نظــر

انترنیت دڅه لپاره؟؟؟

internetانترنیت یوه نړیواله شبکه ده چی په ملیونونو وګړی یی سره تړلی او دجوړیدا هدف یی دخلکو ترمنځ دمعلوماتو او منابعو شریکول دی ترڅو خلک تری ګټه واخلی.

دانټرنیټ په نړی کی بیا هره ویب پاڼه نوم لری او مختلفو مقاصدو لپاره تری ګټه اخیستل کیږی څوک یی دمعلوماتو دپیدا کولو،څوک یی دمعلوماتو دلیږدرالیږد او څوک یی …………. لپاره کاروی په هرصورت دانټرنیټ له نړی څخه هم ښه استفاده کیدای شی

او هم بده خو دا په کارونکی پوری اړه لری چی څنګه یی کاروی.

ددی ویب پاڼو له جملی څخه یوه هم دفیسبوک ټولنیزه ویب پاڼه ده چی په ملیونونو کارونکی لری  

دا هغه ویب پاڼه ده چی په عربی نړی کی دخورا لویو بدلونونو یوه وسیله وګرځیده او لاهم ګرځی

خو دا چی بدلون دټول ملت په ګټه ونو بدون له دی چی څوک د اختلافاتو نقاطو ته متوجه شی دخپل ګډ مقصد لپاره سره یوځای شول او لاهم کیږی چی دنړی دکتاتوران اوس په قفسونو کی محاکمه کوی

له همدی انټرنیټی پاڼی څخه زمونږ نوی افغان ځوان نسل هم  مختلف ډوله استفاده کوی.

هرڅوک یی دخپل ذوق مطابق کاروی، په دوی کی یوزیات شمیر یی ددین او وطن ته دخدمت کولو لپاره کاروی لیکن دهغو شمیر هم کم ندی چی دین اووطن ته سخت زیان رسوی،ډیر داسی دی چی خپلوهیوادوالو ته پری ګټه رسوی لیکن دزیان رسونکو شمیر یی هم کم ندی ،څوک یی …………..لیکن ………… او بلاخره ډ یر داسی خلک شته چی که نور هیڅ هم نه وی خو خپل مقابل لوری ملګری ته ښه خبره رسوی احترام یی کوی عزت یی ساتی خو دهغو شمیر هم کم ندی چی مقابل لوری ته بی احترامی کوی او په سپکو یی یادوی، ځان مسلمان بولی خو مقابل لوری ته دمنافق او …. نورو خطاب کوی اما متاسفانه دا بد مرض په هغو کی دی چی ځان تعلیم یافته او باسواده بولی ،ځان پوه ګڼی خو بل ناپوه ګڼی ،ځان هدایت کړای شوی بولی خو بل ګمراه بولی ،خپل کارورته ډیرلوی ښکاری خو دمقابل لوری جهد او کوشش هیڅ هم نه بولی سره ددی چی دخلکو څخه یی دیادونی غوښتونکی هم ندی دا خو لاپریږده  چی ځینی خو یی لا ځانونه په یو اسلامی حرکت پوری هم منسوبوی.

ایا دوی به د هغه څه په اړه چی وایی ونه پوښتل شی؟؟ هو ، ایا دا فکر یی کړی  چی ځواب به ورته پیدا کړای شی ؟؟ نه

لیکن په دی ایمان هم لری چی پرښتی یی ښه او بد فعل او قول دواړه لیکی او محاسبه کیږی او دا ایت به یی ډیر ځله لوستلی هم وی چی (…..ونحن اقرب الیه من حبل الورید……… مایلفظ من قول الا لدیه رقیب عتید).

نو ای زما مسلمان افغان وروره !!! تا ته نه ښایی چی په داسی بیهوده خبرو خپل او دنورو وخت ضایع کړی زما او ستا ددی خوار ملت غمونه لا څه کم دی چی نور یی هم اضافه کوو.

ملتونه له خپلو تاریخونو څخه عبرت اخلی خو مونږ خپل تاریخ لولواو عبرت تری نه اخلو داهم وایو چی دنجات یواځنی لاره اتفاق دی خو لا هم د نفاق اورته وردانګو په دی هم پوهیږو چی له یولاسه ټک نه خیژی او له یوی لاری بری ممکن ندی خو بیاهم سرزوری راباندی دومره غالبه ده چی که څوک له بلی لاری یاوسیلی ته دګډهدف ته درسیدنی لپاره ګام اخلی نو دتورنو او تهمتونو کمی بیا راسره نه وی خپل عیب راته د ولی منځ ښکاری خو دنورو راته دکلی منځ اخر ترکومه !!!!!

چی مـــــدام د بــــل و عیبو تــــه نــظر کړې                 خــــدای د خپـــــله عیبـــــه ولی بې خبر کړې

کــــه یــــــوه جـــودانه عیب وینې په بل کښی            هغه یو جودانه عیب به یې لـــــوی غـــــر کړې

کـــه دی خپــله ګنـــــاه لـــــویه لکه غر وی                پـــه حیــله حیـله بـــه غــــر د مچ وزر کړې

کـه څوک تــلــه د انصـــاف په لاس کښی در کړی       خــپل ټـــــټو او د بــل اس بــــه برابر کړې

تــــو لعنت دی پــــــه دا هسی مــــــنصفی شه         چــــی د حـــقه و بــاطل و تــــه ګـــذر کړې

او که سره له دی یی هم نه منی نو بیا خو:

(لنا اعمالنا ولکم اعمالکم لا حجة بیننا وبینکم الله یجمع بیننا والیه المصیر)

لیکنه : حلیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x