افغانستان

کندز کې د طالبانو او اربکیانو تر منځ جګړه له یوې ورځې بلې ته وغځېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۳مه، ۱۳۹۳ل): د کندز ولایتي چارواکو په دغه ولایت کې د طالبانو او پولیسو تر منځو د تودې جګړې او خونړۍ نښتو خبر ورکړ، چې په ترڅ کې يې حکومتي لوري ته ډېر تلفات اړولي.

د کندز مرستیال والي حمدالله دانش هم په دغه ولایت کې د ګرمو جګړو خبر تاییدوي.

د ښاغلي دانش په وینا، په دې نښتو کې چې له تیرې ورځې راهیسې کندز ښار ته څېرمه  په ګورتپه سېمه کې پيل شوې او تر اوسه پورې دوام لري، د اربکیانو د یوه مشر قوماندان اسدالله په ګډون اته تنه اربکیان وژل شوي.

د کندز د ښار په مربوطاتو کې دا تازه او وروستۍ جګړه له پرونه راهیسې روانه ده .

د سېمي اوسېدونکي وايي، چې سېمه  د طالبانو له لورې محاصره ده او تر اوسه پورې د ګلستان او نور اغا سیلاب پوستې د طالبانو لاسونو ته لوېدلي او پکې مېشت اربکیان یې ټول وژلي یا  له ځانه سره ژوندي وړي دي.

د دوی په خبره، چې اربکیان او پولیس له مقاومته لوېدلي او که نور اضافه عسکر او نظامي مرسته ورنشي، نو ښايي ډېر ژر د سېمي ټولې پوستې د طالبانو لاس ته ولویږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو راپورونو پخلی کړی او زیاتوي، چې تر اوسه پورې د ګور تپې د عربانو او خروټو د کلي درې واړه پوستې د دوی له لورې نېول شوي .

د ښاغلي مجاهد په خبره، په دې نښتو کې تر اوسه د دوی له لورې ته هېڅ زیان نه دی اوښتي او له مقابل لورې نه یې اته تنه اربکیان ژوندي، شاوخوا شله مېله سپکه او درنه وسله، موټر او نور توکي نېولي دي.

 نوموړي د نیول شویو اربکیانو د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په دې ورته پېښو کې ډېری مهال د طالبانو شرعي محکمې د اسیرانو برخلیک او مجازات ټاکي.

ښاغلي مجاهد همداراز د کندز د امنیتي چارواکو هغه ادعاوې هم په ټېنګه رد کړې، چې ګواکې دوی له مرکز ته نږدو سېمو نه شاتګ ته اړ شوي، بلکې په وینا یې، دوی د ښار دروازو ته نږدې شوي او د اطراف ټولې سېمې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې د کندز د ډېرو سېمو اوسېدونکو ګواښ کړی و، چې که حکومت د دوی له سېمو اربکیان بېرته ورټول نه کړي او دوی ته یې له ظلم او غلاوو نجات ورنکړل شي، نو دوی به اوږه په اوږه له طالبانو سره د اربکیانو مقابلې ته را ودانګي او له خپل مال او ناموس نه به په ټينګه دفاع کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x