نظــر

اتل او خاین بېلې کلمې خو د یوه کس لپاره

لیکوال: بهیر بهیر

حامد کرزی د عبدالاحد کرزي زوی او د خیر محمد خان لمسی ۱۳۳۶ هـ ش کال د جدی ۳ نېټه د قندهار ښار ته نژدې د کرز په سیمه کې زېږېدلی دی، د حبیبې په لېسه کې یې زده کړې کړې دي او بیا هند ته لاړ او هلته یې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې وکړې، او ۱۳۶۲ هـ ش کال بېرته پاکستان ته راغی او د روسانو په مقابل کې یې په جهاد پیل وکړ، دی شپږ ورونه او یوه خور لري.
۱۳۸۰ ه ش کال دلوه کې یې له زینت قریشي سره واده وکړ، او تر اوسه پورې د یوه زوی او یوې لور په نعمت الله ج نازولی دی.
په ۲۰۰۱ کال کې د امریکې د الوتکو تر سیوري لاندې کابل ته ننوت او بیا یې تر ۱۳ کلونو پورې د ده د واک دوره وغځېده.
د ده په وخت نژدې څلوېښتو هېوادونو نظامي شتون درلود او په ملیاردهاوو ډالره مرستې هر کال په مختلفو برخو کې هېواد ته راروانې وې.

امنیتي وضعیت:
د ۱۳ کالو په جریان کې افغانستان د نژدې ۳ لکه منظم ځواک (اوردو، پولیس) خاوند شو، خو لکه څرنګه چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خلکو د حقونو په وړاندې دوه ګونی چلند او د بهرنیو هېوادونو لاس وهنې ته زمینه برابره وه، همدا ځواک اوس د هغو د حملو د مهارولو وړتیا نلري او یواځې د خپلو ودانیو په منځ کې له امنیتي وضعې څخه خبرې کوي، لکه څنګه چې دا فوځ د پیسو پرمټ د جګړې ډګر ته روان دی نو د یوه ملي احساس کموالی ورپکښې له ورایه ښکاري، او که مالي سرچینې یې محدودې شي او معاش ورته ونه رسېږي نو د له منځه تللو شک په حقیقت بدلېدلی شي.

اقتصادي وضعه:
په لومړي وختونو(۲۰۰۱ څخه بیا ۲۰۰۷ ) کې چې افغانانو لا د فساد مزه نه وه لیدلې یوڅه پرمختګ په اقتصادي برخه کې رامنځ ته شو، مګر وروسته ورسته داقتصادي نا متوازنې ودې د خلکو او حکومت تر منځ اړیکې زیاتې کړې، بهرني مرستې د څو ځانګړو کسانو جیبونو ته ولوېدې ۳۰۰ میلونه ډالره کموالی یې وموند او د کاریګرې طبقې په ژوند کې هم د پام وړ تغیر رانغی.

روغتیايې چارې:
تردې وړاندې نژدې ۱۰ سلنه وګړو روغتیایې خدمتونو ته لاس رسئ درلود چې دا سلنه نژدې ۶۰ پورې ورسېده، خو د کیفیت په برخه کې کومه ځانکړې پاملرنه نه ده شوې، لا هم مسلکي ډاکتران نه پیدا کېږي، او له پاکستان څخه تاریخ تېرې او بې کیفیته دوادګانې په قاچاق ډول افغانستان ته وارېدېږي.

ودانیزې چارې:
ګه له دې څخه وړاندې د روس اشغال دورې پرمختګونو ته سر ورښکاره کړو، نو راته جوته به شي، چې په دې ۱۳ کالونو کې یواځې او یواځې په شخصي سکتور کې پانګونه شوې ده او بس، که دولتي سړکونه او ودانۍ له ستندر سره پرتله شی نو دواړه باید له سره جوړ شي، د سرکونو عملي بېلګې یې تاسو د کابل په ښار کې کتلی شئ چې د فساد له وجې په لومړۍ میاشت کې د باید بیا له سره قیر شي.

د پخوانیو ټوپکسالارانو ونډه:
پخواني ټوپکیان چې نه یې غوښتل له واکه لرې شي نو ولسمشر حامد کرزي هم په داسې ځایونو چې کارونه کم او د ډېرو پیسو په پوستنو لکه د سولې عالي شوراو، د علماوو شورا، مشاورین… وګمارل.
ویې نه غوښتل چې په تدریج سره واک ورڅخه واخلي او بیا یې په کور کېنوي.

د اوبو لګولو او برېښنا چارې:
بیا هم که د روس دور ته سر ورښکاره کړو نو په دې برخه کې هم ډېرې لاسته راوړنې لرو خو په دې دور کې کرزی ونه توانېد تر څو له بهرنیانو څخه په ګټه اخستو سره کوم د برېښنا او یاهم اوبو کوم بند جوړ کړي بلکې د جوړو بندونو په ساتلوکې هم پاتې راغی، چې د ودرګو د چک او د هلمند د کجکي بندونه یې نمونه دي چې په ډېر بد حالت کې قرار لري.

بهرنی سیاست:
توکیو، شیکاګو، لندن، پاریس، کابل، بن دویمه هغه ناستې دي چې د افغانستان لپاره یې زیاتې اړینې مرستې راجذب کړې.افغان ولسمشر پاکستان هېواد ته تر ۲۰ زیات سفرونه درلودل چې یوه یې هم کومه ګټه نه ده کړې، او په نړیواله سویه یې تر ۱۲۰ پورې سفرونه درلودل، چې په وروستیو کلونو کې یې ستراتيژیک هوکړه لیکونه لاسلیک کړل، امریکا، انګېستان، فرانسه، المان، اېټالیا، استرلیا، ډنمارک، هند، چین هغه هېوادونو دي چې د اوږد مهاله اړیکو د همکارۍ سندونه لري.

د قانون لیکنې او تصویب چارې:
د اقتصاد په برخه کې ۱۳ قانونونه تصویب شول خو د زیاترو په نقض کې حکومتي کسان دخیل ګڼل کېږي، اوهمدارنګه نور قانونه هم د کاغذ پرمخ لیکل او د تصویب له پړاوه اوښتې دي خو د اساسي قانو په شمول چې خپله ولسمشر د اشرف غني ته د انتقال په وخت کې نقض کړ. او ویې نه غوښتل چې کومه پاملرنه ورته وکړي.

د معدنونو وضعه:
د اوسپنې، مېسو، تېلو ، ګازو، او قېمتي ډبرو په برخه کې ډېر قراردادونه وشول چې لاهم کوم کار ورباندې نه دی شروع شوی او پنجشېر، بدخشان… کې لاهم غیر قانوني کېندنې دوام لري.

د پوهنې وضعیت:
د کرزي له دور نه وړاندې یواځې یو میلون تنه زده کونکي ښوونځیو ته تلل، او د ښوونځیو شمېر تر دوزرو شا او خو اټکل کېده خو اوس د هېواد ټولو سیمو ته د پوهنې جریان رسېدلی،چې نجونې هم ورپکښې شاملې دي ۱۷۷۰۰ ښوونځي لري، ۳۰۰ ښوونځي په جنوب کې بند دي، خو کیفیت په ټیټوالي کې یې دپام وړ تغیر راغلی دی او نشي کولی له نړۍ سره د ستندر نیمايې سطحې ته هم ورسېږي.

د ښځو وضعیت:
د طالبانو له تګ وروسته د کرزي په غوښته او رسینو په مټ د دوی د ازادۍ په برخه کې د پام وړ تغیر راغی، خو د خپلې مېرمنې څېره یې لا تر اوسه پورې چا ونه لیده.
بس هماغه پخوانۍ خبره سړی څه ووايي دا سمه ده چې د کرزي ځینې کارونه به د ستایلو وه لکن خو داسې نه ده چې دی د افغانستان د نجات ملایکه وه، که چا د کرزي په دولت کې په ډالري معاش کار کړی وي، نو دومره خو به هم حرامنمکه نه وي چې اوس ورپسې بد او رد ووايي که نه حالت خو تا سو وینئ او مه غواړئ چې تاریخ ته تغیر ورکړئ، ځکه دا به د راتلونکي نسل په حق کې یو لوی او نه جبرانېدونکی ظلم وي.

بهیر بهیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x