
د اردن حکومت شیخ ابوقتاده له زندانه خوشي کړ
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۳مه، ۱۳۹۳ل): د اردن حکومت د هېواد وتلي دیني عالم شیخ ابوقتاده ته له اوږدې زندان ګاللو وروسته برات ورکړ او له زندانه یې خوشي کړ.
د اردن د محکمې تېره ورځ پر نوموړي ټول لګېدلي تورونه بې ځایه وبلل او د پرېښودو حکم یې ورکړ.
پر شیخ ابو قتاده باندې تور وو، چې څوارلس کاله وړاندې په ۲۰۰۰ میلادي کال یې په اردون کې د امریکايي او غربي سیلانیانو او ديپلوماتو د وژلو پلان جوړ کړی و. بل تور پرې دا و، چې په ۱۹۹۹ کال کې يې غوښتل پر یو امریکايي ښوونځي برید ترسره کړي.
نوموړی د ډېرې مودې لپاره په انګلستان کې هم بندیخانه تېره کړه ، چې بیا تېر کال د انګلستان حکومت بېرته اردن ته وسپاره.
د سرچینې په خبره، نوموړی د چهارشنبې په ورځ ماسپښين مهال له زندانه را خلاص شو.
د شنونکو په اند، شیخ ابوقتاده په داسې حال کې له زندانه خوشي کېږي، چې نوموړی د عراق او شام د اسلامي دولت سره مخالف دی او د هغوی کړنې غندي.
د دوی په خبره، د خوشې کېدنې انګېزه به يې ښايي دا وي، چې حکومت خلکو ته وښيي، ترڅو هغه کسان چې د اسلامي دولت په څېر د سخت دریځو ملاتړي کوي، دوی به یې پرېنږدي او څوک چې ورسره خواخوږي نلري، نو خوشي کېږي.