افغانستان

سرچينه: امنيتي تړون به له يو شمېر زياتونو سره ډېر ژر په پټو سترګو لاسليک شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳مه، ۱۳۹۳ل): باوري سرچينې وايي چې نوی ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزی به د لوړې له مراسمو وروسته د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې امريکا سره امنيتي تړون په داسې حال کې لاسليک کړي،، چې د امريکا له لوري پکې يو شمېر زياتونې شوي او امريکايي عسکرو ته پکې له هر ډول قضايي او عدلي شرايطو پرته افغانستان کې دننه او بهر د مخالفينو پر ضد د هر ډول عملياتو اجازه ورکړای شوې ده.

رويټرز خبري اژانس د ناټو يو لوړپوړي چارواکي له قوله ليکلي، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به نوی ولسمشر لوړه کوي او په سبا به يې امريکا سره امنيتي تړون لاسليکوي.

د ناټو د دغه لوړپوړي چارواکي له وينا وروسته د ډاکټر اشرف احمدزي وياند طاهر زهير هم رسنيو سره په خپلو خبرو کې څرګنده کړې، چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ به امريکا سره امنيتي تړون لاسليک شي.

يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د کابل واشنګټن تر منځ امنيتي تړون به له يو شمېر مهمو زياتونو سره ډېر ژر له هر ډول قيد و شرط پرته په پټو سترګو لاسليک شي.

دغه سرچينه زياتوي، چې دغو زياتونو کې ډېری برخه د امريکايي عسکرو اړوند ده او ډاکټر غني امريکا ته ژمنه ورکړې، چې له دوی سره به د هېڅ ډول سند او تړون پر وړاندې خنډ نه واقع کېږي.د سرچينې په قول په دغه تړون کې راغلي، چې که امريکا هر وخت او هر ځای وغواړي، افغان حکومت ته له خبر ورکولو پرته د مخالفينو پر ضد هر ډول عمليات ترسره کولای شي.

له تېر يو کال راهيسې د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون په اړه شخړې او ناندرۍ روانې دي.

تېر کال د نومبر مياشت په اخره کې ولسمشر حامدکرزي د امنيتي تړون د لاسليک په اړه درې ورځنۍ مشورتي جرګه راوبلله او له خلکو يې په دې اړه سلامشورې وغوښتې، چې بالاخره دغه مشورتي جرګې په اکثريت سره وويل، چې د افغانستان ګټو ته په کتو بايد امريکا سره امنيتي تړون لاسليک شي.

ولسمشر کرزي هغه مهال اعلان وکړ، چې تر هغو به امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي، تر څو چې امريکايي عسکر د افغانانو پر کورونو چاپې وهي او افغانان په خپلو کورونو کې وژني.

حامد کرزي دا هم ويل، امريکا بايد افغانستان کې د سولې لپاره عملي کار پيل کړي او د افغانانو په کارونو کې دې مداخله نه کوي او طالبان که هر څه کوي، دوی پوهيږي او طالبان او امريکايي عسکر بايد د افغانانو پر ضد له هر ډول خپلسرو عملياتو لاس واخلي.

دغه سرچينه وايي، چې ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله له پخوا امريکايي چارواکو ته ډاډ ورکړی و، چې د بريا په صورت کې به له هر ډول قيد او شرط پرته امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړي.

د يادې سرچينې په قول د کرزي او اشرف غني توپير همدا دی، چې اشرف غني د امنيتي سند د امضا په هکله له امريکا سره هيڅ ډول چنې نه وهي او په پټه خوله امريکا سره هر شرط مني.

د امنيتي تړون پخوانۍ مسوده، چې نن ټکی اسيا امريکا کې د افغان سفارت د سرچينو په حواله تېر کال خپره کړې وه، د دوهمې مادې په لومړي بند کې داسې ليکل شوي.

«د متحده ايالاتو ځواکونه په افغانستان کې محاربوي عمليات نه شي تر سره کولای، مګر دا چې دواړه لوري په بل ډول توافق وکړي.»

د همدې مادې په څلورم بند کې راغلي «دواړه لوري دا مني چې د تروريزم پر وړاندې په ګډه جګړه کې د القاعده او ورپورې تړلو ډلو د ماتې لپاره د متحده ايالاتو پوځي عمليات لازم دي. دواړه لوري موافق دي چې د دغو اهدافو د تحقق لپاره د افغانستان او متحده ايالاتو د ملي ګټو د خوندي ساتلو په نيت د متحده ايالاتو له يو اړخيزو پوځي عملياتو پرته خپلو نږدې همکاريو او همغږيو ته دوام ورکړي.»

ډاکټر اشرف غني احمدزي ته نژدې سرچينې نن ټکی اسيا وويل، چې «اشرف غني احمدزی دې ته تيار دی، چې د واک تر لاسه کولو مقابل کې ټول هېواد پر امريکا خرڅ کړي»

سرچينه زياتوي، چې د دواړو نوماندانو تر منځ له شمېر لانجو او ناندريو وروسته د څلورو مهمو وزارتو په اړه هم سلامشورې شوي دي.

د سرچينې په قول دواړو ټيمونو پرېکړه کړې، چې ماليې او کورنيو چارو وزارت به د ولسمشر په خوښه ټاکل کيږي اومقابل کې دفاع او بهرنيو چارو وزيران به داجرايوي مشر په خوښه.

د دې تر څنګ سيمه ييزو ارګانونو، ملي امنيت، د ملي امنيت شورا، اداري فساد ضد ادارې په اړه بحثونه روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x