افغانستان فوټبال غوره لیګ دویمه نیمه پایلوبه کې د میوند اتلانو لوبډله ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): په لومړۍ پایلوبه کې هم د میوند اتلان او عقابان هندوکش لوبډلو سره لوبه وکړه چې په نتیجه کې لوبه ۱-۱ مساوي پای ته ورسیده.

په دوهمه پای لوبه کې بیا هم همدا دوې لوبډلې سره مخامخ شول. دغه لوبه دواړو لوبډلو ته ډیره مهمه وه؛ ځکه چې د دې لوبې ګټونکې لوبډله د افغانستان غوره لیګ پایلوبې ته لار موندله.

د لوبې په ټاکل شوي وخت کې هیڅ یوه لوبډله په ګول وهلو بریالۍ نه شوه؛ نو د همدې لپاره لوبڅار اضافي وخت ورکولو سره لوبې ته ادامه ورکړه.

د لوبې په ۹۷ دقیقه کې د عقابان هندوکش لوبډلې تکړه لوبغاړی د میوند اتلانو د لوبدلې ګول ساتونکې له غلطي څخه په استفاده د لوبې لومړی ګول ووهله.

داسې ښکاریده چې دا لوبه به په اضافې وخت کې عقابان هندوکش وګټي خو د لوبې په ۱۱۲ دقیقه کې محمد حفیظ وتوانید چې خپلې لوبډلې میوند اتلانو ته ګول ووهي او لوبه مساوي کړي.

اضافي وخت کې هم د لوبې نتیجه معلومه نشوه او د لوبې نتیجه پینالټي ته پاتې شوه.

د میوند اتلان لوبډلې د لس موقع لرلو سره ۷ ګوله ووهل، چې د عقابان هندوکش ۸ ګولونو په وهلو بریالي شول او په لومړي ځل افغانستان غوره لیګ پایلوبې ته ووتل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د