نظــر

ځوانان د غيراخلاقيت، غير افغانيت او غير اسلاميت په لورې

heir_dresser_in_kabulاسد الله اسلامي  

په دې کې هيڅ شک نشته چې ځوانان د يوې ټولنې تر ټولو مهم قشر(برخه) گڼل کيږي او په ټولنه کې خورا ارزښتمند رول لوبولاى شي.

خو دا په هغه صورت کې چې ځوانان په يوه سالمه ټولنه کې په سالمه توگه روزل شوي وي. همدا  ځوانان دي چې د يوه هېواد هره څانگه که هغه سياسي وي که پوځي (نظامي) که اقتصادي وي او يا هم ديني پرمخ وړي.

ځوانان په دغو څانگو او برخو کې له خپلو علمي استعدادونو، پوهې ، نوښتونو، ځوانې انرژۍ ، تاندو او تازه فکرونو او نظرونو څخه په استفادې کولاى شي چې دغو يادو څانگو ته په زړه پورې پرمختگ او وده ورکړي.

لنډه دا چې که مونږ تيرو تاريخونو ته ځير شو نو وبه گورو چې همدا ځوانان وؤ چې د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې يې اوښتونو نه او انقلابونه رامينځ ته کړيدې او هغه يې په خپلو ځوانو او تاندو جذبو بري ته رسولي.

په افغانستان کې هم همدا ځوانان وؤ چې پاڅونونه يې کړى بدلونونه يې رامينځ ته کړى که د ظاهر شاهي استبدادي حکومت خلاف چاغږپورته کړى نو همدا ځوانان ؤو که د غويى (ثور) سورکمونيستي انقلاب چارامينځ ته کړى وؤ او که د کمونيزم خلاف چا پاڅون کړى نو هم ځوانان وؤ او که چا بيا د کمونيزم خلاف جهاد کې په ميړانه سره مبارزه او مجاهده کړى نو هم ځوانان وؤ.

او که اوس د صليبي اتحاد په وړاندې چا مبارزه او جهاد پيل کړى نو هم ډيرې په کې ځوانان دى.

خو افغانستان ته د غربي ديموکراسۍ تر راتلو وروسته زمونږ سني او مسلمانه ټولنه  چې ځوانان يې اکثريت جوړوي د انحراف او بې لارئ په لورې ورسم کړل چې په ترڅ کې دغه مهم قشر د بې بندوبارې ډيموکراسۍ څخه په ناوړه گټه اخيستلو ړوند تقليد ته لاس واچوه  چې په پايله کې مو دغه ځوانان څوک د غربي کلتور څوک د ايراني او څوک د هندي کلتور خپلولو او اختيارولو له کبله د افغانيت يعنې د افغاني ملي او اسلامي کلتور څخه مخ واړوه او په يوه غير افغاني او غيراسلامي جامعه يې ځان سمبال او سينگار کړ.

دغه ړوند او وچ تقليد مو افغاني ټولنه او اسلامى ټولنه د اخلاقي فساد او بحران سره مخ کړه چې په ټولنه کې يې گڼي ناخوالې او غير اخلاقي کړنې رامينځ ته کړي.

مونږ او تاسو وليدل چې مينه او مينه بازي (عشق او عشق بازي) زمونږ د هر ځوان بوختياد (مشغولا) ليوالتيا (شوق) کار او ارمان وگرځيد. چې تراوسه د لانور شدت سره له ښارونو څخه کليو او بانډوته چې ډيره سنتي، افغاني او اسلامي ټولنه گڼل کيږي ته لار وکړه او دښار د تعليم لرونکي ځوانې پوړ (طبقې) څخه ساده او بې تعليمه کليوالو ځوانانو په تقليد او الهام اخيستلو د هغوى څخه هم واړوله.

ځوان پوړ يواځې دا نه چې غير افغانيت او غير اخلاقيت ته مخه کړه بلکه تر ټولو مهمه او دردوونکې داده چې د غير اسلاميت په لورې يې هم د گامونو اخيستلو څخه سپماونکړه، چې د هغې څخه د پينځه وخته لمونځونو پريښودل اويا په کې بې باکي او غفلت کول، ديني تعليم ته زړه نه ښه کول دديني او مذهبي قشر (عالمانو، ملايانو… ) پسې بدې ردې او بې احترامې کول،شرابو، زنا، لواطت، موسيقي لنډه دا چې هر فسق، فجور او ناروا کړنې (عمل، ) باندې يې لاس پورې کړ پرته له دې چې دا په ياد ولري چې هغه مسلمان دى او په يوه مسلمان هېواد او ټولنه کې ژوند کوي.

پوهنتونونه، ښوونځي، دفترونه، بڼونه (پارکونه) او نورې گڼې ادارې او ځايونه دفيشن، سينگار او موډ د سيالئ مرکزونه شول.

ډول ډول ويښتان جوړول په محمدي سنت(ږيره) باندې ملنډې وهل او په هغو بڼو يې جوړول چې شايد غربيان يې هم په جوړلو د شرم احساس وکړي.

خو زمونږ ځوانانو په ډير افسوس يواځې دانه چې جامه بدله کړه بلکې په بشپړه توگه يې (١٨٠) درجې بدلون وموند، د هغوى چلند، د هغوى کړنې، د هغوى عادات، د هغوى خبرې د هغوى تگ، د هغوى ناسته ولاړه لنډه دا چې هرڅه د يوه چا څخه په تقليد پردي شول او بدلون يې وموند.

منظور او موخه يې د يوه چاڅخه د تقليد داده چې د هندي، ايراني، ترکي او غربي سريالو ډرامو او فلمونو د هلکانو او نجونو څخه يې هرڅه کاپي کړل.

د ځوانانو په خواکې د دوى کورنئ هم هغو مره گرمې او ملامته دي څومره چې ځوانان دي دغو کورنيو د دغسې کولو اجازت ورکړى ځکه (زمينه) يې ورته مساعده کړې د هغوى په بدکار او عمل يې هغوى رټلي او اصلاح کړي نه دي.

پاتې شوه د نظام او حکومت خبره هغه خو مونږ ته پته ده چې څنگه نظام دى او په دغه ټولو برباديو او بې لاريو کې يې څومره رول لوبولى او نور هم غواړي چې د اسلامي ټولنه د غرب د تباه شوې ټولنې په شان کړي.

خو زه له حکومت څخه نه بلکې ددغو ځوانانو څخه د دوى د کورنيو څخه دا هيله او گيله کوم چې ځانونه مو په خپله د هلاکت او تباهۍ کندې ته مه غورځوئ مونږ او تاسو نور ډيرکارونه او مسئوليتونه لرو چې بايد هغې ته پام وکړو نه دا چې يواځې په ځان پورې ونښلو چې څنگه ځان سينگار کړو څنگه په موډ او فيشن او تقليد کې د نورو څخه مخکې شو.

مونږ او تاسو باندې زمونږ هېواد چې د صليبيانو لخوا نيول شوى زمونږ دين ، زمونږ ټولنه ډير حقونه او فرضونه لري مونږ ته په دغه اوسني عصر او پير او حالت کې ډيره سخته اړتيا لري.

مونږ او تاسو ځوانان په خپلو سترگو وينو چې په هېواد کې مو څه روان دي څه نه کيږي په اسلامي نړۍ څه مصيبت راغلى دا هرڅه زمونږ څخه زمونږ د حقونو او مسئوليتونو اداء کولو غواړى نو راځئ چې خپلو دغو اسلامي او ملي مسئوليتونو ته پام وکړو او سرله نن څخه اسلامي او انقلابي ځوانان شو.

ان شاء الله

د همداسې احساس او درد د راويښيدو په هيله والسلام

اسدالله اسلامي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x