افغانستان

طالبانو په ننګرهار کې د چارواکو ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د ننګرهار دولتي مسوولین د دې ولایت په دور بابا ولسوالي کې د لسګونو طالبانو د له منځه وړلو خبر ورکړ او ويې ویل چې ګڼ نور ټپيان دي.

د ۲۰۱ نمبر سېلاب قول اردو مسوولینو ویلي وو، چې دوی په دور بابا کې د طالبانو په هغه ډله برید وکړ، چې په سیمه کې د عملیاتو په مؤخه راټول شوي وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دولتي مسوولینو پورته ادعا یو تبلیغاتي پروپاګند بولي او وايي چې سیمه ییز چارواکي په دغسې دعوو په کابل کې ناست «غافل مشران» غلطوي او امتیازات ترې لاسته راوړي.

مجاهد پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په دوربابا ولسوالي کې « د يوه مجاهد پوزه هم نه ده وينه شوې اونه څوک شهید شوي.»

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې رسنۍ یو ځل بيا ملامتې بللې دي او ويلي يې دي چې ډېر وخت ځینې رسنۍ د دولتي مسوولینو دعوې زموږ له غبرګونه پرته خپروي، خبرپاڼه کاږي: «متأسفانه چې ځينو رسنیو هم بې له دې چې په سیمه کې حقايق ځانته معلوم کړي او يا اقلا د پيښو په اړه زموږ نظر واخلي، په يولوريز ډول د دښمن په ګټه تبلیغات کوي او په غلطه سره د مجاهدينو دتلفاتو راپورونه خپاره وي.»

تر دې وړاندې هم څو ځلې طالبانو په رسنیو غږ کړی و، چې خپل بې پرېتوب دې وساتي او د ځینو مهمو پېښو اړوند دي یو طرفه تبلیغات نه کوي.

یاده دې وي چې طالبانو د ننګرهار په بټي کوټ، وټه پور او سپین غر کې هم د نښتو خبرونه ورکړي او د تلفاتو اړولو دعوه يې هم کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x