افغانستان

طالبانو د غزني اجرستان ولسوالۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د غزنی ولايت اجرستان ولسوالۍ امنيتي پوستې نيولي او ولسوالۍ د محاصرې په حال کې ده.

د غزني ولايت مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې طالبانو د اجرستان ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو پراخ وسله وال بريدونه وکړل، چې له څه وخت جګړې وروسته يې د ولسوالۍ ودانۍ ته نژدې امنيتي پوستې ونيولې او اوسمهال اجرستان ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره ده.

مرستيال والي زياتوي، چې د طالبانو په بريدونوکې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او که ولايت او مرکزي حکومت سمدستي تازه دمي عسکر راونه ليږي، نو دغه ولسوالي به ډېر ژر سقوط وکړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x