نظــر

تيونس: د ولسي پاڅون اوانتفاضې برى دتاريخ په رڼا کې

tunisia_ibnAliد١٥مليونه مسلمانانونفوس لرونکى دشمالي افريقا د هيواد تيونس ولسمشر زين العابدين يواځې په څو اونيوکې دملي پاڅون اومبارزې په وړاندې په ګونډو شو او په (٢٠١١) دجنورۍ (١٤) دځان په ژغورنه له هيواد څخه وتښتيد.

دولسي نفرت ښکار شوي مطلق العنان دکتاتور ته د در په در کيدو او ذلت او رسوايئ څخه وروسته په عربستان کې پناه ورکړل شوه.

دا پيښه يواځې دتيونس دملي پاڅون فتحه او د تيونس دتاريخ زرينه پاڼه نه ده

بلکې د يويشتمې پيړۍ ددويمې لسيزې په پيل کې په ملي، جمهوري، او سياسي تاريخ کې د يوځلانده باب پرانستل او اضافه هم ده.

هسې خو په تيونس کې ددغه اوسني ملي پاڅون اوسياسي بدلون بيړنى اوسمدستي لامل دګرانۍ (قيمتۍ) اوبې روزګارۍ څخه دتنګ شوي يوه فارغ التحصيل ځوان  دځان سيزنې پيښه ګڼل کيږي.چې په ١١دسمبر٢٠١٠رامنځته شوه.

لکن ددې ملي پاڅون ريښې ډيرې ژورې او په تيروڅولسيزومشتملې دي.

دتيونس ملي پاڅون ديوانقلاب په ډول هم تعبيريږي اوددې دلرې اواوږدمهالواغيزواوزيانونو ګڼ شميراړخونه دي .ددې ټولواړخونودارزونې اوشننې څخه وړاندې دتيونس په سياسي اوجغرافيايي حالت يوځغلنده نظراچوو.

په شمالي افريقه کې پروت دتيونس مساحت ٦٣١٧٠مربع ميله دى.دروم دسمندرګي په غاړه پروت دتيونس شمال ته ليبيا،لويديځ ته الجيريااوسويل ته يې دروم سمندرګۍ واقع دى.نفوس يې نږدې١٠،٥مليونه دى اومسلمانان دټول نفوس(٩٧)فيصده دي.عربي يې رسمي ژبه ده ليکن دفرانسې داوږدې مودې واکمنۍ اوتسلط له کبله فرانسوي ژبه هم عامه ده.دتيونس پلازمينه تيونس دى.دحکومت طرزاونظام يې جمهوري،ګڼ ګونديز(کثيرالحزبي)اوديوې جرګې يعنې مقننې څخه جوړ دى.

له اقتصادي کبله تيونس يوکمزورى اوداوسط درجې عايدهيواددى،که څه هم په صنعت اوصنايعوکې يې هم پرمختګ کړيدى.په ټول ملي عايدکې دصنعت ونډه ١٤فيصده شميرل کيږي ليکن اصلي خبره داده چې په اصل کې دتيونس داقتصادډيرى بسيااوانحصارپه بهرنيومرستواودنړيوالومالي اداروپه پورونواوقرضودى.ترټولوبهرنۍ مرسته دامريکااودمنځني ختيځ دهيوادونولخواورکول کيږي.

دنړيوال بانک څخه وخت په وخت درانه پورونه ددولتي ادارواوصنعتونودخصوصي کولوپه شرط ورکول کيږي.کوم چې دتيونس صنعت اواقتصادتباه کړيدى،دامهال دملي عايدکچه٤،٥فيصده ده،بې کاري ١٣،٢فيصده اودداخلي ملي عايدکچه ٤١٦٠امريکايي ډالره ده.

دتيونس تاريخ په څلوروپړاوونواوادوارو ويشلى شو.لومړى داسلام څخه وړاندې پخوانى تاريخ دى چې پرځايي بربريانودبهرنۍ واکمنۍ اوتسلط څخه عبارت دى.دمصري،فوينشين څخه پرته روميان اوبازنطنيان دلته واکمن شوي.خوکله چې دميلادڅخه ١٢٠٠کاله پخوافنقيان دلته راغلل نوهغوى دې سيمې ته پرمختګ ورکړ،دپخواني ښارقرطاجنې(Carthage)بنسټ هغوى کيښوداوځاى ځاى يې سوداګريزمراکزپرانستل. د١٤٦ق .م څخه تر٤٣٩ميلادي پورې تيونس دروميانودواکمنۍ ترلاس لاندې ؤ.

له هغې څخه وروسته تر(٥٣٣)پورې دوحشي کوچيانو(Vardal)څرځاى ګرځيدلاى و.

اوپه وروستي ځل يعنې تر٦٧٠پورې دلته بازنطنيان واکمن شول.

دويم دورداسلامي تاريخ دوردى.

هغه دورچې تيونس دبربريت دتورې دورې څخه په وتوداسلام اوتوحيدپه رڼاروښانه شو.

په لومړي ځل دې سيمې ته مسلمانان دابن ابي ساره ترمشرتابه لاندې داسلام ددريم خليفه حضرت عثمان غني رض دخلافت په مهال(٦٤٧)کې راغلل.اوهغوى دځايي خلکوڅخه دبازنطنيانودمظالمواوظلمونوپه خلاف مرسته وکړه.خوپه باقاعده توګه په (٦٧٠)م کې دحضرت عمروبن العاص دوراره عقبه بن نافع په مشرتابه داسلام دمجاهدينولښکردلته راغى اوداسلام دبلنې اوتبليغ ترڅنګ يې ددې سيمې په پرمختګ اوسوکالۍ کې مهم رول ولوبوه.د”قيرون”دتاريخي ښاربنسټ همدغه مهاله کيښودل شو.دخلفاى راشدينواوبنواميه څخه وروسته تيونس داغالبه،دمصردفاطميانو،بنوحفصون اودعثماني ترکانوترلاس لاندې پاتې شوى اودپرمختګ اوسوکالۍ پړاونه يې وهلي دي.

نږدې يوه پيړۍ داغالبه وپه دورکې (٨٠٠م_٩٠٩م)دلته دودانۍ،رغونې ا وپرمختګ کارونه په عروج کې وو.همدارازدحفص په دورکې داقتصاداوسوداګرۍ دپرمختګ له امله تيونس دسيمې په يوه سوکاله سيمه بدل شو.چې دغه مهال يې داروپاسره هم اړيکې ټينګې شوې.

دريمه دوره دلويديځ داستعماراوښکيلاک دوردى چې تيونس دفرانسې،جرمني اوبرطانيې په غلامۍ کې ګيرؤ.اتلسمه اونولسمه پيړۍ دلويديځ داستعماراوښکيلاک څخه عبارت ده.دشلمې پيړۍ پيل دتيونس په ملت پاله خوځښتونه وشو.((ينګ تيونسين پارټي يعنې دتيونسي ځوانانوګونداود((کانسټټيوشنل پارټي ))يعنې ((داساسي قانون ګوند))داستعمارله غلامۍ څخه دخپلواکۍ اخستلولپاره مبارزه وکړه.

حبيب بورقيه ته په رښتياهم دنوي تيونس بنسټ ايښودونکى اوقايدويلاى شوکوم چې د((اساسي قانون دګوند))دجوړيدوڅخه خپله مبارزه پيل کړه.دتيونس دخپلواکۍ اوآزادۍ لپاره يې په نړيواله کچه اواسلامي کچه هلې ځلې وکړې.دسياسي هلوځلواوکوښښونوله کبله يې څوڅوځله دزندان تکليفونه اوستونزې هم ګاللي دي.

په ١٩٥١کې حبيب بورقيه داسلامي هيوادونودکانفرانس څخه دتيونس دخپلواکۍ لپاره په بشپړه توګه غږاوچت کړکوم چې داسلامي نړۍ ترڅنګ دنورې نړۍ پام هم ځانته راواړوه.

بورقيه په ١٩٥١م کې دتيونس دنوي اساسي قانون ګوندوزارت جوړکړاوضالح بن يوسف يې دګوندمرستيال وټاکه اودپيرس دتړون ترلاندې دتيونس دپارلمان دجوړيدوپريکړه وشوه.په (١٩٥٤)کې دتيونس دخپلواکۍ لپاره ملي اوګوريلايي(چريکي)مبارزه پيل شوه دکوم څخه وروسته  چې فرانسې په ١٩٥٥کې دتيونس خپلواکي په رسميت وپيژندله.په ٢٥جولاى ١٩٥٥له تيونس څخه دفرانسوي واکمنۍ دختميدوسره تيونس آزادشواوحبيب بورقيه دتيونس دلومړي ولسمشرپه حيث دهيوادواګې په لاس کې واخستې.

له دې ځاى څخه دتيونس دنوي تاريخ مرحله پيليږي.

حبيب بورقيه دولسمشرکيدوڅخه وروسته په اول جون ١٩٥٩نوى اساسي قانون منظورکړ،دکوم له مخې چې څوک ددريوځلوڅخه زيات نشي ولسمشرکيداى،مګرپه خپله يې داساسي قانون څخه په سرغړونه په ١٩٧٦کې دولسې جرګې دمادام العمرقانون درايوپه اکثريت اواتفاق تصويب(پاس)کړ.

بورقيه نژدې ديرش کاله ولسمشرو.هغه په هيوادکې يوګوندي نظام نافذکړاوټول واک اواختيارات يې په خپل لاس کې واخستل اودهيوادمستبداومطلق العنان واکمن شو.

هغه دولس اوملت دغوښتنواوتمايلاتوبرعکس،هيوادکې سيکولريزم نافذکړ(هيواديې سيکولرکړ)اسلامي ارزښتونه اوروايات يې ترپښولاندې کړل،پراسلام پالويې دژونددايره تنګه کړه،پرهغويې ددرواغوتورونه ولګول،داعدام اوعمرقيدسزاګانې ورکړې،بورقيه ولسي جرګې ته ديولاس پوڅې ادارې حيثيت ورکړ،دهغې مسودواوپريکړوته يې هيڅ ارزښت نه ورکاوه.دبورقيه ديرش کلنه دوره داستبداد،ظلم اوجبرترټولوتوره دوره وه.په نومبر١٩٨٧کې جنرال زين العابدين بن علي ديوقانوني اقدام پربنسټ بورقيه يې له واکه ګوښه اوخپله يې دچاروواګې په لاس کې واخستې.ولسمشرجنرال زين العابدين بن علي واک ته د راتللوڅخه وروسته دبورقيه ظالمانه،غيرسياسي اوغيرجمهوري پاليسۍ بدلې کړې،دولسمشرۍ دمادام العمرقانون يې لغوه کړاودولسمشرۍ موده يې پنځه کاله وټاکله،ملکي آزادي،دسياسي ګوندونوآزادي اودرايې دڅرګندولوآزادي يې اعلان کړه.

خودولسمشرعلي دااصلاحات محض نمايشي اوپه واک دولکې  ټينګولولپاره وو.د١٩٨٩په ولسمشريزواوپارلماني ټاکنوکې زين العابدين بياولسمشرشو.داپوزيسيون ډلې((کمونستي خوځښت))دټاکنوسره پريکون اعلان کړپه داسې حال کې چې اسلامي خوځښت دخپلواکونوماندوپه حيث په ټاکنوکې برخه واخسته اودشل فيصده رايې اواستازيتوب سره دويم لوى ګوندوګڼل شو.نوي پارلمان دبورقيه دواکمنۍ پر مهال د((اسلامي تمايل ګوند))نيول شوي کارکوونکي اوغړوسربيره دپنځه زروڅخه ډيرزندانيان اوبنديان معاف اوخوشې کړل.

دولسمشرعلي دواکمنۍ په لومړيوکې دقحطۍ له امله دهيواداقتصاداوزراعت دشديدبحران سره مخامخ شو.

اماپه صادراتوکې ډيروالي دهيواداقتصادته تريوحده اوږه ورکړه.زين العابدين دخپل ولس مشرۍ په دويمه دوره کې په واکمنۍ دولکې ټينګولووروسته دجمهوريت اواصلاحاتونقاب اوپرده لرې کړه.په هيوادکې يې يوځل بيادسيکولريزم دترويج لپاره اسلامي ارزښتونه اوروايات ترپښولاندې کړل.قمارځايونه اوشرابځايونوته يې څرګنده اوښکاره آزادي اواجازه ورکړه،دويم واده يې ممنوع اعلان کړ،جوماتونه يې په دولتي تحويل کې واخستل ،معاش اخستونکي امامان اوملايان يې وګمارل اواسلام پال يې دکارکولوڅخه ايسارکړل.

١٩٩٠په لسيزه کې يې په هيوادکې سياسي آزادي سلب کړه اودتيونس پراسلامي خوځښت ((النهضه))يې بنديزولګاوه اودهغه ګڼ شميرکارکوونکي يې ونيول دکوم پرضدچې دهيوادځوانانوپه ځانګړې توګه دتعليمي اداروزده کوونکواومحصلينولاريونونه پيل کړل.په سلګونه محصلين يې ونيول اولادرکه يې کړل.ګڼ شميرمحصلين يې په پوځي بارکونوکې دتشدداوزورزياتي ښکاروګرځول.

محصلينوپه پوځ کې دجبري عسکرۍ پر ضدهم سخت غبرګون وښود.ولسمشرزين العابدين په ١٩٩٥کې دښاروالۍ ټاکنې وکړې په کوم کې يې چې ددولتي لاس وهنې اوناجايزه وسيلې په کارولوبريالى شو.

دالنهضه دخوځښت څخه په ويره کې شواودهغه يومشرعلي الارض يې ونيوه،مګردولسي فشارله کبله يې څلورورځې وروسته خوشې کړ،په فرورۍ١٩٩١کې دواکمن ګونددظلم اوپاليسيوپه ضددمحصلينوغبرګون ديوملي پاڅون اوخوځښت بڼه خپله کړه چې په نتيجه کې ولسمشرعلي په اپريل ١٩٩١کې سياسي ګوندونوته دمحدودوفعاليتونواجازه ورکړه،امادسياسي انتقام اوتشددتګلارې اوپاليسۍ ته يې دوام ورکړ.په مۍ ١٩٩١کې يې ديوناکام پاڅون اوبغاوت ډارمه اواوازه خپره کړه،دکورنيوچارووزيرددې پاڅون انکشاف وکړدکوم څخه وروسته چې داسلامي خوځښت النهضه په سلګونه کارکوونکي يې ونيول اوداتوريې ولګاوه چې غيرقانوني ګوندالنهضه دانقلاب په وسيله تيونس په اسلامي جمهوري باندې بدلوي.په داسې حال کې چې دالنهضه وياندددولت دغه تورونه رداوڅرګنده يې کړه چې حکومت دهغوى دځپلولپاره داډرامه په لاره اچولې ده اسلامي خوځښت اعلان وکړچې هغوى په سوليزه مبارزه اوکوښښ داسلامي انقلاب په راوستلويقين اوباورلري.دولسمشرزين العابدين دواکمنۍ پرمهال داسلامي خوځښت النهضه مشران اوکارکوونکي  په ناوړه توګه دتشددښکارشول.دالنهضه خوځښت چې په ١٩٥٦کې يې بنسټ ايښودل شوى اوخپل فعاليت يې دبورقيه واک ته دراتلوسره سم پيل کړى و،بنسټيزه موخه يې دبورقيه دسيکولرپاليسيواوپه ملک کې دفحاشۍ اوګمراهۍ خاتمه اوداسلامي شرعي حکومتمينځ ته راوړل وو.له بلې خوادبورقيه دوخت څخه واخله تردولسمشرعلي تروخته دهيوادداقتصاددنړيوال بانک اونړيوال وجهي صندوق په لاس کې اخستى و.

دنړيوال بانک اودنړيوال وجهي صندوق دسپارښتونودعملي کولوپه پايله کې دقرضونوپيټۍ غټيده.حکومت دخوراکي توکوپه بيعوکې زياتوالى راوست دکوم څخه چې دعام سړي په ستونزوکې اضافه وشوه،دبې کارۍ په کچه لوړه شوه اوحکومت تر١٩٨٦پورې دداخلي توليداتوهدف پوره نه کړاى شو.

په تيونس کې اوسنى اقتصادي اوسياسي بحران نوي نه دي.

دبورقيه اوزين العابدين دپاليسيواوتګلاروپرضدله دې څخه وړاندې هم لاريونونه شوي دي دکوم بنيادي لامل چې دنړيوالومالي ادارودتباه کوونکواقتصادي پاليسيوڅخ منځ ته راغلى حالت اواوضاع وه.دتيونس ددواړوواکمنانوپاليسۍ اوتګلارې دامريکادايجنډاتابع وې.بورقيه تل اسرائيل ته په زړه کې نرمښت اوځاى لره.دکومې سزا چې بيااسرائيل ورکړه اوپه ١٩٨٥کې يې په تيونس کې دپي ايل او(فلسطيني انتفاضي)پردفترهوايي بريدوکړاوهغه يې تباه کړ.

د١٩٩٠په لسيزه کې ولسمشربن علي خپله ټوله پاملرنه داسلامي خوځښت ځپلوته واړوله،دخوځښت پرورځپاڼه (الفجر)چې په خلکوکې يې ډيرمحبوبيت موندلاى وبنديزولګاوه اودهغې رئيس يې زنداني کړ.په خپل اداري فساداورشوتونودپردې اچولولپاره يې په بهرنيورسنيوبنديزولګاوه.په ١٩٩٢کې په النهضه يې يوځل بيادکودتااوپاڅون تورولګاوه په سلګونه کارکوونکي يې ونيول اوپه مرکزي مشرتابه يې هم ددرواغوتورونه اوالزامونه ولګول،اودعمرقيداواعدام سزاګانې واورولې .په هغوى کې راشدالغنوشي هم شامل و،چې جلاوطني يې غوره کړه.دمارچ ١٩٩٤په هسې په نوم ټاکنوکې زين العابدين ٩٩فيصده رايې واخستلې.اوبياولسمشروټاکل شو.ولسمشربن علي خپلومخکنيوپاليسيوته دوام ورکړدنړيوال بانک څخه يې پورنه واخستل اوداسرائيل سره يې اړيکې ټينګې وساتلې چې په حقيقت کې داهرڅه دامريکايۍ ايجنډايوه برخه وه.

ولسي خلک دنړيوالومالي ادارودپورونوڅخه په تنګ راغلي وواوداسرائيل سره په اړيکوسخت ناراضه اوغصه وو.دتيونس اواسرائيل داړيکوترمينځ امريکادپُل رول ولوبوه دڅه شي يواځينۍ موخه چې دتيونس په څيردالمغرب(لويديځ افريقا)نوراسلامي هيوادونه داسرائيلوسره اړيکوټينګولوته هڅول وو.

په تيونس کې اوسنى ولسي پاڅون که دتيونس دنوي تاريخ له نظره وکتل شي نوددې ترشاټول محرکات په خپله مخې ته راځي،اماپه فوري اواوسنيولاملونوکې دزين العابدين بن علي خپلوان پالنه(اقرباپروري)اداري فساداوناکامه اقتصادي پاليسۍ وې دکومې له امله چې دخلکوپه سينوکې دکلونوراهيسې ايساره دغم اوغصې لاوابالاخره وچاوديده.دپلازمينې تيونس په ګډون په ټول هيوادکې دحکومت پرضدپاڅونونه اوبغاوتونه پيل شول.

پوليس اوپوځي چارواکي دولسي غم اوغصې په مخه نيولواوکنټرولولوکې پاتې راغلل.په اوسنيولاريونونوکې خلکودخپل غم اوغصې څرګندونه دولتي ودانيوته په زيان رسولووکړه اودهغوى همدايوه غوښتنه وه چې زين العابدين دې واک پريږدي .ولسمشرددغه اړودوړڅخه دخوندي کيدلولپاره درې زره خلکوته دکارپيداکولواعلان وکړليکن راپاريدلوخلکودولسمشرپرژمنوباورونکړاوهمداغوښتنه يې کوله چې هغه دې له واکه ګوښه شي.

ددسمبرپه منځ کې ولسي پاڅون اوبغاوت شدت وموند.دبورې،تيلو،غوړيو،اوړواووريژوپه بيعوکې د٢٠فيصدوڅخه تر٣٠فيصدوزياتوالى راغى په داسې حال کې چې دپوهنتون په فارغ التحصيل محصلينوکې دبې کارۍ اندازه هم ډيره شوه.

په پلازمينه کې دتشددڅخه دډک اړودوړاودزيان اوخرابۍ دمخنيوي لپاره حکومت ګرځنبنديزنافذکړليکن ته دې کې هم پاتې راغى.پاريدلوخلکودګرځنبنديزڅخه په سرغړونه سړکونوته راووتل.

قانون نافذکوونکواداروپه لارويونونوډزې وکړې دکوم له امله چې ګڼ مظاهره کوونکي ووژل شول،مګر بله ورځ بياخلک سړکونوته دلاريون لپاره راووتل.په تيونس کې ولسي پاڅون هغه وخت شدت وموندچې کله ولسمشرزين العابدين هيوادپريښودلواووتښتيد.هغه لومړى په فرانسه کې دپناه اخستلوکوښښ وکړليکن هلته ورته پناه ورنکړل شوه نوسعودي عربستان ته ولاړچيرته چې هغه ته ديوسياسي قيدي په حيث دهستوګنې ځاى پيداشو.په رسنيوکې په تيونس کې دولسي پاڅون لامل اقتصادي بحران،بې کاري اودخوراکي توکوپه بيعوکې زياتوالى ښودل کيږي.

که څه هم دالاملونه تريوې اندازې سم دي ليکن هغه سياسي اوټولنيزلاملونه له يوسره له پامه غورځول کيږي چې داوسني ولسي پاڅون اصلي اوبنسټيزمحرک و.اصل خبره داده چې په اوسني ولسي پاڅون کې هغوځوانانورول ډيرمهم دى چې په هيوادکې دامريکااونړيوال مالي اداروداغيزاونفوذاودټولنيزبې لاريتوب پرضددتيروڅوکلونوراهيسې بوخت وو.په تيونس کې ولسي انتفاضې دکوم مشري چې داسلامي خوځښت النهضه په لاس کې ده په ولسي پاڅون اوانقلاب کې مهم رول ولوبوه.وروسته له ډيرې جلاوطنۍ دالنهضه اسلامي خوځښت مشراستادراشدالغنوشي هم دلندن څخه تيونس ته راستون شوچې دتيونس دخلکولخوايې ډيرتودهرکلى وشو.راشدالغنوشي په تيونس کې و لسي پاڅون داستبدادخلاف دولسي انتفاضې برياليتوب وګڼه.

له دې پيښې څخ وروسته شمالي افريقايادالمغرب عربي هيوادونه الجزاير،مراکش،اوليبياپه انديښنه کې شوي دي.

په الجزايرکې خوولسي پاڅون اوبغاوت له يوې مياشتې راهيسې په شدت سره دوام لري په داسې حال کې چې داردن اومصرعربي هيوادونوکې دمستبدواودکتاتورانودواک بنسټونه اوبنيادنه يې ولړزول.

داپه سيمه کې يوه غيرمعمولي اوفوق العاده سياسي ويښتابه اوبيداري ده.

دکومې ترشاچې داخوان المسلمين مذهبي اوتاريخي لاملونه اوفعاليت شتون لري.

همدالامل دى چې په تيونس کې دولسي پاڅون جشن په فلسطين اومصرکې لمانځل کيږي.مګرمهمه پوښتنه داده چې دتيونس ولسي پاڅون دايران دانقلاب په څيرخپل منطقي پايلې،انجام اوموخې ته ورسيږي اوکه نه؟

ځکه چې کورني اوبهرني ځواکونه دولسي پاڅون اوانقلاب دهاى جيک (برمته)کولوکوښښ کوي.

دتيونس ولسي پاڅون اوبيداري دامريکاپالواولويديځ پالوواکمنانولپاره څرګنده پيغام اواخطاردى.

مننه،

اسد الله اسلامي 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x