نظــر

ډاکټر نجیب: شخصیت، جنایت او اتلولي(!)

لیکوال: ذاکر جلالي
نجیب الله د افغانستان د کمونیستي رژیم پر مهال له لوړ پوړو چارواکو څخه ؤ، چې پر هېواد د کمونیستي خپسکې په وروستیو شېبو کې ولسمشر شو. د نجیب د حکومت د ماتې پرمهال کابل ښار، په تېره هوايي ډګر د دوستمي ملېشو په ولکه کې ؤ، چې همدوی هندوستان هېواد ته د نجیب د تېښتې مخنیوی وکړ او پای نجیب مجبوره شو، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یوسي. مجاهدین یا په خپل منځیو شخړو کې اخته و او یا قصدا نجیب محاکمې ته وړاندې نه شو. کله چې طالبانو د ۱۳۷۵ل کال د تلې پر پنځمه کابل ونیو، نجیب او ورور یې، شاپور احمدزی، په اریانا څلورلاري کې يې بې له محاکمې په دار وځړول. نجیب چې یو مهال د خاد استخباراتي ادارې مشر و، د ډېرو بې‌ګناه او بې‌محاکمې افغانان قاتل ګڼل کېږي؛ نو د طالبانو دا کار آن د هغوی ځینو مخالفینو ته د ستایلو وړ دی. هېواد ته د امریکايي ځواکونو له راتګ سره سم د نجیب پخوانیو ملګرو ته هم د بیا مطرح کېدو چانس برابر شو.

د مجاهدینو خپل‌منځي جګړو او د نجیب د وینا کولو پاموړ ځواک د دې لامل شو، چې نجیب یو ځل بیا د ناخبره یا د مجاهدینو له لاسه کړېدلو ځوانانو او مشرانو لپاره د اتل مقام خپل کړي. تېر کال په کابل کې د «شهید ډاکتر نجیب الله» په نامه یو بنسټ منځ ته راغی. اوس همدا بنسټ د کابل ښار په واټونو او څلولارو کې د نجیب د وژنې د اوولسم تلین په مناسبت د ده انځورونه او ویناوې راځړولي دي. په ولس کې د نجیب ځای یو ځل بیا د بحث موضوع ده.

نجیب‌الله د اخترمحمد زوی په ۱۳۲۶ل کال په پلازمېنه کابل کې زېږېدلی. اصلي ټاټوبی یې د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار دی. حبیبیه لېسه یې لوستې او په ۱۳۴۳ل کې ترې فارغ شوی. پلار یې په پېښور کې د افغان قونسلګرۍ تجارتي اتاشه کې کار کاوه. نجیب د ځوانۍ عمر په پېښور کې تېر کړی. له دولسم وروسته د کابل طبي پوهنتون محصل شو. په ۱۳۴۴ل کې د خلق ګوند د پرچم څانګې رسمي غړی شو. د نجیب د تحصیل دوره د ډیموکراسۍ له لسیزې (۱۳۴۲-۱۳۵۲ل) سره برابره وه. دغه وخت کابل پوهنتون د ایډیالوژیکو ټکرونو ډګر وو. دا هغه وخت و، چې ګوندونو د فعالیت اجازه لرله، کابل پوهنتون د ګوندي فعالیتونو او سیاسي ټکرونو مرکز و. د هغو ټکرونو عمده لوري، دوه وو:
۱. د جوانان مسلمان په نامه د هغو ځوانانو خوځښت چې اسلام یې د ژوند نظام باله.
۲. د کمونیستانو ډله (خلق و پرچم) چې هغوی مذهب د ملتونو افیون باله، دین یې د وروسته پاتېدو لامل ګاڼه.

نجیب دویمې ډلې سره تړاو لاره. د دې ډلې ملاتړ د پخواني شوروي اتحاد له خوا کېده. د افغانستان د وخت حکومتونه چې د شوروي اتحاد تر اغېز لاندې وو، نشوای کولای چې د کمونیستانو د فعالیتونو مخنیوی وکړي. dr-najib

د جوانان مسلمان خوځښت د کمونیستانو د دغه وړ افکارو د خورېدو پر وړاندې غبرګون و. نجیب په دغه کشمکش کې د کمونیستانو لوری ونیو. په هغو بحثونو کې به چې د جوانان مسلمان او کمونیستو ځوانانو ترمنځ د کابل‌پوهنتون په شپه‌غالي کې کېدل، نجیب به د کمونیستانو ویندويي کوله او د جوانان مسلمان ویاند انجینر حبیب‌الرحمن شهید و. د کمونیزم نظریه دین اصلا نه مني، دوی دین د بدمرغیو او ناخوالو لامل بولي. نو په یوه کس کې د اسلام او کمونیزم امتزاج اصلا شونی نه دی. جوانان مسلمان او د نجیب ملګرو کمونیستانو ترمنځ یو ځل د روژې په میاشت د روژه خوړو پر سر نښته وشوه، یو ځل د کمونیستانو له خوا د قران د سپکاوي پر سر، چې دوی قران د شپه‌غالي له پوړیو کښته غوځولی و. له دغو پېښو څرګندېږي، چې د ټکر اصلي لامل کمونیستان و، دا دوی وو، چې پر اسلامي او ملي ارزښتونو یې ملنډې وهلې؛ کنه جوانان مسلمان کله هم د دوی مشرانو او نظریې ته سپکای نه و کړی. جوانان مسلمان له دوی سره یوازې مدني بحثونه کول، چې دا د چا د سپکاوي په معنا نشي کېدای.

نجیب په افغانستان کې د غوايي له اوومې (۱۳۵۷ل) کودتا راهیسې په سیاسي ډګر کې مطرح و. په ایران او چکسلواکیا کې د خلقي حکومت سفیر و. واک ته د ببرک کارمل په رسېدو سره د خاد استخباراتي ادارې رئیس شو. د ببرک د حکومت پیر، چې هېواد د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو تر ولکې لاندې وو، د ورانیو، ببماریو، وژنو، دربدریو، کډوالیو او مقاومتونو، اتلولیو او حماسو دور و. دا کلونه افغان ولس د پردۍ ولکې پر ضد د ازادۍ د جګړې مورچل تود ساتلی و. نجیب د مقاومت په دغه اوږده پير کې د استخبارتو رئیس و. د ده سخت‌زړیتوب او بې‌رحمي له چا پټه نه ده. کله چې په شوروي اتحاد کې ګرباچوف واک ته ورسېد او له افغانستانه د وتلو سیاست یې مطرح کړ، په افغانستان کې د بدلون پلوی و. نجیب ګرباچوف قانع کړ، چې دی ولسمشر وټاکي. د ګرباچوف له سیاست سره سم، د نجیب د واک پر مهال، د ۱۳۶۷ل په دلوه کې روسان له افغانستانه ووتل.

د نجیب اتلولي(!)

په دې وروستیو کې د کابل ښار پر ځینو بورډونو د نجیب انځورونه لیدل کېږي. دغه خلک چې نجیب اتل او ملي شخصیت ګڼي، که دوی ټول کمونیستان وبولو، دا به له انصافه لرې پرېکړه وي. له نجیب سره د دې خلکو مينه او میلان څو لاملونه لري:

۱. تر هر څه مخکې زموږ د ولس ناپوهي ده. دا ټولو ته څرګنده ده، چې نجیب چې کله د واک پر ګدۍ ناست و، پر کمونیستي ایډیالوژۍ يې باور لاره؛ مګر دغه د نجیب مینه‌وال ځانونه کمونیستان نه بولي، بده یې لا دا چې نجیب «شهید» بولي، چې شهادت یو دیني لقب دی، نه سیاسي او دوی خو دین په هېڅ ډول نه مني. دا خلک د نجیب شخصیت نه پېژني، که پيژندلای، کله به یې هم هغه ته د «شهید» او «ملي رهبر» لقبونه نه وای ورکړي.

۲. د نجیب ذاتي شخصیت: نجیب د لیډرشیپ کریزما لرله. د ده دنګه ځواني، د وینا زړه وړونکی ډول او د ځینو پېښو کره شننه هغه څه دي، چې نن یې دی پر یو شمېر خلکو د یوه نادر لیډر په توګه منلی دی. د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې، بېنظرې د خپل پلار له خولې ویلي وو، چې په شرقي ټولنو کې د لیډر لپاره تر ټولو مهمه ځانګړنه زړه راښکونکې وینا ده. کېدای شي، نجیب د معاصر تاریخ په ولسمشرانو کې تر ټولو ښه ویناوال وبولو.

۳. د مجاهدینو د رهبرانو غلطۍ: د نجیب حکومت له ماتې سره، کابل ته د حزب او جمعیت ډلو وسله‌وال ننوتل او د کورنۍ جګړې پيل، د کابل ښار ورانی، د مظلومو کابلیانو بې‌ګناه شهادتونه او …دا ټول هغه څه وو، چې یو شمېر یې د نجیب پلوي کړل، په تېره کله چې نجیب ویلي وو، چې «که مخالفین کابل ته راشي، دلته به کوڅه په کوڅه جګړې ونښلي». د مجاهدینو مشرانو د واک د لاسته راوړلو لپاره ښار ولس ته سره تبۍ وګرځوله. د مجاهدینو د بې نظمه او نامنه حکومت په پرتله د نجیب هغه ډېر منظم او ډېر امن حکومت و؛ ځکه دغه شمېر نجیب مدبر سیاستوال هم بولي.

منطقي دریځ

 د نجیب مینه‌وال له خپل نظره په دې نشو اړولای، چې پر کمونیستۍ او بې‌دینۍ يې تورن کړو. دا د ولس غولول شوې برخه ده، لکه څنګه چې اوس ولس پر ځینو سیاسي ليډرانو هسې زړه بایللی وي. د تورونو او سپکاویو پر ځای، ښايي له دغه ډلې هېوادوالو سره منطقي، دقیق او بې‌پري بحث وکړو او د دوی د قناعت د ترلاسه کولو هڅه وکړو. د مجاهدینو د پخوانیو مشرانو غلطۍ هم کمې نه دي. که د نجیب د مینه‌وال په وړاندې د پخواني جهادي مشر، چې نن یې د پرون پر ضد ده، وګټو، د نجیب مینه‌وال به مو لا پر خپل نظر او خپلې لار باورمن کړي وي.

ښه دا ده، چې د خپلو مشرانو غلطۍ په پراخې سینې ومنو، پر خپلو غلطیو د اعتراف شجاعت او زړورتیا ولرو او په واز کومي څرګنده کړو، چې د پرون رهبر، د پرون رهبر و، نن یې له پرونه جلا ده او ضرور نه ده، چې د رهبر له ۱۸۰درجې بدلون سره سره یې هم پروني پلویان لاهم ورپسې روان وي.

که رهبر ۱۸۰بدلېږي، پیروی خو دې هم تر یوه بریده بدلون وکړي. نو غلطي، غلطي ده او جنایت، جنایت، دا که مجاهد کوي هم جنایت دی او که یې کمونیست کوي هم. نو نه اړتیا ده او نه هم زموږ په ګټه، چې د نجیب د پلوي پر وړاندې د خپل پرون لیډر آن نننۍ غلطۍ توجیه کړو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zmari khan

افسوس په ړیره بی شرمی سره مو یو اتل یو شهید هغه چی داسلام لپاره نه بلکی د پاکستان لپاره شهید شو په بدو یاد که.

بسم الله

زمری خانه ، مونږ چه ستاسی نوم ولید زړه کی می تیرشول چه ته به هم د نچیب د جالی روزونکی یی ، مهمه نه ده ، ستا په شان نور هم ښته ، حق لری چه له نجیب څخه دفاع وکړی ، ستاسی دفاع کول دوه عمده دلایل لری یو یی دا چه د نجیبی د کمونستی فاجعی دوره کی ډیرو سره مادی مرستی کړی یعنی د نجیب نمک خواره دی او بل د هغه وخت کمونستان خو ټول هغه وخت نه له منځه ولاړل او نه یی عقیدی بدلی شوی ، حتی د امریکایانو په وخت کی د… نور لوستل »

قاري سعيد خوستئ

زمريه :
په ديره بي شرمى دي دافغانانو قاتل ته دشهيد لقب وركڑ
ته به يا كميونست وي چي بيا ستا نه كيله نه ده پكار زكه د۱۴ مليونه افغانانو وژنه هم تاسي روا بلله او يا غوليدلئ يي چي ليكوال هم دي ٹكي ته اشاره كڑي
په هر صورت اتلان اتلان دي او جنايت كاران جنايت كاران

یورش نظامی

ګرانو لوستونکو السلام علیکم ! زه به د نجیب ګاو په باره کی نور څه نه وایم بسم الله ورور د القابو پوښتنه کړی وو نو ځکه می دده دهغه دور لقب چی همدا کمونستانو ورکړی وو او شاید هم پخپله ځان ته دالقب غوره کړی وو نو ددوی سره داقسم القاب کم نه دی د نمونی لپاره یی یو څو ذکر کوم اشرف بی خدا ، سردار خان بروت ، رفق مزدک خر ، وکیل خدا نا شناس ………………. ددی نه علاوه کمونستانو ته داویل غواړم چی نن ورځ د امریکا په زور ته چی هرڅومره منډی وکړی بیاهم… نور لوستل »

یورش نظامی

ګرانو لوستونکو السلام علیکم ! زه به د نجیب ګاو په باره کی نور څه نه وایم بسم الله ورور د القابو پوښتنه کړی وو نو ځکه می دده دهغه دور لقب چی همدا کمونستانو ورکړی وو او شاید هم پخپله ځان ته دالقب غوره کړی وو نو ددوی سره داقسم القاب کم نه دی د نمونی لپاره یی یو څو ذکر کوم اشرف بی خدا ، سردار خان بروت ، رفق مزدک خر ، وکیل خدا نا شناس ………………. ددی نه علاوه کمونستانو ته داویل غواړم چی نن ورځ د امریکا په زور ته چی هرڅومره منډی وکړی بیاهم… نور لوستل »

عزیز

ستاسو په حال دی افسوس وی چی ځانونو ته مجاهدین وایاست او خبل ځان د جنت وربولی . که نجیب کمونیست و . نو تاسی چی ځانونو ته مسلمان وایست په اصل کی د مسلمان په جامو کی شیطانان یاست . چی دهمدی امریکی په غوشتنه او مالی منابع باندی مو جنک کول . او هغه جنایت چی تاسی وکرل ټولی دنیا ته معلوم دی .

شیدا

سلامونه! ورونو زه خو وایم چې د افغان ولس د کم علمۍ له وجې موږ تل د نورو د مفاداتو ښکار شوي یو سیاست څه ته وایی سیاست د یو څو هوښیارانو یا په بله اصطلاح د مدارینو هغه ټولګه ده چې د دین ملت قوم او حتی ژبې او ادب په سر سره وګړي په جنګ اچوي او د همدوي په اوږو بیا د پاچاهۍ په ګدۍ سپریږي زما نظر خو دادی چې نه والله که نجیب د سړي زوی و او نه هم زموږ مجاهدین لیډیران که نجیب د افغانستان او د افغانانو په غم کې وای نو… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x