افغانستان

فارياب کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳مه، ۱۳۹۳ل): د فارياب ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د ولايت مرکز ميمنې بازار کې يوې درنې چاودنې لږ تر لږه يو ولسي وګړی وژلی او اتلس نور يې ټپيان کړي دي.

د فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ وياند مسعود يعقوبي وايي، چې چاوديدونکي توکي په يو بايسيکل کې ځای پر ځای شوي وو او لرې د ريموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړای شوې ده.

يعقوبي زياتوي، چې دا پېښه نن غرمه ۱۰:۴۰ شوې ده.

چارواکي وايي، چې ټپيان يې د ميمنې روغتون ته لېږدولي دي.

ويل کيږي، چې ټپيانو کې د يو ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

چارواکي وایي، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه يې پلټنې پيل کړي او تر اوسه د پيښې پړه پر کومې مشخصې ډلې نه ده اچولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x