افغانستان

خلیلي او محقق د وزارتونو په وېش غږېدلي

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): کره سرچينې وايي چې د ولسمشر حامد کرزي مرستیال او د تحول او تداوم ډلې پلوی کریم خليلي او د اصلاحاتو او همپالنې ډلې مرستیال محمد محقق د خپل قوم لپاره د وزارتونو په وېش سره غږېدلي دي او د ځینو مهمو وزارتونو اړوند يې د خپلو اشخاصو پر ټاکلو غور کړی دی.

یاد دواړه مشران چې په ټاکنیزو ناندریو کې يې پر یوبل د درغلۍ  کلک تورونه لګول، اوس يې پر دې غور او خبرې کړې دي چې خپلو قومي پلویانو ته وزارتونه او مهمو وزارتونو ته خپل وړ اشخاص وټاکي.

د سرچينې په قول د دواړو هزاره مشرانو په خبرو کې پر دې پرېکړه وشوه، چې د روغتیا وزارت لپاره ډاکټر حبیبه سرابي، د پوهنې وزارت لپاره محمد ناطقي، د ترانسپورت وزارت لپاره ډاکټر یاسا او د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت لپاره به احسان الله بیات و ټاکل شي.

ویل کېږي چې دوی دغه لومړۍ ناسته نهايي ونه ګڼله او ويلي يې دي چې وروسته به بیا  هم پر دې موضوع ناستې کوي.

تېره یکشنبه ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډ حکومت سره راضي شول او د واک په مساوي وېش جوړجاړي ته ورسېدل.

تر دې وړاندې له کابله خپرېدونکې «هشت صبح» ورځپاڼې د کره سرچینې له قوله ويلي و، چې دواړه نوماندان د نږدې ټولو وزارتونو پر مساوي وېش هم راضي شوي دي.

یادې سرچينې ويلې دي چې دوی د کره اسنادو له مخې په انګلیسې ژبه داسې سند موندلی چې دواړو نوماندانو پخپل منځ کې وزارتونه سره ويشلي دي.

د سند له مخې د ماليې، د کليو او پراختیا، د اوبو او انرژې، د فواید عامې وزارتونه او د مرکزي بانک ریاست او ځینو نورو وزارتونو ته به د ډاکټر اشرف غني په خوښه اشخاص معرفي کېږي او همدارنګه به د دفاع وزارت، د ګمرکاتو اوعوایدو معینت، اقتصاد وزارت، د ښار جوړلو وزارت، د معادن او پترولیم وزارت، د سوداګرۍ او صنایعو وزات او ځینو نورو ته به د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري د خوښي وړ څوک ور معرفي کېږي.

د سرچینې له قوله په دې سند کې د ملي امنیت ریاست د «ملي امنیت د خدماتو اداره« په نامه یاد شوی دی او ویل شوي دي چې وزیر به يې د ولسمشر له لوري معرفي کېږي.

د شنونکو په قول که هر قومي مخور د «ملي حکومت» له نامه په ګټې خپلو خلکو ته د کارلپاره هڅه وکړي، نو ډېر هغه استعدادونه به بې کاره پاتې شي، چې واسطه ونه لري.

له بله اړخه اټکل کېږي چې د هرچا د خوښې په نظر کې نیولو سره به د ګډ حکومت وړاندې تګ سخت وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x