نظــر

د احمد ولي کرزي د وژنې په اړه نوي جزئيات

ahmad_wali_karzai_brotherپورته سرليک د افغانستان د مشهور ليکوال او ژورنالست رزاق مامون د يوې لنډې دري ليکنې د سرليک کټ مټ ژباړه ده کومه چې نوموړى په خپله ويبپاڼه کې د اګست د مياشتې په يوولسمه نيټه (2011-08-11) نشر کړى ده .

نوموړي په خپله ليکنه کې د جمهور رئيس حامد کرزي د ورور احمد ولي کرزي د وژنې په اړه نوى خبره کړى او هغه پدې ډول چې د نوموړي وژونکي سردار محمد د شخصي زړه بداوي له کبله احمد ولي وژلى دى.

د رزاق مامون د مضمون لنډيز څه پدې ډول دې چې سردار محمد (د احمد ولي وژونکى) څوک چې د احمد ولي کرزي د ساتونکو مشري هم په غاړه لري يوه ورځ احمد ولي کرزي ته يوه عريضه وروړي خو کرزى د عريضې د لوستلو سره سم سردار محمد ته په ښکنځلو او بدو ردو ويلو پيل کوي او سردار محمد بې له کوم ډول ځواب په خپله مخه ځي.

په بله ورځ بيا پداسې حال کې چې احمد ولي د ميلمنو په سالون کې د ميلمنو سره په خبرو اترو بوخت دى سردار محمد هماغه عريضه وروړاندې کوي خو کرزى د تيرې ورځې په څير بيا هم سردار محمد د شته ميلمنو په مخ کې په ښکنځلو لمانځي او سردار محمد بې له کوم ډول غبرګون له سالون وځي.

لدې وروسته احمد ولې کرزى د سالون تر څنګ په يوه بله خونه کې تشناب ته ځي ، سردار محمد راګرځي د يو ساتونکي څخه د کرزي پوښتنه کوي او نيغ په نيغه هماغې خونې ته ځان رسوي چې کرزى يې په تشناب کې دى ، د تشناب څخه د کرزي د راوتلو سره سم پر هغه د تومانچې ډزې کوي او وژنې يې ، يو بل ساتونکى په سردار محمد د ماشيندارى ضربه کوي او پدې توګه سردار محمد د کرزي پر لار رهي کوي.

ګواکه د رزاق مامون د معلوماتو تر مخې سردار محمد لدې امله احمد ولي کرزى وژلى چې هغه ته يې بد رد ويلي ، د لفظي توهين له کبله هغه غصه شوې ځکه چې سردار محمد ته د احمد ولي کرزي له لورې د دا ډول سپکو سپورو زغم له توان څخه پورته وه لدې امله يې هغه وواژه.

زما مطلب د ليکوال د معلوماتو  سره مخالفت يا د هغه څخه د خپلو څرګندونو د کره کولو غوښتنه نده خو د احمد ولي کرزي وژنه يوه داسې معما ده چې کيدلاى شي هغه ته ډير نژدې کسان يې هم په حل نه پوهيږي او يا خورا کم کسان د نوموړي د وژل کيدو او د سردار محمد د يو ناڅاپي بدلون په علت پوه وي.

له يوې خوا د نوموړي تر وژل کيدو سمدستي وروسته طالبانو د دې پيښې پړه ومنله او ويې ويل چې سردار محمد د هغوى سره له يوې مودې راهيسې اړيکې درلودلې او کرزى يې د خپلې ديني وجيبې پر اساس وژلې دى .

امنيتي سرچينو او په ځانګړى توګه د کندهار والي او نورو اړوندو مسئولينو پدې پيښه کې د بهرنيو کړيو ښکيلتيا حتمي وبلله او ويې ويل چې احمد ولي کرزى د بهرنيو استخباراتي کړيو لخوا ترور شوى دى .

يو شمير نورو بيا وويل چې سردار محمد د خپل تره يار محمد خان غچ اخيستې څوک چې پخوا وژل شوې او داسې ويل کيدل چې احمد ولې کرزى د يار محمد خان په وژنه کې لاس درلود.

يو شمير نورو بيا وويل چې د دنيوي شتمنۍ پر سر ورور دت ورور لخوا وژل شوى پدې ډول چې د احمد ولي کرزي او د هغه د ورور قيوم کرزي تر منځ د عينو مينې د ښارګوټي پر سر د تر لاسه شويو ټکو پيسو په سر  اختلاف پيدا شوې او د احمد ولي کرزي په مرګ پاى ته ورسيد.

داسې نورې خبرې او اټکلونه هم وشول خو تر دې دمه د نوموړي د وژلو اصلي انګيزه نده څرګنده او دا مرموزه وژنه لا د معما په توګه پاتې ده.

پدې ځاى کې زه يواځې يوې نوې موضوع ته اشاره کول غواړم چې ښايي د رزاق مامون په څير د احمد ولي کرزي د وژل کيدو په هکله د نويو جزئياتو نوم ورکړو.

يو دوست چې د کندهار په ولايت کې پخې اړيکې لري راته داسې وويل:

د احمد ولي کرزي وژنه کومه سياسي ، استخباراتي ، د غچ اخيستنې او يا د شتمنيو پر سر د رامنځته شوې شخړې نتيجه نده بلکه دا وژنه تر يوې ډيرې حساسې موضوع پورې اړه لري او کيدلاى شي چې د منلو هم وي.

قصه پدې ډول ده د احمد ولي کرزي وژونکى سردار محمد غوښتل  د يوې ميرمنې سره چې د هغوى د کورنۍ سره نژدې اړيکې لري نکاح وکړي يعنى هغه يې خوښه وه او خپل هدف ته تر يو بريده نژدې شوې هم ؤ ، خو له بلې خوا احمد ولي کرزي هم د سردار محمد په څير د همدې ميرمنې سره د واده ارزو درلوده .

دا چې احمد ولي کرزى شتمن هم ؤ او واکدار هم داسې يې انګيرله چې ياده ميرمن (…….)  به ورسره نکاح وکړي او هغه ته به سردار محمد برتري ورکړي خو د هغه فکر غلط وخوت او نوموړې د سردار محمد سره ګډ ژوند تيرول غوښتل .

له همدې کبله کرزى په غصه کيږي او ياده ميرمن وژني خو پداسې ډول چې له سردار محمد پرته يې هيچاته هم زور نه رسيږي او که رسيږي هم نو د خپلې بادشاهۍ په زور چې په کندهار کې يې اعلان کړى ټولې خواوې غلې کوي.

سردار محمد چې په زړه يې لمبې بلې دي يواځې د غچ اخيستلو په فکر کې سرګردانه وي او د خپل زړه اور د احمد ولي کرزي په وينو وژني.

اوس نو بايد ومنو که چيرته د احمد ولي کرزي په وژنه کې د طالبانو ، بهرنيو استخباراتي کړيو ، د شتمنيو پر سر د رامنځته شويو شخړو ، سياسي مخالفتونو ، لفظي توهين او سپکاوي يادونه کيږي نو دا ډيره د منلو ده چې يو څوک دې د  يوې ميرمنې د نکاح پر سر د رامنځته شوې لانجې له کبله مرګ وکړي او همدا ډول پيښې په افغانستان کې ډيرې رامنځته کيږي.

والله اعلم

2011-08-14

مجاهد پښتون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x