نیویارک ټایمز: کرزی دیارلس کاله مجبور و

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): د ولسمشر حامد کرزي د مخه ښې په مراسمو کې د هغه د خبرو اړوند ځينو لویدیځو رسنیو مقالې خپرې کړې دي، او په ټوله کې يې ولسمشر حامد کرزی د امریکا له همکاریو په نه مننې تورن کړی دی.

نیویارک ټایمز پخپله پرونۍ ګنه کې وايي چې د حامد کرزي له خبرو داسې ښکاره شوه چې نوموړي تېر دیارلس کلونه په ژور مخالفت او مجبوریت کې تېر کړي دي.

د ورځپاڼې په قول حامد کرزي پخپلو خبرو کې د امریکا له مرستې، قربانیو او هڅو څه، چې د خپلو عسکرو له قربانیو يې هم مننه ونه کړه.

نیویارک ټایمز وايي، حامد کرزي امریکا په دې ملامته وبلله چې په دیارلس کاله کې يې په پاکستان فشار رانه وړ، چې د سولې پروسې ته دزړه کار وکړي.

د ورځپاڼې په وینا ولسمشر حامد کرزي په خپلو خبرو کې په افغانستان کې دامریکا ماموریت له خیانته ډک وباله.

ولسمشر حامد کرزي د مخه ښې په مراسمو کې ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله ته په پوره ټینګار وویل چې له امریکاسره به په اړیکو کې احتیاط کوي.

نوموړي په ډاګه کړه چې امریکا دلته د خپلو مؤخو لپاره راغلې او د خپلو اهدافو لپاره مرسته کوي.

حامد کرزي د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې څو ځلې له امریکایانو د رسنیو له لارې غوښتي چې شپني عملیات دې ودروي او عام وګړي دې نه وژني، خو لا هم ورته پېښې په شدت سره روانې دي.

ولسمشر حامد کرزي په داسې حال کې خدای پاماني کوله چې نږدې دیارلس کاله يې د امریکا په مرسته واک وچلاوه او د هېواد په سطحه يې پخپله واکمنۍ کې زرګونه، معیوبین، وږي او ډله ییز قبرونه تر شا پرېښودل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د