افغانستانخبرونه

عبدالله‌عبدالله: «په معامله‌ګرۍ او څوکۍ‌غوښتنه مو مه تورنوئ»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳مه، ۱۳۹۳ل): د اصلاحاتو او همپالنې ټیم مشر ډاکټر عبدالله عبدالله شېبه وړاندې د لويې جرګې په خېمه کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه. ښاغلي عبدالله له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه، چې د ده په وینا د ځواک د لېږد زمینه یې برابره کړه. ده وویل، حامد کرزي په سختو شرایطو کې د افغانستان مشري وکړه. عبدالله زیاته کړه چې د افغانستان خلک به د کرزي قدر کوي.

ډاکټر عبدالله عبدالله هڅه کوله، چې خپلو پلویانو ته ډاډ ورکړي. ده وویل: «په معامله‌ګرۍ او څوکۍ‌غوښتنه مو مه تورنوئ». عبدالله د ملي یووالي حکومت اساس اصلاحات او تحول وګڼل.

ښاغلي عبدالله د خلکو د اندېښنو لرې کولو لپاره وویل: «دا تشویش باید نه وي، چې دوه ټیمونه افغانستان سره وېشي. موږ د افغانستان د وحدت لپاره یو ځای شوي یو.»

عبدالله عبدالله منتخب ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي ته مبارکي وویله او مننه یې ترې وکړه. دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ عطا محمد نور اشرف غني «منتخب» ولسمشر ونه ګاڼه.

ښاغلي عبدالله وویل: «د ملي یووالي حکومت د ټولو افغانانو ګډ حکومت دی. یوې ځانګړې سیمې یا قوم پورې تړلی حکومت نه دی. د ملي یووالي حکومت اساس به اصلاحات او تحول وي. موږ به له یو بل سره همکاران یو.»

د دوو نوماندو ترمنځ د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته داسې اندېښنې مطرح شوي دي، چې دغه دوه ټیمونه به لانجمن حکومت ولري.

عبدالله د ملي یووالي حکومت د خلکو د رایو ښکارندوی وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امیرالله نوری

ښاغلیه خدای(ج)دوکی چی داځل دخپلی امضا احترام وساتی اوخپله پریکړ ه ومنی هم به مونژ دبهره نیتنو دپیغورنه خلاص شو اوهم به ته دگل مرجان دنامه نه خلاص شی انشا الله

وحیدالله مهمند

ښاغلیه ستاسو کم سواد اوجنگی مفکوره داوران افغانستان راته جوړنه بلکی نوربه ئی هم راته خراب کړی زه خووایم
راشه یوه مردانه گی وکړه دشهیدانودوینو اودوطن دآبادی پخاطراستعفاورکړه ترڅوافغانستان آبااوآرامه شی اوبس

شاهد

نوری صاحب ، دا سمه ده چه اشرف او عبدلله دواړه حلقه بګوش غلامان دی ، که دا شخړه یی سره درلودله هم د استعمار په هدایت او دستور سره وه ، که درغلی یی سره وکړی هم د استعمار په مرسته ، بجد او لارښودنو یی تر سره کړی او که سره کومی ظاهری موقتی جوړی ته سره هم ورسیدل د استعمار په هدایت او دستور باندی وو ، یعنی ټول پاڅیدل او کیناستل یی د نړیوال استعمار په قوماندی سره وو ، د دوی جوړه د هغه شرینی مثال لری چه پهر ییی شرینی او دننه پکی زهر… نور لوستل »

افغاان ځلمی

عبدالله صاحب ، حیرانونکی خبره کوی او هغه هم د خپل ټیم ملګرو ته ؟؟؟ د ده خبره د هغه غلو مثال ته ورته ده ، چه غلاوی یی تر سره کړی ، د غلا مالونه ورته شاوخوا پراته او د غلو مشر په قهقرا نورو غلو ملګرو ته وایی : [«په معامله‌ګرۍ او څوکۍ‌غوښتنه مو مه تورنوئ»عبدالله‌عبدالله: «په معامله‌ګرۍ او څوکۍ‌غوښتنه مو مه تورنوئ» ] زه وایم ، چه که د (( عطا خبیث )) چالاکی او لاپی نه وی تاسی کله د اجرایی مشر کیدلی شوی ، د هغه لاپی هم د استعمار په دستور تر سره کیدلی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x