نظــر

دزده کړيال حذيفه پر شهادت يو تاثر او د هغه ځواب

سلام عليکم وروڼو ، داسلام اباد دنړيوال اسلامي پوهنتون د اصول الدين دپوهنځي زده کړيال او د عزيز تفاسير دليکونکي اومصنف دزوى دشهادت خبر مې نن په فسبوک کې وليده نو دفسبوک له لارې مې ددوستانو اودهغه دکورنئ سره  دپيغام دلارې خپله غمرازي ښکاره کړله او دهغه په اړه مې دځوان ليکوال زاهدجلالي معلوماتي ليکنه هم ولوسته خو زه چې دلته ويل او يا شريکول غواړم هغه دادي چې شهيد ورور حذيفه

 

 

ولې سره ددې يې چې زده کړوته مخه کړې وه ولې يې دغه زده کړې په نيمايي کې پريښودې او وسلې ته يې لاس واچوه که دهغه هدف او موخه وسله واله مبارزه او جنګ و نو بيا دومره زده کړو ته څه ضرورت و چې ده کولې خو له لومړي سره به يې دنورو مجاهدينو سره په سنګر کې وسله واله مبارزه کوله لوړو زده کړو ته يې څه اړتيا وه؟

ورونو دهر چا دنده او وجيبه معلومه ده مجاهد به په سنګر کې وسله واله مبارزه کو ي او ددښمن سره به په جګړه اخته وي ، زده کړيال او محصل په خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او په خپله څانګه ، رشته او دخپل مسلک په دايره کې خپله ديني ،ايماني او ملي دنده او وجيبه ترسره کوي.

وروڼو تاسې به وايئ چې د دا مهال او په داسې موکه څه ګډې وډې شروع کړي خو ورونو زه بايد دا ووايم چې زما دهغه په شهادت څه نيوکه نشته او نه دا حق لرم خو څه چې زه دلته واضح کول غواړم هغه دادي چې ګران حذيفه کولاى شو ل خپله دغه مبارزه او خپل ټاکلي هدف دخپلو زده کړو او په خپل مسلک کې دخدمت لا لارې چې دا مهال زمونږ هيواد ورته ډيره اړتيا لري ترسره کولاى او لاس ته راوړلاى شو په ځاى ددې چې يې وسلې ته لاس کړى و لکه څنګه چې مخکې ما يادونه وکړه چې د هر دنده او وظيفه معلومه وي او دهماغې لارې خپل هدف ته درسيدو کوښښ کوي هيڅ مسلمان دشهادت دمرګ څخه انکار نه کوي بلکې ارزويې وې چې الله ورته داسې مرګ ورپه برخه کړي لکه دشهيد حذيفه .

خو زه په اصل کې له دې سره اختلاف لرم چې يو محصل دې ولې په داسې حال کې چې دهغه زده کړې لا روانې و ي وسله وال سنګر ته ورودانګي، بيا نو ديوه محصل دلوړو زده کړو دکولو هدف اوګټه څه شوله چې هغه په هغه خپل مسلک کې دنده او خدمت ونه کړي .

وروڼو مونږ دجګړې په سنګر کې الحمدالله ډير ځوانان لرو او هيڅ داسې تشه او کمښت نشته چې په زده کړوبوخت محصلين او ځوانان دې هم ورودانګي زمونږ هيواد دا مهال دا ډول محصلين او پا تعليمه ځوانانو ته هم اړتيا لري او دغه تحريکي او هدفي ځوانان کولاى شي دخپل مسلک دلارې خپلې مپارزې ته دوام ورکړي او خپل ټاکلي هدف ته درسيدو کوښښ وکړي.ورونو په اخرکې داويل غواړم چې زه دهدف خلاف نه يم خو هدف ته دورغلې لارې او په دغې لارې د ورغلي کس.

واسلام ،

اسدالله اسلامي

—————–

د پورتني تأثر په اړه د نن ټکی آسیا د همکار شاهد غزنیوال ځواب

محترم ورور اسدالله اسلامي صاحب !

تاسو دشهید حذیفه ورور په شهادت ښه تاثر لرئ ، خوداچې  ستاسو دتأثر خطاب   شخصا شهید حذیفه  ته متوجه دی  او فعلا هغه رحمه الله  نورپه داسې حال کې نه دی چې په ښکاره سره ستاسو د دغه مخلصانه تأثر  ځواب وو ايي .

لهذا مونږ غواړو  دهغه  په استاځي توب ستاسو ددغه مثبت تأثر په وړاندې داسې عرض کړوچې :

ریښتیاهم چې زمونږ هیواد او مسلمان ولس په علمي اومسلکي لحاظ  داسې کسانوته ډیر ضرورت لري چې هغه  دیوې سالمې دیني مفکوري لرونکي  اوله علمي پلوه دښه مهارت اواستعداد څښتنان وي د دغسي کسانو شتون زمونږدټولنې ترټولو اساسي ضرورت دی .

مونږ وینو چې نن زمونږ په هیوادکې  دعلمي کدرونو په نوم ډیر کسان شتون لري او دهغوئ په لاس کې دنړیوالو مرستو هغه بی شمیره ملیاردونه  دهیواد دبیارغاونې په نوم ښکته  پورته کیږي ،خوداچې دغه  کدرونه  نه  په دیني مفکورې سمبال دي اونه هم له خپل هیواد سره اخلاص لري مونږ ګورو چې دهماغو بیشمیره میلیاردونو له شتون سره سره  بیاهم زمونږ بیوزله هیواد وال دیوې ګولې ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره دخپلو اولادونو خرڅولو ته مجبوریږي .

نو په ټولنه کې دمخلصو مسلکي مسلمانوکدرونو موجودیت خو زمونږ ضرورت دی ، خو دشهید حذیفه او دهغه دسپیڅلې لارې دلارویانو بیا خپل خپل ضرورت اوغوښتنې شته دي چې هغوئ  ته بیا دژوند تر ټولو ضرورتونو هماغه خپلې غوښتنې او ضرورتونه مهم ښکاري.

هغوئ خپل ارجحیتونه  مهم بولي اودهغو په لټه کې آن دخپل سر او روح په بایللو هم دریغ نه کوي .

چې کولای شو دهغوئ دغه ضرورتونه اوغوښتنې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دغه مبارک حدیث کې  ولټوو.

عمير بن الحمام.. جاء يوم غزوة بدر فقال: يا رسول الله، أرأيت ان  قاتلت هؤلاء فقتلوني أأنا في الجنة؟ قال صلى الله عليه وسلم:’ نعم’ ثم قال النبي صلى الله عليه وسلم:’ قوموا الى جنّة عرضها السموات والأرض’، فقال عمير: بخ بخ، فقال له النبي صلى الله عليه وسلم’ ما يحملك يا عمير على قول بخ بخ’، قال: أرجو أن أكون من أهلها، فقال له النبي صلى الله عليه وسلم:’ أنت من اهلها’ فكانت في يد عمير تمرات يأكلها فنظر الى التمرات وقال: اما بيني وبين الجنة الا هذه التمرات، وانها لحياة طويلة، فألقى التمرات، ودخل فقاتل ومات شهيدا. رواه مسلم 4892 والامام أحمد 3136.

ژباړه : عمیر بن الحمام دبدردغزاپه ورځ درسول ا کرم حضورته راغی او له هغه نه یې وپوښتل : ای دخدای رسوله که زه له دغو مشرکینو سره مقبله وکوم او هغوئ ماووژني ایا زه به  بیا په جنت کې یم ؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: هو!

بیا محمد صلی الله علیه وسلم اصحابو ته وویل چې تاسو ولاړ شئ دخدای دهغه جنت ترلاسه کولو لپاره چې دهغه پراخوالی دآسمانونو او ځمکو دپراخوالی په شان دی !

عمیر رضی الله عنه وویل : بخ بخ !

محمد صلی الله علیه وسلم تري وپوښتل ؟ عمیره داکلمي (بخ بخ ) دې ولي وویلې؟

عمیر ورته وویل : زه له الله تعالی څخه داغواړم چې ما دهمدي جنت مستحق وګرځوي.

محمد صلی الله علیه وسلم ورته وویل : ته دهغه مستحق یې!

په دغه وخت کې دعمیر رضي الله عنه په لاس کې څو دانې خورماوې ولې ، هغوئ ته یې وکتلو او ویې ویلو چې زما اودجنت ترمنځ دغه خورماوې دې  (دهغو خوړل) اودا ډیر اوږد وخت دی ؛هماغه وه چې هغه خورماوې یې وغورځولې  او دجګړې په لیکه ورګدشو ،ترهغویې له مشرکینوسره جګړه وکړه ترڅو په شهادت ورسیدو .

دغه حدیث شریف امام مسلم روایت کړی دی .

محترم ورور اسلامي صاحب !

نن هم  په افغانستان کې دحضرت عمیر بن الحمام رضی الله عنه  په لاره تلونکي  دشهید حذیفه اودهغه دسرښندونکو پلویانو په شان ډیر داسې ځوانان شته چې دجهاد او شهادت په لاره کې حتی دڅو دانو خورماوو خوړلو وخت هم  په ځان بوج بولي  او دټولو مادي خواهشاتو ، ضرورتونو او غوښتنو په پریښودلو سره  دشهادت او قرباني   ډګرته وردانګي .

هغوئ ته دخپل هیواد اوخپل ولس  دخدمت کولو اودهغوئ دآزادي لپاره تربل هرڅه همدغه  لاره مهمه ښکاري ځکه نو خپل ژوند ،خپل مسلک ،خپل تحصیل او هرڅه تردغې قیمتي لارې قربانوي .

الله تعالی دي دهمدغو بختورو دغه اخلاص او شهادت قبول او دهغوئ له برکته دي زمونږ ګران هیواد دخپلواکي ، سوکالۍ اوآرامي له نعمت نه برخمن کړي .

وماذلک علی الله بعزیز.

—-د شهید حزیفه عزیز په اړه نوري لیکني—-

۱- څو شیبې له شهید حذیفه سره

۲- شهيد حذيفه…له نوې ملګرتيا تر وروستۍ خدای پامانۍ

۳- د وتلي شيخ القرآن پخواني جهادي شخصيت د زوى د شهادت په وياړ

۴- دزده کړيال حذيفه پر شهادت يو تاثر او د هغه ځواب

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x