دي .

له بندیانو سره د محابسو د مسؤلینو د دغه ناوړه سلوک په اړه دبښنې نړیوال سازمان او خپله د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم اندیښنه څرګنده کړې اوڅوکرته یې له اړونده چارواکو څخه غوښتي چې په زندانونوکې دي د بندیانو د بشري حقونو درناوی وکړي.

د کندهار په څیر ولایت کې چیرته چې اکثره بندیان یې د چارواکو د شخصي عقدو پر اساس نیول کیږي داسې هم پیښیږي چې زیاتره بندیان د تحقیقاتو پرمهال ترشکنجې او تعذیب لاندې ووژل شي.

دا ټول هغه موارد دي چې د هیواد په بیلابیلو زندانونوکې بندیان ورسره مخ او کله نا کله د خپلو انساني حقونو ى ترلاسه كولو په غرض په قانوني اعتصاب لاس پوري کړي چې له بده مرغه د دې پرځای چې د هغوي مشروعې غوښتنې ومنل شي د چارواکو لخوا له ډیر ناوړه انساني چلند سره مخ کیږي او حتی ډیروخت خو د سوله ییزاعتصاب پرمهال پرهغوي مخامخ ډزې کیږي او د خپلو حقه غوښتنوپه مقابل کې په شهادت رسول کیږي.

دا چې د افغانستان موجود چارواکي په دولتي ارګانونو کې د موجود مالي فساد له کبله د بندیانو دبشري حقونو په خوندیتوب کې پاتې راغلي باید د بښنې نړیوال سازمان او نور د بشري حقونو مدافعې ټولنې د خپل انساني اواخلاقي مسؤلیت له مخې د افغاني بندیانود ژغورنې په لاره کې خپل رول ترسره او بیوزله اسیرانو ته د بشري حقونو د سرغړوونکو له جبره نجات ورکړي.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د