نظــر

قاچاقبران په پارلمان کی

Members_of_Parliamentڅو میاشتی کیږی چی دافغانستان په سیاست کی د تیر کال اولسی جرګی ته دانتخاباتو د نتيجو پرسر د سیاستوالو تر منځ سیاسی بحثونه خورا ګرم دی او دهری ورځی په تیریدو سره دا بحثونه زور اخلی.

دا سیاسی پروسه هغه وخت په جنجال واوښته کله چی دافغانستان لوی څارنوالی دانتخاباتو دشکایتونو او دانتخاباتو مستقل کمیسونونه په درغلیو تورن وبلل

او دافغانستان اولسمشر دیوی اختصاصی محکمی فرمان ورکړی چی دمتعرضو کاندیدانو له خوا یی ډیر هرکلی وسو ولی دولسی جرکی دیو تعدا غړو خصوصآ هغه غړی چی  خپل ځانونه یی په خطر کی لیدل په ډیر شدت سره مخالیفت وسو اوکله چی اختصاصی محاکمی دولسی جرګی ۶۲ غړی په درغلیو پړه ثابت کړل او ددوی پر ځای یی دمتعریضو کاندیدانو له جملی څخه ۶۲ غړی کامیاب اعلان کړل او همدارنګه داستناف محکمی داختصاصی محکمی پرپریکړه دتائید مهر ولګاوی دا پروسه نوره هم پیچلی او په یوه سیاسی بحران  بدله سوه چی د افغانستان دخلکو په ورځنی ژوند ئی ډیر بد اثر اچولی او هیڅوک نه پوهیږی چه بالاخره دا ماته اوګړوبه کښتی چیری روانه ده.

زموږ افغانانو بد قسمتی داده چی زموږ په هیواد کی  ډیر سیاستوال  د ملی ګټو په معنی نه پوهیږی هر څه چی ددوی په ګته وی دوی یی ملی ګټی  بولی او هر هغه څه چی دځان په تاوان وینی هغه دملی ګټو  خلاف بولی  او هغه څوک چی واقعآ ددی خاوری سره مینه لری او دا وطن دځان بولی دګوتو په شماردی چی هغه هم اکثره دسیاسی پروسی څخه دمختلیفو عوامیلو په وجه دباندی پاتی شوی دی

دډیری بدبختی خبره لا داده چی زموږ سیاستوال په خاصه توګه دپارلمان یو تعداد غړی چی ځان تر قانون لوړ بولی او د قانون فیصلی د ځان په اړه دځان په ګټه تعبیروی اوکه ددوی په زیان وی نو بیایی غیری قانونی بولی حتی تردی سرحده چی نه  ستره محکمه، نه څاررنوالی او نه هم ولسمشر په رسمیت پیژنی.

که زموږ ګران هیوادوال د پارلمان دغړو دا اخیرو حرکتونو ته دانتخاباتو دنتایجو په اړه متوجه سی او دولسی جرګی دغړو بیانیی په دقت سره واوری دا به ورته معلومه سی چی ایا دقانونی نظره، اسلامی نظره، اخلاق نظره او یا افغانی نظره دغه بحثونه  د پارلمان دغړو سره مناسب دی؟

که رشتیا ووایم سړی ته دببرک دچمن اویا په کمپنی کی دسپو دجنګ میدانونه ور په یادوی البته داسی الفاظ او ادبیات چی د ښاغلی الحاج عبد الظاهر قدر او محترم احمد بهزاد، اقای حفظ منصور اوامثالهم دخولی اوریدل کیږی حتی دانسانی چوکاټ نه هم بهر دی.

دتأسف وړ خبره داده چی که ددی هریوه سوابق وکتل سی دا خلک په داسی ا خلاقی او اجتماعی  ناروغیو اخته دی چی علاج یی یوازی په زندانونو کی کیدای سی دا خلک  اصلآ دداسی مهمو ځایونو لکه پارلمان سویه او اخلاق نه لری ولی نن زموږ دګران هیواد سرنویشت دداسی خلګو په لاس کی دی چی  ډیر دتأسف ځای دی.

که ښاغلی ولسمشر دافغانستان داساسی قانون او دهیواد د نافذه قوانینو په رڼا کی په دی اړه رغنده پریکړه ونه کړی اوددی غلو او قاچاقبرو مخه ونه نسی دا پروسه به دافغانستان دخلکو لپاره په یوه غمیزه واوړی.

په درناوی

خوشال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x