ټولنیزه برخه

خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه رحمه الله وصیت – (۸)

 – لیکوال: حامد افغان

صلاح الدین الایوبي او تغافل

ابن الاثیر رحمه الله د ستر قائد صلاح الدین الایوبي په حالاتو کې د هغه د لوړو اخلاقو او غوره خویونو یادونه کوي او لیکې: هغه ډیر صبرناک و د ملګرو په تيروتنو به یې ستر ګې پټولې او تغافل به یې کاوه، که له کوم ملګري به یې ناخوښه خبره واوریدله هغه ته به یې څه نه ویل بلکي هغه ته به یې داسي هم نه ښووله چې ده ته یې کومه بده خبر رسیدلې ده، ابن الاثیر وایې: یو وخت صلاح الدین ناست و او له ده سره یوه ډله خلک هم ناست وو په خلکو کې د ده څو مریونه هم ناست وو هغو ټوکې سره کولې په ټوکو کې یوه په بل باندي د بوټ وار وکړ هغه خطا شو او د صلاح الدین خواته ولګیدی ده بل لورته کوم ملګرې ته مخ کړ او له هغه سره یې خبرې پیل کړې او بوټ ویشتونکي ته یې داسي وښودله چې ګواکې ده څه دي لیدلي.

تغافل غوره دیني خصلت ده

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې: تاسو له ګومان نه ځانونه وژغورئ ځکه ګومان د خبرو ډیره دروغژنه برخه ده، عن أبي هريرة قال: قال صلى الله عليه وسلم إياكم و الظن فإن الظن أكذب الحديث. متفق عليه. بد ګوماني ځکه بد کار دی چې انسان تحسس او تجسس ته رابولي، “تحسس ” په ښکاره او حواسو سره د خلکو څارنې ته وایې لکه چاته غوږ نیول او .. او “تجسس ” د خلکو د پټو حالاتو معلومولو ته وایې یعني جاسوسي کول، او له دې دواړو کارونو په حدیث کې منعه راغلې ده لکه رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: لا تحسسوا ولا تجسسوا ولا تقاطعوا و لاتدابروا وكونوا عباد الله إخوانا . متفق عليه. یعني په ښکاره د خلکو څارنه مکوئ او د خلکو په پټو حالاتو پسي مه ګرځئ، له یوه بل سره پریکون مکوئ، یو بل مه پریږدئ او د الله بنده ګان او وروڼه واوسئ.

د خلکو عیبونه پټول، تغافل او ځان ناخبره لرل غوره دیني خصلت دی په یوه نبوي عا کې راغلي: يا من أظهر الجميل وستر القبيح . رواه الحاکم والبیهقي. یعني ای هغه ذاته! چې ښایسته شیان ښکاره کوې او بد پټوې. نو د خلکو ښه خویونه او ښیګڼې ښکاره کول او بد یې پټول الهي صفات دي او مومن ته لازمه ده چې په ځان کې الهي صفات پیدا کړي، الله جل جلاله د انسان خالق او رب دی او بیا هم د هغه عیبونه پټوي نو بنده باید د خپل هم نوعه بنده عیبونه خامخا پټ کړي.

تغافل د لویانو په ویناو کې

په حدیث کې راغلي رسول الله صلى الله عليه وسلم وایې: إن الله يحب الرفق في الأمر كله. یعني الله په هر کار کې له نرمي کولو سره مینه لري، له دې نه هم تغافل فهمولی شو ځکه تغافل هم نرمي ده.

امام ابوحامد الغزالي رحمه الله په “احياء علوم الدین” کې لیکي: عيسي علیه السلام خپلو ملګرو ته وویل: که مو خپل ورور ولید چې ویده دی او عورت یې لوڅ شوی دی څه چل به کوئ؟ هغوی وویل: عورت به یې پټوو، عيسي علیه السلام وویل: بلکي تاسو یې عورت لوڅوئ، هغوی وویل: سبحن الله څوک به داسي کار کوي؟! ده ورته وویل: که یوڅوک د خپل ورور په اړه څه خبره واوري له هغې سره نورې خبرې ملګرې کړي او په خلکو کې یې خپرې کړي دا کار د خپل ورور د عورت له پټولو ډیر سخت ده.

عمرو بن عثمان المکي رحمه الله وایې: د وروڼو له ښوییدنو تغافل او سترګې پټول لویه میړانه ده.

عثمان بن زائدة رحمه الله وایې: عافیت لس برخې ده نه یې په تغافل کې دي، د ده یو شاګرد وایې دا خبره مي امام احمد بن حنبل ته وکړه هغه راته وویل: بلکي د عافیت لس واړه برخې په تغافل کې دي.

اعمش رحمه الله وایې: تغافل د شر لوی لوی اورونه وژني.

أبو بكر بن عياش رحمه الله وایې: کسري خپل وزیر ته وویل: عزت او درنښت څه شی ده؟ هغه ورته وویل: د خلکو له ښوییدنو تغافل کول.

امام شافعي رحمه الله وایې: هوښیار او ځیرک سړی تغافل خوښوونکی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x