افغانستان

د غزني د استيناف څارنوالۍ مدير وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۳مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د استيناف څارنوالۍ د څېړنو تښتول شوی مدير وژل شوی دی.

د غزني ولايت وياند شفيق الله ننګ وايي، چې طالبانو د استيناف څارنوالۍ مدير ضبطو خان څو ورځې مخکې د غزني مرکز اړوند اسفندې سيمې څخه تښتولی و او تېره شپه يې کلاتي نومې کلي مړی موندل شوی دی.

د غزني ولايتي روغتون ډاکټران وايي، چې مدير ضبطو خان په ډزو وژل شول او د بدن په بېلابېلو برخو شپږ مرمۍ لګيدلی دی.

وړمه ورځ د غزني د ترانسپورټ آمر احمدولي هم د ناڅرګندو وسله والو له خوا اختطاف شوی، چې تر اوسه يې د مرګ ژوند په اړه هيڅ درک نه دی لګيدلی.

د روانې مياشت په ترڅ کې دا څلورم ځل دی، چې د غزني ولايت لوړپوړي کارکوونکي له اختطاف وروسته وژل کيږي.

د روانې مياشت په پيل کې د غزني ولايت د حج او اوقافو ريس له تښتول کېدو وروسته وژل شوی و او ورپسې د هغه ورور د نا څرګندو وسله والو له خوا ووژل شو.

طالبانو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

الحمدللہ .سووانخلی لہ غلیمہ انتقام:مردنہ خوب کڑے نہ خورک کڑے نہ آرام!دمظلومواسیرانووینی خوسے ندے

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x