ټکنالوژي

هندوستان ته د مریخ سیارې لومړي انځورونه ورسیدل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): هندي مصنوعي سپوږمکۍ په مریخ کې خپله څیړنه پیل کړې ده او د مریخ لومړي انځورونه يي د هندوستان فضايي ادارې ته استولي دي.

د هندوستان د فضايي څیړنې اداره انډین اسپیس ریسرچ اورګنایزیشن ( Indian Space Research Organisation) مسولو کسانو منلې ده چې دغه مصنوعي سپوږمکۍ د مریخ انځورونه نوموړې ادارې ته استولي چې اوسمهال تر مطالعې لاندې دي.

د هندي اخبار د رپوټونو پر بنسټ دغه مصنوعي سپوږمکۍ له مریخ څخه ۱۰ انځورونه استولي چې ډیر معیارې دي او د مریخ په اړه څیړنه کې به ډیره مرسته وکړي.

لاسته راغلې انځورونه به اول هندي لومړي وزیر نریندرا مودي ته ښودل کیږي او له هغې وروسته به عامو خلکو ته وړاندې کیږي.

د ساینسپوهانو د وینا پر اساس د دې څیړنې اصلي موخه په مریخ کې د ژوند آثار څیړل دي. هندې مصنوعي سپوږمکۍ منګلیان لومړي مصنوعي سپوږمکۍ ده چې نه یوازې په خپل لومړي کوشش کې د مریخ مدار ته ننوته بلکې ډیره ارزانه هم ده. له دې مخکې امریکا خپل سپوږمکۍ د ماون په نامه مریخ ته استولې وه چې د منګلیان په نسبت لس چنده لګښت پرې شوی وو.

منګلیان مصنوعي سپوږمکۍ ۱۳۵۰ کیلو ګرامه وزن لري او مریخ مدار ته د ۲۰ بلیونه کیلو میټره او لس میاشتو سفر وروسته رسیدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x