نظــر

د وتلي شيخ القرآن پخواني جهادي شخصيت د زوى د شهادت په وياړ

په ډيره  خواشينۍ سره ووايو چې د هيواد د مشهور ديني عالم، وتلي او نامتو مفسر، ، پيژندل شوي پخواني جهادي شخصيت، په پښتو ژبه کې د هر اړخيزه مفصل په ديارلس ټوکه کې چاپ شوي  لامثال تفسير ((عزيز التفاسير)) د مؤلف د ننګرهار ولايت د غني خيلو اوسيدونکي مولوي صاحب سلطان عزيز  ((عزيز)) کشرى زوى حذيفه عزيز د تيرې شنبې په ورځ سهار مهال د ٢٢ کالو په عمر له خپلو دوو تنو نورو ملګرو سره،

چې يو يې دده د تره لمسى د پخواني جهادي قوماندان يار محمد کوچي زوى وه، د ننګرهار  د تور غره په لمنو کې د صليبي وحشيانو او د هغوى  تورمخو مزدورانو سره د يوې شپې مخامخ جکړې او مقاومت څخه وروسته  د شهادت عالي مقام ته ورسيدلو، پدې توګه يې د دې نيمګړې دنياګۍ له کړاوونو ډک ژوند سره يې د تل لپاره  په مخه ښه وکړه، اود جنت په باغچو کې يې له مزو او خوندونو ډک نه ختميدونکى ژوند پيل کړلو- ان شاء الله-.

ګران شهيد حذيفه عزيز  د پيښور د جلوزو کيمپ د النور عالي ليسې له دوولسم ټولګي څخه فارغ او اوس مهال د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتون  د اصول الدين  پوهنځي محصل وه.

الله پاک ډير زيات کمالات ورکړي وه، ښائسته دنګه ونه يې درلوده، د ښې ديندارې، مجاهدې او علمي کورنۍ غړى وه، د ښو او غوره اخلاقو يوه بيلګه او نمونه وه، دين او دينداري يې شعار وه، ناسته ولاړه، راشه درشه يې له ښو او دينداره خلکو سره وه.

د قوي بصيرت خاوند وه، بادرده، با احساسه، او بادرکه ځوان وه ، د دين او وطن په غم ستي وه، د صليبيانو او د دوى د پليتو مريانو په وړاندې يې جهادي ولولې او د الله په لار کې له شهادت سره مينه يې له کنترول څخه وتلي وه، آن چې يو وار يې له والد صاحب څخه د فدايې عملياتو اجازه هم غوښتې وه.

د خپل صداقت له برکته به يې کله کله ډير رښتيني او زيري ورکوونکي خوبونه ليدل، څو وارې يې له رسول الله ( صلى الله عليه وسلم) سره په خوب کې د ملاقات شرف هم  په نصيب شوى وه.

تل پدې هڅه او هاند کې وه چې د خپلې کورنۍ له غړو، خپلوانو، انډيوالو او نورو پيژاندو شتمنو خلکو څخه د مجاهدينو لپاره مالي  کومک جلب کړي، په همدې وروستي ځل چې سنګر ته تللو د مجاهدينو د روژې ماتې او پيشلمي لپاره يې يوه اندازه خوراکي مواد رانيولي وه او  له ځان سره يې انتقال کړي وه، الله دې ترې قبول کړي او په جنت الفردوس کې دې يو په څو چنده بدلې او ثوابونه ورکړي.

همدغه د الله ورکړي کمالات، او دده رښتيني جهادي احساسات وه چې الله پاک پرې د شهادت په څير  داسې ستر نعمت پيرزو کړ چې د الله تعالى له هر راز ګناوو څخه معصوم او پاک پيغمبر يې درې ځله تمنا او آرزو کړې ده.

د روان جهاد په صف کې د ډيرو داسې ديندارو او پوهه کسانو شتون د روان جهاد په اړه د ټولو هغو شکونو او سوالونو لپاره تر ټولو ښه او عملي جوابونه دي کوم چې داسلام دښمنان يې د خلکو په منځ کې تيتوي.

باور وکړۍ د دغسې پاکو، نازولو، تنکيو تعليم يافته شهيدانو د ليدلو او د دوى د کيسو له اوريدو څخه وروسته چې بيا هم څوک د روان جهاد او مجاهدينو په اړه بې اعتنايي کوي، شکونه پرې کوي او لا تراوسه  د دوى حقانيت نه مني، د دغسې کسانو په هکله هماغه د منافقانو په هکله د الله پاک قول را په زړه کيږي چې فرمايي: ((صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لاَ يَرْجِعُونَ)) ترجمه: دوى کاڼه دي (د حق له اوريدلو نه) ګونګيان دى (د حق له ويلو نه) ړانده دي (د حق له ليدلو څخه) نو دوى بيرته نه راستنيږي (له ګمراهۍ څخه)..

په رښتيا سره که دوى کاڼه، ړانده، کم عقله او نادانه خلک نه وي هيڅکله به د روان جهاد، مجاهدينو او د دغسې نازولو او الله ته ګرانو شهيدانو په هکله بې ځايه کلمات ونه کاروي او نه به شکونه پرې وکوي.

د کابل  مزدور دولت ته په چلنج ورکولو سره وايو چې دوى دې په خپل ټول دولت کې  زمونږ د دې اتل شهيد حذيفه  په شان اقلا يو کس پيدا کړي چې د مادياتو له تمې ورکولو پرته داسې سترې قربانې ورکولو ته تيار شي!!

د دې ګران پتيالي شهيد په شان دې تنها يو کس پيدا کړي چې دده په اندازه زده کړه يې کړې وه يانې د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتون په څير د يوه منل شوي پوهنتون زده کوونکى وي، د دې ګران په څير کورنى شتمن وي، دده په څير کور او کلي کې ټولو ته ګران او ښاغلى وي، د همده په شان ښه شهرت ولري، او بيا دې له خپل شيرين ځان څخه د تيريدلو  سترې قربانۍ ته ځان وړاندې کړي، د هيڅ مادي ګټې تمه خو دې نلري بلکې زمونږ د دې ګلالي شهيد په څير دې له خپله کوره د خپلې وسې په اندازه مصرف واخلي!

دوى دې  په خپل ټول دولت کې  اقلا يو دغسې کس پيداکړي، پداسې حال کې چې د مجاهدينو اکثريت همداسې غيرتي کسان دي چې د الله په لاره کې تر خپلې وسې  له  ځانه مصرف کوي.

پوره باور ولرئ چې هيڅکله به يې پيدا نکړاى شي، ځکه څوک چې داسې صفات ولري هغه هيڅکله د کابل د مزدور بي واکه او شرميدلي دولت په څير اداره کې خدمت نه کوي.

زمونږ دې ګران او منلي  شهيد باندې د الله پاک يوه بله ستره  پيزوينه داوه چې دى توانيدلى وه چې په پوره مهارت سره د ځاني او مالي جهاد تر څنګ د ژبې او قلم جهاد هم په ښه توګه پر مخ بوزي، د زده کړې تر څنګ به هميشه په دعوتي مجلسونو، څيړنو او ليکنو بوخت وه، خو په پوره او کامل دعوت، نه د ځينو مغرضو کسانو د دعوت په څير چې تر ګټې يې تاوان ډير وي.

په پوره خواشينۍ سره بايد ووايو چې د صليبي ښکيلاکګرو تر تجاوز وروسته په هيواد کې يو شمير کړيو د صلاح او تقوى په جامه کې هڅه او کوښښ پيل کړى دى ترڅو زمونږ يو شمير ظاهرا بادره او دينداره ځوانان د اصلاحي او فرهنګي دعوت او جهاد په نامه له خپلې اصلې دندې  څخه چې له صليبي ښکيلاک څخه د خپل دين، وطن، او خپلو ناموسونو ژغورل دي، مصروف کړي او د مختلفو ټګيو او برګيو په کارولو سره يې پدې غلت کړي چې  ګويا دوى د دين هغه برخه رانيولې ده کومه چې نورو اهمال کړې ده.

دغه کړۍ چې غالبا د دښمنانو د هراړخيزه شومو پلانونو يوه برخه بريښي، تل يې دا هڅه کړې ده چى زمونږ يو شمير دينداره ځوانان چې په روان جهاد کې د غټ رول ادا کولو تمه ترې کيدله، په عملي توګه په شعوري او يا غير شعوري ډول د صليبي ښکيلاک په خدمت او چوپړ کې لګيا کړي او عملا يې د مجاهدينو په مخالف  صف کې ودوروي، تر دې چې د ښکيلاک  لاسپوڅى مشر کرزى پر دوى ووياړي او افتخار پرې وکوي.

دعوت کول ښه او مطلوب کار دى خو هغه دعوت چې په هيواد کې د روان جهاد په وړاندې شکونه او خنډونه پيداکوي او ځوانان ترې په يوه او بله بهانه مصروفوي هيڅکله نه د هيواد په ګټه دى او نه د اسلام، تر اصلاح يې فساد څو چنده زيات دى، په همدغسې دعوت د مسلمانانو بوختيدل د صليبيانو ستره هيله او آرزو ده.

اتل شهيد حذيفه د هغو ځوانانو لپاره يوه ښه قدوه او نمونه ده څوک چې غواړي د وسلوال جهاد تر څنګ قلمي، فرهنګي، او اصلاحي جهاد هم وکړي، ځکه نوموړي شهيد دا ټول کارونو هر يو په خپل وخت او خپل ځاى کې په سمه او سيي طريقې سره تر سره کړي دي، زده کړه يې هم کړې ده او جهاد هم، وسلوال جهاد يې هم کړى دى  قلمي او فرهنګي جهاد هم، اصلاحي دعوت يې هم کړى دى جهادى دعوت هم، خلاصه دا چې تر خپلې وسې يې جهاد په ټولو انواعو سره په ښه توګه ادا کړى دى.

په پاى کې د دغو ښاغلو شهيدانو کورنيو، دوستانو، خواخوږو، د سنګر ملګرو، او د ننګرهار ټول مسلمان ولس ته د دوى د شهادت مبارکي وايم او له الله پاک څخه ټولو ته د زړه صبر او په آخرت کې لوى لوى اجرونو او ثوابونه غواړم.

الله تعالى ددوى کورنيو ته په دنيا او آخرت کې نيکې بدلې ورکړي.

الله دې دغو ګرانو شهيدانو په شمول ټولو د دين او وطن رښتينو شهيدانو ته په جنت الفردوس کې اوچت مقامات  نصيب کړي.

او الله پاک دې د دوى د پاکو وينو په برکت صليبيان او د هغوى لاسپوڅي وشرموي، تباه دې کړي، او زمونږ کړيدلي هيواد وال دې د دوى له شر څخه خلاص کړي، او رب قدير دې زمونږ په ګران هيواد کې يو ځل بيا سوچه خپلواک او اسلامي نظام راولي. آمين پا رب العالمين

ليکوال: سيد عبد القهار فدايي

—-د شهید حزیفه عزیز په اړه نوري لیکني—-

۱- څو شیبې له شهید حذیفه سره

۲- شهيد حذيفه…له نوې ملګرتيا تر وروستۍ خدای پامانۍ

۳- د وتلي شيخ القرآن پخواني جهادي شخصيت د زوى د شهادت په وياړ

۴- دزده کړيال حذيفه پر شهادت يو تاثر او د هغه ځواب

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x