نظــر

قلم او ټوپک / دعبد الغفور پېروز په قلم

Tactical-Pen-Trio-Pistolقلم اوټوپک / دعبدالغفورپېروزپه قلم

لوېديځ ديرغمل نيونې ، تېري اويرغلونو په دې توپان کي يو پروپاګنډ دا پيل کړی چي افغانان دي دټوپک پرځای قلم واخلي ، ليک لوست دي زده کړي ، دعلمي انکشاف په وده کي دي خپله وړتيا او پياوړتيا زياته کړي ، ټوپک تباهي ده ، هلاکت اوله تخريب پرته بل څه نه شي ګټلای .

په ظاهره دا خورا په زړه پوري او جالب شعارونه دي ، تش په نوم اديبان ، ژورناليستان ، ليکوالان ،

روڼ اندي اوله معنوي ارزښتونو منکر مادي پال هم په خپلو ليکنو، شعرونو، مقالو او ويناوو کي دلوېديځو غولوونکو شيطاني ادارو دا شعارونه په خورا زور وشور ورسره بدرګه کوي اوپه هره ناسته ، جلسه اوغونډه کي ورته بې حده ډېر تبليغات کوي اوظاهراً خپل همدا دريځ ورته ډېر منطقي ښکاري.

سمه ده چي قلم سپېڅلی دی ، ملتونوته پرمختګ وربخښي ، دعلم په ډېوو دجهالت تيارې رڼا کوي ، د پوهي په زرينو پلوشو دناپوهۍ تياره انګړونه ځلوي ، ملتونه دپرمختګ هسک اسمان ته خېژوي ، سوکالي راوړي او ويدو زړونو ته په خپله پسته ژبه د ويښتيا پيغام رسوي .

قلم دی چي موږ ته دتېر وخت هر ډول داستانونه بيانوي ، علوم وفنون راته ښيي ، دښه وبد په لارو چارو مو پوهوي ، دبدو او ښو خلکو په خواږه اوتريخ برخليک مو خبروي ، په ټولنه کي درڼا منارونه دروي ، عاطفه اوالفت راته ښيي ، مينې ته موهڅوي ، له تهذيب اوتمدن سره مو اشناکوي ، دمعنويت اوماديت مقام راپېژني ، درڼا او تيارې توپير راته په ګوته کوي ، ړوند او بنا راښيي، په ټولنيز، انفرادي ، علمي ، کولتوري ، سياسي اوپوځي چاروکي بصیرت رابخښي ، په ګټه او تاوان مو پوهوي اولنډه داچي دژوند په هره نېکمرغي مو خبروي خو که همدا قلم ناسم وکارول شي اوناولې ګوتې ورڅخه کار واخلي بيا ترټوپک ډېرخطرناک ، ويجاړوونکی اوتاواني دی . بيا د رڼا پرځای تياره، دعلم پرځای جهالت ، دنېکمرغۍ پرځای بدمرغي ، دسولي پرځای ګډوډي اودپرمختګ پرځای شاتګ خپروي .

همدارازټوپک دځان ساتنې وسيله ، ددفاع اله ، ددښمن په وړاندي دمقاومت وسله ، دتېري په وړاندي دتېريګرووژونکی ، دحريت سبب ، دجهاداله ، دننګيالووياړ، دسرښندونکوافتخاراودحق پالولپاره دحق په ساتنه کي يومرستندوی دی . خوکه په ناسم ډول وکارول شي نودبې ګناه انسانانوژوندله منځه وړي ، انساني ژوندناارامه کوي ، دعلم ، پوهي اوپرمختګ مخه نيسي ، تهذيب اوتمدن ختموي ، اسلامي اوانساني ارزښتونه ترپښولاندي کوي ، وحشت اوځناورتوب خپروي ، دجنت پرځای دوزخ ته لارهواروي ، ظلم اوتېري ته وده ورکوي ، دعدل اوانصاف مخه نيسي اوپه انساني ټولنه کي دوېري ، ډار، وحشت اوترورفضارامنځ ته کوي .

اسلام که له يوې خواقلم ستايي ، خلک ورته هڅوي ، قرآن قسم پرې خوري ، په عملي اونظرياتي ډول دهغه ارزښت په ډاګه کوي اوټولوخلکوته دهغه دخپلولودعوت ورکوي نوبل لورته ټوپک هم له پامه نه غورزوي دهغه اهميت هم په ډاګه کوي ، داستعمال مناسب ځای يې په ګوته کوي اوخپلوپيروانوته وايي چي په دغوځايونوکي پرتاسودټوپک کارول فرض دي که مواستعمال نه کړګنهکارياست ، الله جل جلاله عذاب درکوي ، په دنياواخرت کي موپه ډول ډول کړاوونواخته کوي اودنه کارولوپه صورت کي مودښمن درباندي مسلطوي اوپه ژوندکي به موپه داسي ازموينومبتلاکړي چي له ټوپک پرته به هيڅ شی ګټه ونه لري .

لنډه داچي په اسلام کي هم قلم مهم دی هم ټوپک . ديوه خپلول اودبل پرېښودل داهم داسلام حکم نه دی اوپه دواړوکي ترټاکلوحدودوتېری هم داسلام حکم نه دی په دواړوصورتونوکي بربادي ده ، هلاکت دی او اسلام يې غندنه کوي .

دتاريخ په اوږدوکي موږددواړوخواووبېلګي ليدلې دي . اندلس داسلامي تاريخ هغه دردوونکی باب دی چي تاريخ لوستل يې سړی دقلم اوټوپک دواړوپه مقام اواهميت خبروي ، اندلس يووخت دعلم ځانګو، دټولي نړۍ لپاره دعلم ډېوه ، دتمدن اوپرمختګ نړۍ واله بېلګه ، دمسلمانانودوياړشمله اودمسلمانانوديني اوسائنسي پوهانودهڅواوزيارنه هېرېدونکی سمبول وو. هلته هم توره وه هم قلم ، که به استادپه مدرسه اوښوونځي کي شاګردان دعلم په وړانګونازول ، نومجاهداوغازي به دخپل سرپه بيه دعلم نتايج اومحصولات خوندي کول ، دښمنان يې نه پرېښودل چي دمسلمانانوپه وينواوخولوجوړشوي علمي مرکزونه له منځه يوسي ، دپوهي زرينې ډېوې مړې کړي اواسلامي نړۍ دعلم اوعرفان له دې بې ساري رڼامحرومه کړي، خوکله چي مجاهدخپله توره بې ځايه وکاروله ددښمن پرځای يې دورورپه وژلوشروع وکړه ، قلموالوملت ته داسلام داصل پيغام پرځای دپردوستاينې پيل کړې ، له دښمن سره اوږه پراوږه يې دمسلمان ملت په عقيدوي ، اخلاقي اوټولنيزفسادکي مرسته وکړه نوهغه ووچي اندلس دعيسايي يرغلګرومنګولوته ولوېد، مسلمانان يې په خپلوکورونوکي په خپلووينوولمبول ، دتل لپاره دمسلمانانوله لاسه ووت ، داسلام ډېوه مړه شوه ، مسجدونه په کليساووبدل شول ، دقرآن ځای انجيل ونيواوداذان ملکوتي ناره دتل لپاره هلته خاموشه شوه .

نن لوېديځوال په دې هڅه کي دي چي موږپه دې وغولوي چي تاسودټوپک پرځای قلم واخلئ ، زده کړې وکړئ ، جګړه مه کوئ اودعصري نړۍ له نويوغوښتنوسره سم دلوېديځ په وړاندي سرټيټ کړئ ، ځانونه دهاليوډاوبالي وډفلمي ستوري کړئ ، په قلم ټوکي ټکالې وليکئ ، ادبي فنون ، شعر،لنډدروغ اوپه اخلاقي فسادککړموادوليکئ خوپه خپله يې ټوپک اخيستی اودقلم پرځای دټوپک په شپېلۍ اوالوتکې په بم خبرې کوي په داسي حال کي دقلم غوښتنه داده چي سړی په يوه لاس قلم اوپه بل کي ټوپک ونيسي په قلم ددښمنانوناولي عزائم،کرغېړن نېتونه ، دسيسې ، ظلمونه اوتېري په ډاګه کړي اوپه ټوپک يې پرسروويلي ، مسلمانان ددوئ له ظلمه خلاص کړي ، دتېري مخه يې ونيسي اوداورته په ډاګه کړي چي مسلمان له قلم سره سره دسنګراومورچل اتل هم دی .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x