افغانستان

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۳مه، ۱۳۹۳ل): نن له غرمې شاوخوا لس نیمې بجې د کندهار د سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک په بازار کې چاودنه شوې.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک وايي، چې په چاودنه کې یوازې څو تنه ملکي وګړي ټپيان شوي.

د نوموړي په وینا په دې چاودنه کې د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې پر یوه څلور لارې رامنځته شوې، شپږ کسان ټپيان کړي.

د ده په خبره ، ټپيان دا مهال د بولدک روغتون ته لېږدول شوي.

خو د پېښي یو عیني شاهد وايي، چې چاودنه د پولیسو پر موټر وشوه او نور خبر نه دی، چې مرګ ژوبله به یې چا ته اړولې وي.

ویل کېږي، چې چاودېدونکي توکي په یوه سایکل کې ځای پر ځای شوي ول، چې وروسته ورته چاودنه ورکول شوې.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست او زیاته یې کړه، چې په دې تکتیکي چاودنه کې هغه سرحدي عسکر په نښته کړي، چې هره ورځ به په شخصي فیلډر موټر کې د ولسوالۍ په بازار کې ګرځېدلي.

د نوموړي په وینا، په چاودنه کې د موټر سربېره دوه عسکر له منځه تللي او یو بل ټپي شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x