نظــر

افغانستان کې د امريکا ناکام حضور

ليکوال: احمدرشيد
ژباړه او لنډيز: احمد الله احمدزی

د ولسمشريزو ټاکنو څومياشتې پرله پسې نانندريو او لانجو وروسته تېره يکشنبه دواړه نوماندان د ايتلافي حکومت په جوړلو سره سلا شول، چې له مخې يې ډاکټر اشرف غني احمدزی ولسمشر شو او ډاکټر عبدالله عبدالله اجرايوي ريس، چې صدارعظم ته نژدې غوندې څوکۍ ګڼل کيږي.

دواړه لوري د داسې ټاکنو په پايلو کې دغې پرېکړې ته ورسيدل، چې د افغانستان په ګډون ګرده نړۍ وايي، چې دواړو خواوو په ډېره لويه کچه پکې درغلي کړې او د افغانستان د اساسي قانون له مخې دغه ټاکنې هیڅ قانوني ارزښت نه لري.

د دواړو لوريو تر منځ دومره زياته کينه او ضد دی، چې دا ايتلافي حکومت پر مخ تلل ډېر ناشوني بريښي.

د دواړو نوماندانو تر منځ دغه جوړجاړی د امريکا او نړيوالې ټولنې په منځګړيتوب شوی او دغې ټاکنيزې پروسې وښوده، چې افغانستان کې د امريکا ديارلس کلن حضور څومره بريالی او څومره ناکام و؛ مګر امريکايي او ناټو چارواکي تر اوسه هم دېته نه دي تيار، چې افغانستان کې په خپله ماتې اعتراف وکړي او دوی لګيا دي، خلکو ته وايي، چې دغه دی افغانستان کې د ديموکراسۍ ميوه په پخيدو ده، د طالبانو بريدونه يې کم کړي او القاعده خو يې بيخي له منځه وړې.

د ليکوال په وينا د امريکايي چارواکو ټولې دعوې به هغه مهال معلومې شي، چې د روان کال په پای کې امريکايي عسکر له افغانستانه ووځي.
احمدرشيد وايي، چې اصلا ۲۰۰۹ م کال کې د اوباما اعلان شوی پلان له سختو کمزوريو ډک و، چې اوس يې افغانستان او امريکا دواړه له يو بحراني حالت سره مخ کړي دي.
افغانستان سره د مرستو او بيا رغونې ټيم عمومي مفتش ښاغلی جان سپوکو هغه واحد امريکايي چارواکی دی، چې په ډېره زړه ورتيا يې امريکايي چارواکو ته وويل، چې افغانستان اوس هم د طالبانو د پراخو بريدونو او چاودونو ښکار دی او حکومت کې دننه اداري فساد، شخړې، د ناقانونه وسله والو حضور، د چارواکو له لوري د مخدره موادو سوداګري او قاچاق د افغانستان اوسنی حکومت فلج کړی دی.

احمد رشيد وايي، چې جان سپوکو دغه وينا جارج واشنګټن پوهنتون کې يوې لويې غونډې وکړه، مګر امريکايي چارواکو له پامه وغورځوله او هيڅ توجه يې ورته ونه کړه.
ليکوال زياتوي، چې که افغان چارواکي او د هغوی لويديځوال ملګري او همکاران خپلو کارونو ته متوجه نه شول، نو افغانستان به ډېر ژر د کورنۍ جګړې پر لور ورټېل وهل شي او داسې وسله والې ډلې راپيدا شي، چې له طالبانو به هم ډېر سخت وي.

مقاله کې راغلي، چې امريکا ۲۰۰۲م کال څخه تر اوسه افغانستان کې پراخ نظامي حضور درلود او تر دې مهاله يې ۶۴۰ميليارده امريکايي ډالر په افغانستان کې مصرف کړل مګر تر اوسه يې هيڅ داسې لاسته راوړنه نه ده تر لاسه کړې، چې سړی ورته خوشحاله شي.

د امريکا په مشرۍ څلور لوی بدلونونه افغانستان کې راغلل، چې يو يې هم دستاينې وړ نه دی.

اول: تر ټولو زياته نيوکه دحامد کرزي هغه ولسمشريزو ټاکنو ګټل دي، چې ۲۰۰۹ کې يې دی له مخې ولسمشر وټاکل شو او دغو ټاکنو کې تر ټولو زياته درغلي شوې وه.
حامد کرزي دا ديارلس کاله په واک کې تېر کړل، مګر تر اوسه يې سالم اداري جوړښت رامنځته نه کړ او نه يې د وسله والو جنګسالارانو واک اوبه کړ او حتی د ټاکنو اړوند يې داسې اصلاحي قوانين رامنځته نه کړل، چې له مخې شفافې ټاکنې ترسره شي.

دوهم: د امريکايي چارواکو اوافغان لوري هغه دوه اړخيز تړون و، چې له مخې به یې ټولې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کيږي او افغان امنيتي ځواکونه به د طالبانو د بيا راتګ مخنيوی په خپل زور کوي، مګر د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي د سپتمبر په شپاړسمه نېټه ولسي جرګې ته په خپله وينا کې وویل، چې د روان کال دا تېرې شپږ مياشتې افغان پوليسو ته تر ټولو خونړۍ وې او طالبان له ۳۴ ولايتونو څخه اتلسو ولايتونو پراخ حضور لري او تل پکې پر بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کوي.
افغان عسکر په ډېره سختۍ ايله د خپلو بېسونو او پوستو دفاع کوي او تر اوسه په دې نه دي توانيدلي، چې له طالبانو هغه سيمې بېرته ونيسي، چې له افغان ځواکونو يې نيولي دي.
د ليکوال په وينا د افغانستان سويل کې هلمند هغه ولايت دی، چې ډېری برخه یې د طالبانو په واک کې ده او که هلمند سقوط وکړي، نو ټول جنوبي ولايتونه د طالبانو لاسته لويږي.

درېيم: افغانستان کې د امريکا اقتصادي تېروتنه او بې پامي.

د افغان ماليې وزارت لوړپوړي چارواکي وايي، چې افغانستان له اقتصادي پلوه له سختو ستونزو سره مخ دی او دوی نشي کولای، چې خپلو پنځه لکو کارکوونکو ته د راتلونکې مياشت تنخواوې ورکړي له همدې امله يې له امريکا څخه د ۵۳۷ ميليونه امريکايي ډالرو بېړنۍ مرسته غوښتې ده.
د امريکا او نړيوالې ټولنې په مرستو افغان تعليمي مرکزونه او روغتيايي ادارې په پښو درېدلي، مګر دا به تر هغو دوام وکړي، چې تر څو د امريکا مرستې روانې وي.
ليکوال زياتوي، چې کله دی په ۱۹۷۹م کال کې افغانستان ته تللی و، نو هغه مهال افغانستان يو ډېر بې وزله، غريب او وروسته پاتې هېواد و، مګر په خوراکي توکو کې افغانستان له خپل ځانه پوره و.
د تازه او وچې ميوې، په ګډون د قالينو، لاسي کارونو، کاليو او د قيمتي کاڼو صادرات يې نورو هېوادونو ته ښه په درز کې روان وو.
اوس افغانستان کې د متوسطو سوداګرو کاروبار له ستونزو سر مخ دی او د افغانستان اوسنی اقتصاد په اداري فساد او د نشيي توکو په تجارت ولاړ دی.
څلورم: د امريکا بله ناکامي د سيمې او نړيوالو هېوادونو د لاسوهنې او مداخلې نه مخنيوی دی.
افغانانو له امريکا غوښتل، چې د طالبانو په ګډون، د پاکستان، روس، ايران، سعودي هند او نورو هېوادونو مخنيوی وکړي، ځکه همدغو هېوادو د نويمو کلنو په کورنيو جګړو پراخ لاسونه درلودل.
امريکايي چارواکو افغانانو ته ډاډ ورکړی و، چې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون به هېڅوک په افغانستان کې مداخله نه کوي، مګر د امريکا د وعدو سربېره هم افغانستان د بهرنيو مداخلو او لاسوهنو مرکز دی.

تاريخ به هيڅکله امريکايان او حامد کرزی په ښه نوم ياد نه کړي، ځکه چې د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې يې هيڅ داسې کار نه دی کړی، چې افغانانو ته اوږدمهالې ګټه ولري او اوس د نويو چارواکو امتحان دی، چې دوی څه کوي.
دغه چارواکي، چې د لانجمنو او بې باوره ټاکنو په پايلو کې واک ته وسيدل، دوی بايدد خپل مسؤوليت احساس وکړي.

ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله د واک په وېش سره سلا شوي او دوه کاله وروسته به لويه جرګه راغواړي، تر څو اساسي قانون کې له تغيير وروسته اجرايوي پوسټ ته قانونه ارزښت ورکړای شي، ځکه چې تر اوسه د افغانستان اساسي قانون کې د اجريايوي پوسټ نشته.
نوی حکومت بايد داسې جدي کارونه وکړي، چې د تېرې لسيزې تېروتنې هم جبران کړي او راتلونکې لپاره هم ځانونه د تاريخ له ملامتيا وژغوري.

سرچينه: نيويارک ټايمز

احمد رشيد د پاکستان، افغانستان او مرکزي اسيا د چارو کارپوه دی او تر اوسه يې په دې اړه شپږ کتابونه ليکلي دي.
نوموړی په امريکا کې ژوند کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x