افغانستان

د بندیانو د اعتصابونو لړۍ خوست او ننګرهار ته ورسېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د تلې۳مه، ۱۳۹۳ل): د نوي حکومت له رامنځته کېدو سره جوخت د بندیانو د پيل کړيو اعتصابونو لړۍ له کابل، غزني، هلمند، جوزجان وروسته خوست او ننګرهار ته ورسېده.
د خوست امنيتي چارواکو نن وویل، چې له تېرې ورځې راهيسې د خوست د مرکزي زندان ټولو زندانيانو د نه خوړو اعتصاب پيل کړی او وايي، چې تر هغو به ادامه ورکوي، ترڅو نوي حکومت عمومي عفو ورته اعلان کړې نه وي.

د خوست د مرکزي زندان امنيتي مرستيال سمونمل فيض محمد ویلي،  چې د لوږې د دغه اعتصاب په ترڅ کې شاوخوا څلوېښتو بنديانو خپلې خولې هم ګنډلې دي.

نوموړي زياته کړه، زندانيان غواړي چې نوی حکومت دې د افغانستان په ټولو زندانونو کې بنديانو ته عمومي بښنه اعلان کړي او يا دې د دوی دوسيې پرته له کوم ځنډه ژر وڅېړل شي.

د لوګر ولايت يوه اوسېدونکي نثاراحمد چې د سياسي جرم په تور بندي شوی رسنیو ته ویلي، پرته له دې چې محکمه يې په اړه پرېکړه وکړي، دا دوه کاله په زندان کې پروت دی. د نوموړي په خبره د ده په څېر ډېر نور بنديان هم شته چې نه يې دوسيې څېړل کېږي او نه هم د ولسمشر حامد کرزي له لوري د ځانګړو ورځو په مناسبت د فرمانونو له امله خوشي شوي دي.

دا چې ولي د بندیانو دوسیو ته لاس رسی نه کېږي، نثار احمد یې په اړه وايي : « په عدلي او قضايي ارګانونو کې پراخ اداري فساد د دې لامل شوی چې زياتره بنديان بې سرنوشته په زندان کې پراته دي، هيڅ غم يې نه خوړل کېږي.»

د ياد زندان يو بل بندي شمس الله چې د خوست د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وويل چې درې کاله مخکې د سياسي جرم په تور نيول شوی، خو تر اوسه يې محکمه په سترګو نه ده لېدلې.

نوموړي دغه راز وويل چې په تېرو دريو کلونو کې ولسمشر حامد کرزي د ځانګړو ورځو په مناسبت د بښنې ګڼ شمېر فرمانونه صادر کړي خو له مخې يې يو بندي هم نه دی ازاد شوی.

دغو بنديانو ګواښ وکړ، تر هغه به د لوږې اعتصاب ته دوام ورکړي چې نوی منتخب ولسمشر يې غږ وانه وري او دغه راز د دوی د خلاصون په اړه پرېکړه ونه کړي.

د خوست د استيناف محکمې رييس مولوي عبدالطواف په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد ادعا په بشپړ ډول رد کړه.

ویل کېږي، چې د خوست په مرکزي زندان کې په ټوليز ډول د ۹ ښځينه بنديانو په ګډون ۵۴۸ کسان زنداني دي چې زياتره يې د سياسي جرمونو په تړاو نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، له پرون راهيسې د ننګرهار په مرکزي زندان کې له ۲۵۰ زیاتو بندیانو له دې امله د نه خوړو اعتصاب کړى چې په کوچني اختر کې د ولسمشر له لوري د بښنې فرمان صادر شوى؛ خو تر اوسه د هېڅ چا دوسيې نه دې څېړل شوې.

که څه هم د ننګرهار زندان مسؤلین او ساتونکي خبریالان نه پریږدي، چې زندان ته ننوځي او له زندانیانو سره خبرې وکړې، خو بیا هم ځينې زندانیان له رسنیو سره د اړیکو له لارې خپلې ستونزې شریکوي.

د نورو اعتصاب کوونکو په څېر د ننګرهار د زندان زندانیانو هم  ګواښ وکړ چې، تر څو د دوى غوښتنې ونه منلى شي تر هغه به يې اعتصاب دوام ولري.

د نوموړي په خبره چې څو ځلې يې د زندان له چارواکو سره هم خبرې کړې چې د دوى ستونزې تر چارواکو ورسوي، خو تر اوسه يې کومه مثبته پايله نه ده لرلې.

يوه بل زنداني هم وويل، چې ډېرى وخت که د ولسمشر له لوري ځانګړى فرمان د بښنې په اړه صادر شي لومړى خو ډېر وخت نيسي او کله چې بيا کمېسيون جوړ شي نو هغه اشخاص پرېږدي کوم چې پيسې او واسطې لري.

نوموړي زياته کړه: د مور او ميرې سلوک کېږي، بس د هغه چا په بند کې کمى راځي کوم چې پيسې ورکړي، نور خواران کلونه کلونه پراته وي خو په بند کې يې کمى نه راځي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د زندان د مسوولينو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي  د يادو زندانيانو اعتصاب تاييد کړ او زياته يې کړه چې د اعتصاب کوونکو شمېر شا او خوا دوه سوه تنو ته رسي.نوموړى وايي چې د يادې موضوع د ښې څېړنې او ارزونې په خاطر هڅې روانې دي دوی ژمن دي،  چې د زندانيانو ستونزې ور حل کړي.

د یادونې وړ ده، چې له تېرو دوو او درو ورځو راهیسې د هېواد په بېلابېلو کې زندانونو کې د اعتصابونو لړۍ پیل شوې او د اعتصاب کوونکو په وینا ، تر هغو به دوام ورکوي، ترڅو یې نوي حکومت غوښتنې پوره کړي نه وي.

په دې باب د نن ټکي اسیا له لورې خپور شوی فیچر دلته لوستلای شئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x