نظــر

د جنرال بابا د تلين په مناسبت – د جنرال بابا غوښتنې او پوښتنې

د جنرال بابا (۱۲۶۳ – ۱۳۴۳) غوښتنې او پوښتنې

د شلمې پېړۍ د لومړۍ او درېيمې لسيزې  لـه پوځي او اداري هلو ځلو وروسته، د ملي مبارزې د ستراداري شخصيت جنرال وزيرمحمد گل خان مومند بابا، سياسي، هڅوبي، وټه ييزې او ټولنيزې هڅې، پوښتنې او غوښتنې په داسې حال كې چټكې شوې، چې هېوادوالو مو د عليحضرت شاه زمان ړندول، د امير دوست محمد خان او اميرعبد الرحمان خان د اوږد مهاله بهرنۍ همكارۍ

لـه گډ جوړښت څخه د لومړي سقاو(( حبيب الله خادم دين رسول الله)) ديني جوړښت ته د جنگونې، تېريدنې، لوټونې، بياودانولو او بيا ځپلو پرلوري پړاو په پړاو د خير، ښېگڼې او رغونې د سترو سترو گامونو په پورته كولو بشپړ ډاډ تر لاسه كړى و.

دغه مهال پښتون / افغان، ملي مفكر او مبتكر مومند بابا د پښتنو / افغانانو په دې گډ تاريخي ټاټوبي كې د پښتو ژبې او هڅوب(فرهنگ) د حق خوندي كولو لپاره يو لړ غوښتنې او پوښتنې په پوره ميړنه راپورته كړې، چې هرې يوې يې اوس د هېواد په ژبني، ادبي، هڅوبي، تاريخي، وټه ييزاو سياسي ډگرونو كې د بشپړې پاملرنې وده او پراختيا څرگنده كړه.

محمد گل خان مومند بابا د پښتنو / افغانانو د سياسي ټولنې د هڅوبي بې نظمۍ، وروسته پاتې كيدو، ټوټې ټوټې كيدو او ځانځانۍ وړاندوينه وكړه او د جوړونې، ساتنې او ودې لپاره يې ورته بېخبنايي او مخبنايي انځورونه وړاندې كړل او په هېواد كې يې د منور استبداد سياسي، وټه ييز، پوځي او هڅوبي رنځ(بې پښتوگي) وڅېړله او هغه درباري سياسي مرييان يې هم پښتو كولو ته اړ كړي، چې دې ته ورته هلو ځلو ته يې تل د تعصب نوم وركولو.

ده په پوره ميړانه پښتون/ افغان ولس ته څرگنده كړه، چې “حكومت د بې پښتوگۍ لـه لامله حيران دى او لاره يې وركه كړې، ولس د بې پښتوگۍ لـه لاسه بې پته، خوار زار او ورك دى ټول د بې پښتوگۍ په اور سوي يو، د بې پښتوگۍ په اورسوځو، د بې پښتوگۍ په اور كړيږو، د بې پښتوگۍ په اور وريتيږو…ښايي د بې پښتوگۍ لـه لاسه وژاړو او د بې پښتوگۍ د لاسه كوكې او سورې ووهو”. [ لنډكۍ پښتو او پښتونواله- دوه يم چاپ “د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مركز” مخ ۳۱].

همدارنگه حكومتپوه محمد گل خان مومند بابا په پښتون / افغان ټولنه كې د وېرې، شرم او خفگان د سياسي چتر ستنې ونړولې او په پوځي، سياسي، ادبي، هڅوبي، چلندي او وټه ييزو ډگرونو كې يې د غوښتنو سمولو ته ور ودانگل، چې لـه ستونزو يې هم پاك او سپېڅلى راوتلى دى.

دغه راز د حكومت بېوسۍ، حيرانۍ او ناپوهۍ هڅولى، چې په ولسي ملاتړ پښتو او پښتانه ته پاملرنه وكړي او د يو اخلاقي حكم له مخې ورته نور او نور هم راوبولي.

مطلب دا، چې ټولو ته يې د ټولو د ژبې غږ اورولى دى. دا يې په پوره ډاډ څرگنده كړې، چې پښتون / افغان ولس په تاريخي اساس د ملي ژوندانه د مقدساتو په ساتلو او پاللو كې بشپړه سرښندنه منلې او ترسره كړې، چې په دې بهير كې پښتونولۍ له بېلېدو هم ژغورلي دي.

پښتون او افغان يې د هغه گډ اصل د ارزښت منونكي په توگه څرگند كړ، چې قومونه يې منلو ته تل راټول پاتې شوي ا و د دې گډ اصل گډ ارزښتونه يې گام په گام عملي كړي او د دښمنانو دسيسې يې په همدې اصل تل شنډې ساتلې دي.

جنرال بابا د دې ساتنې او پالنې اصل پښتو بولي او وايي :

“پښتو غواړي، چې پښتو درست زده كړي. ويښ زلميان، هر يو پوه او حساس پښتون دې د تللې پښتو د ساتنې، ستاينې، راگرځونې، راڅرگندونې، ارتونې، لوړوالي او خپرونې په ليار(تعميم) كې خپله ټوله مادي او معنوي قوا په كار واچوي او له خپلې وسې او ځواك سره سم هاند وكړي” [هماغه اثر مخ ۳۰].

د بابا همدې بلنې پښتون / افغان د ښوونې او روزنې كړنو ته وهڅولو او د پوهنې اوعلم خاوندان يې دې ته اړ كړل، چې د ښوونځيو د جوړولو تر څنگ د پښتو د ښوونيز(تعليمي) نصاب په جوړونې سره هم راټول شي، پښتو په ادب، هڅوب، سياست، تخنيك او وټه ييز پرمختيايي اړيكو كې وكاروي.

وزيربابا پښتون / افغان ولس ته د خپل هڅوب د شتوالي ترڅنگ د سياسي او وټه ييزې ودې او شتوالي پوره ډاډ هم وروبخښلو.

پښتون / افغان بابا محمد گل خان مومند د پښتون / افغان كار او د پښتون / افغان زيار له پښتو سره وتړل. په كار او زيار يې ورته ټينگار وكړ او په لوړ غږ يې ورته وويل، چې :

” … پښتو پښتنو ته امر كوي، چې كار وكړئ، زيار وگالئ.

پښتو پښتانه ته اجازه نه وركوي، چې بې ځايه او بې دوده لگښتونه (مصارف) وكړي.

يعنې پښتو نه پريږدي، چې پښتانه په ناروا او ناجايزه لارو كې، چې دين، اخلاقو او پښتو روا كړي نه وي څه ولگوي.

پښتو پښتانه سړي(شخصيت) ته اجازه نه وركوي، چې د ځان د گټې لپاره بل چا ته تاوان ورسوي، ليا خيانت وكړي، بلكې پښتو غواړي، چې پښتون سړى(شخص) د نورو پښتنو او مسلمانانو د گټې لپاره د ځان تاوان وكړي او پرې خوښ هم وي [هماغه ليكنه مخ۳۲].

حكومتپوه محمد گل مومند بابا د پښتون/ افغان قناعت او اميدواري د پښتنو ايمان پر واحد رب بولي او دا د پښتنو / افغانانو د سرښندنې د سمبول په توگه د نورو منلو ته وړاندې كوي او پښتون افغان ته د يو نه وېريدونكي انسان په توگه د ډاډمن اوسيدلو زيرى وركوي:

” …. پښتانه په دې خبره ايمان لري، چې گټه او تاوان، عزت او ذلت هر څه د خداى (ج) دي، بې د ده له ارادې هيڅوك هيڅ نه شي كولى؛ نو، ځكه پښتو كې وېره نشته او پښتانه نه وېريږي” [مخ ۲۴].

ستر پښتون بابا محمد گل خان مومند پښتو ته نه يوازې د وگړيو د پوهولو او راپوهولو د وسيلې په توگه درنښت وركړى، بلكې د ټولنيزو اړيكو قانون يا پښتونواله يې هم بولي.

…. پښتانه د پښتو اطلاق يوازې پرهغه څرگندې ژبې، چې دوى پرې كړيږي نه كوي، بلكې د پښتنو په وړاندې د پښتو معنا او مفهوم د ژبې، دود او دستور او د دوى پردرستو ولسي خصايلو، خصايصو، صفاتو او مزاياوو شامل دي، چې وروستيو ته (پښتونواله) هم وايي …؛ ځكه، چې پښتو؛ پښتو منل، پښتو ويل، پښتو كول او پښتو چلول دي…).

همدا وجه ده، چې محمد گل مومند بابا د پښتو، پښتونولۍ او پښتون بېلول، له يو بل سره د پښتون نيمگړتيا او حتا د پښتون په نيشت حسابول بولي او وايي، چې :

پښتو د پښتنو تفكرات، تخيلات، ذوق او هر څه سره يو شانته او يو كوي ، وروري، خواخوږي، مهرباني او ښېگڼه پښتو ده. روغه، ننواتې، درنښت، ښه نيت، سپېڅلتوب، پوهه او خدمت له پښتون سره راټول شوي. صبر، حوصله او زغم هم ورته پښتو ده. لوټ، غلا، خيانت، ټگي، ظلم او مظلوميت پښتو، پښتون او پښتونواله نه شي گڼل كيدلى.

په پاى كې بابا په پوره ټينگارپښتون د ملت د نظام او ادارې خپلولو ته رابولي، په جرگې، مشرۍ، خپلوۍ او د گاونډيتوب د حق پر پېژندلو ورته ټينگاركوي او خپل ژور فكر په لاندې توگه څرگندوي.

د مشرانو احترام د كشرانو قدر او عزت په وړو مهرباني او شفقت، د هغوى روزنه، پرهغوى د هر پښتانه پاملرنه، دا ټول په پښتو سره كيږي.

بابا ملت، حكومت او دولت جوړونې ته لاندې سياسي اصل غوره بولي او ټينگار پرې كوي:

….. پښتو كې كشران د مشرانو لپاره او ولس د حكومت لپاره نه دي، بلكې مشران د كشرانو لپاره او حكومت د ولس لپاره دى.

د دوى موقعيت او احترام د پښتنو په سترگو كې د دوى د خدمت په تناسب دى[مخ۲۷]؛ ځكه، چې” …. پښتانه په پښتو سره يو د بل باباگان، داداگان، كاكاگان، ماماگان، لالاگان، ناناگان، وروڼه، زامن، چوچي او بچي دي او پښتنې هم په پښتو سره د هر پښتانه، ببۍ، اناوې، ادې گانې، تريندې توړۍ، خويندې، خوركۍ، لوڼې، لوركۍ، چوچۍ او بچۍ دي”.

د بابا د ملي پيدايښت د نظريې بنسټونه پښتو، هېواد، پښتونواله او پښتون دى او دا هرڅه د حكومت او دولت په ساتنه او د مشرتابه په غوره كولو كې ويني.

د بابا حكم دى، چې :

پښتو د سمو مشرانو مننه ده

پښتو د خاينو مشرانو رټنه ده

خلاصى او نجات په پښتو كې دى

[ لنډكۍ پښتو … مخ ۲۸ محمد گل كومند]

د بابا د پښتون / افغان د ټولنې ملي پيدايښتي غوښتنه او پوښتنه د كومې خيالي هڅې هېنداره نه ده، بلكې دا د بابا د زړه، فكر او حق عقلي غوښتنه او پالنه ده، چې په تاريخي اساس يې په افغان / پښتون ټولنه كې د خپلې ملي پوښتنې اوغوښتنې خنډونه پرې ليرې كړي او د ملي پيدايښت غوښتنې او پوښتنې يې نورو ته د پالنې لپاره سپارلې دي.

څه، چې پښتو وه، ده او، وي به، بابا ترسره كړې او څه، چې “بې پښتوگي” زېږوي له هغې سره يې د مبارزې د دوام پر لارو چارو هم پوهولي يو؛ ځكه، نو د دې حق لرو، چې ووايو:

د افغانستان ديني، تاريخي، هڅوبي، سياسي او جغرافياوي شتون به د ده له يادونې، پېژندنې او وياړنې پرته نيمگړى وي.

ارواښاد ۴۷د كاله وړاندې د زمري په ۲۷ مړشوى .روح يې ښاد او تاند اوسه(آمين)

خليل الله قتيل زوى خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x