سیرت څیړنه

لیکوال: حامد افغان

سریزه

سیرت څیړنه په عربي کې “دراسة السیرة” او په اردو کې “مطالعۀ سیرت ” يادوي، دا موضوع د پخواني سیرت لیکنې په نسبت نوې او متطوره ده، د پخواني سیرت کتابونو نبوي سیرت او د صحابه کرامو سیرت او ژوند پیښې د نګه روایاتو په شکل خوندي ساتلي دي یعني هر سیرت لیکونکي چې د سیرت کوم روایت راخیستی په هغه یې زياتونه نده کړې، د نوموړي روایت په اړه یې خپل هیڅ ډول نظر نه وي بیان کړی او نه یې له هغه نه د ترلاسه کیدونکو فوائدو او ګټو په اړه څه ویلي وي بلکي روایت یې پخپل حال پرې ایښی وي. او دا د مخکنیو ټولو سیرت لیکونکو کړندود ده.

که په لنډه توګه ووایو “سیرت څیړنه ” د سیرت تحليل او شننه بللی شو یعني په سیرت څیړنه کې روایات سرداً او په نګه توګه نه راخیستل کیږې بلکي د سیرت روایات څیړل کیږي او تحلیل کیږي او په داسي علمي او نوي اسلوب کې تشریح کیږي چې د معاصر انسان د ګټې او قناعت وړ وګرځي لنډه دا چې په علمي اسلوب د سیرت د روایاتو تحلیل او شننه “سیرت ” څیړنه بللی شو.

په سیرت څیړنه کې زیاته تو جه د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاقو ته وي او داراز د هغه لوړې کارنامې او سترې کړنې تر بحث لاندي نیول کیږي بناء دا موضوع په مروج سیرت پوري زیات تړاو نلري بلکي مختلف حدیثي روایات تر څیړنې لاندي را تلای شي نو دلته موږ د سیرت د پېښو ترڅنګ د مختلفو نبوي اخلاقو په اړه روایات را اخلو او هغه څیړو.

دا یوه یادونه باید وکړم چې ما کوښښ کړی دا موضوعات تر خپله وسه لنډې او مختصرې ولیکم ځکه په ټولیزه توګه اختصار او لنډون ګټور ده لکه ویل کیږي: ښه خبره هغه ده چې لنډه، معنی لرونکې او ستړې کوونکې نه وي، عمرو بن العاص رضی الله عنه مشهور صحابي دی، دده په مجلس کې یوه ورځ یوه سړي اوږدې خبرې وکړې نو ده وویل: که یې لنډي خبرې کړې وی دده له پاره به ښه وه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلې دي چې ویل یې: زه دا مناسب بولم یا ماته دا امرشوی دی چې په خبرو کې به لنډوالی او اختصار غوره کوم ځکه لنډه او مختصره خبر غوره وې.

قَالَ عَمْرَو بن الْعَاصِ رضي الله عنه يَوْمًا وَقَامَ رَجُلٌ فَأَكْثَرَ الْقَوْلَ فقال عَمْرٌو: لو قَصَدَ في قَوْلِهِ لَكَانَ خَيْرًا له، سمعت رَسُولَ الله صلى الله عليه وسلم يقول: لقد رأيت أو أُمِرْتُ أَنْ أَتَجَوَّزَ في الْقَوْلِ فإن الْجَوَازَ هو خَيْرٌ. رواه أبو داود.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د