نظــر

ایتلافي حکومت وننګول شو!

تم شه!، کالم : تر اوسه چې د غني او عبدالله د ټیمونو ترمنځ ګډه کابینه نه ده جوړه شوې، د واک وېش نه دی ترسره شوی، د عبدالله د ټیم له خوا او په افغان حکومت کې برحاله والي، عطامحمدنور په زغرده ویلي، چې ډاکټر اشرف غني «منتخب» ولسمشر نه دی او تر اوسه یې ورته مبارکي نه ده ورکړې. نور دا هم ویلي، چې که یې مبارکي ورهم کړه؛ نو د «منتخب» ستاینوم نه ورسره یادوي. عطامحمدنور لومړنی چارواکی دی، چې د ایتلافي حکومت دوام ته یې هیله‌منو ته د نهیلۍ زیګنال ورکړ.

د ۲۰۰۹/۱۳۸۹ ټاکنو کې عطامحمدنور د عبدالله ملاتړ کاوه. د یوه والي له ادرسه یې څو څو ځلې ان پر ولسمشر کرزي نیوکې وکړې؛ خو کله چې کرزی بیا بریالی شو، دی د تېر په څېر د بلخ والي پاتې شو. دا ځل یې دا خبره هم کړې، چې د ده لرې کول به «اسانه» نه وي. منتخب ولسمشر اشرف غني، تېره دوشنبه په خپله وینا کې وویل چې «موازي حکومتونه» به له منځه وړي. د ډېرو په ګومان د غني اشاره نور ته او د ده ولایت ته وه.

د غني و عبدالله د ټیمونو ترمنځ د ایتلافي حکومت دوام ته کارپوهان ډېر خوشبین نه دي. داسې ښکاري، چې د دواړو ترمنځ د شوي هوکړه لیک د پلې کېدا لپاره شاید په هر ګام کې دلته د جان کېري یو سفر او یوې فیصلې ته اړتیا وي. دې ټیمونو د امتیازاتو په نشتون کې پر یوه او بل داسې توند و تېزې نیوکې وکړې، چې ډېری وخت یې پر اخلاقي محدودیتونو هم هیله ونه کړه. له پيله مخکې داسې نېش‌داره څرګندونې د راتلونکي نظام وضعیت ښه بیانوي. …از بهارش پیداست.

د کړکېچ پیل

 د ټاکنو مسخره پایلو ته کمېسیون یوه د اوړو پزه جوړه کړه. نه یې بریالی په ګوته کړ او نه پاتیالی. بس یو یې ولسمشر وباله او بل اجراییوي رئیس. ښاغلي نورستاني هغه څه ویل، چې نور یې د اعلان ارزښت له لاسه ورکړی و، ټول خبر وو چې چاته کوم پوسټ رسېږي. ځینې استدلال کوي، چې بله لار نه وه، همدا یوه لار وه چې دواړه ګډ حکومت جوړ کړي، تر څو له «کړکېچه» وژغورل شو؛ مګر سوال دا دی، چې ایا افغانستان له کړکېچه خوندي شوی دی؟ د دغه وړ متخاصمو ډلو ګډ حکومت، یا د افغانستان برخلیک دغسې متضادو عناصرو ته سپارل په خپله یو کړکېچ دی، چې ولس به یې څو کاله زغمي. په ایتلافي حکومت کې شاید د بلخ والي تر ولسمشره ځان ډېر مشروع وګڼي؛ ځکه هغوی د غني ټیم په درغلۍ تورنوي. د غني ټیم بیا په حکومت کې د هغوی شتون ته د جبر په سترګه ګوري. په دغسې دوو لیدلوریو ګډ حکومت جوړول په خپله یو کړکېچ دی چې د ولس په سر تپل کېږي.

د کړکېچ بل اړخ د ټیمونو ترمنځ د واک پر سر داخلي رقابتونه دي. تقریباً د تېر حکومت ټول سیاستوال په دغو دوو ټیمونو کې ځای پر ځای شوي دي. دوی هر یو توقع لري، چې باید په یوه وزارت یا ریاست ونازول شي؛ مګر ریاستونه او وزارتونه خو دومره نه دي، چې هر یوه ته یو ورکړل شي. بنا پر دې شاید ډېر ژر له همدغو ټیمونو څخه رابېله شوې ډله خلک د اپوزیسیون نیولو ته ځانونه تیار کړي. دوی ته بیا د ټیمونو داخلي کمزوري تر بل هر چا ښې معلومې دي.

نور ولې له پیله بلوسېږي؟

 د اشرف غني په ټیم کې دوې داسې څېرې ځای لري، چې د واک و ځواک ساحه یې د نور پاچايي ورننګوي. د پکتیا والي جمعه خان همدرد چې د نفوذ ساحه یې د شمال پښتانه دي. د عطامحمدنور د سترګو اغزی ګڼل کېږي. بل جنرال رشید دوستم دی، چې هغه او نور د بلخ پر سر د لنډمهالې ادارې شروع کې ډېر رقابتونه کړي دي. د عطامحمدنور وېره له دغو دوو څېرو څخه ده. د بلخ والي غواړي له پیله خپل واک ثابت کړي او غني مخکې له مخکې پوه کړي، چې له «سرې کرښې» تېر نه شي، کنه شاید نور بیا له هرې ممکنې لارې کار واخلي. په ایتلافي حکومت کې چې دواړه ټیمونه له برابر مشروعیته برخمن دي، د هر یوه پرېکون شاید بله ډله د مشروعیت له بحران سره هم مخه کړي. له همدې ځواکه هم شاید نور کافي اندازه ګته پورته کړي.

له دا اوسه ښکاري، چې راتلونکي حکومت کې به د نور او مرکزي حکومت لانجې دومره ډېرې وي، چې د کرزي په حکومت به شکرونه ووېستل شي. مګر که غني شاتګ وکړي او د نور هرې ستغې ته سینه پراخه وساتي، بیا به لږ تر لږه د ټکر مخه ونیول شي؛ خو د حکومت واک به همداسې پسې ننګول کېږی.

د افغانستان راتلونکی حکومت ځکه یو وېروونکی تصویر وړاندې کوي، چې دواړه غاړې د واک وېش د یوه داسې هوکړه لیک پر بنسټ کوي، چې هلته هم ابهامات شته. د یاد هوکړه لیک په سر کې ویل شوي دي، چې یوازې دا هوکړه لیک کافي نه دی، چې د ولسمشر او اجرايي رئیس ترمنځ رابطه وساتي، بلکې «دغه اړیکه باید مشارکت ته د دواړو اړخونو د تعهد، همکارۍ او تر ټولو مهمه دا چې د افغانستان خلکو ته یې مسئولیت پذیري تعریفوي». کله چې خبره لانجو، بهرني منځګړي او پای هوکړه لیک او هغه هم د بهرنیانو تر شاهدۍ لاندې ته ورسېږي، هلته بیا دغه په اصطلاح تعهد هسې یادېږي. دلته باید هر څه اجرايي ارزښت ولري. د تعهد په نامه بیا څه نه پېژندل کېږي. بنا پر دې د هر واک و امتیاز وېش کې به د ایتلافي حکومت پښې لړزانده وي او د جان کېري سفر ته به اړتیا وي. کله چې د حکومت دننه یو بهرنی منځګړیتوبه وکړي، د هغه حکومت موثریت له پیله معلوم دی.

د نور تازه څرګندونو د زور ازمايۍ پیل ښکاري. ګورو چې غني به د نور پوهولو لپاره له کومې وسیلې کار واخلي.

تم شه! ، د ذاکر جلالي کالم، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

Mr Ata Mohammad Noor said Right the Ghani Not Elected by Pepole votes
there for Mr Noristani Not said that the owner was Ghani the election commission & all People know that the Election totally Fraud

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x