نظــر

په چاپ اندازانو چاپې

ARMY_AND_copterطالب جان

چاپ انداز خو،ګمان کوم ، په لغت او اصطلاح کې اصلا دبزکشۍ لوبغاړي ته وایي  ، خو اوس چې په افغانستان کې  نړیوالو بزکشي شروع کړې ده  ،  اودرګرده  په خلکو چاپې اچوي ، نو ددې  بزکشۍ  لوبغاړو ته هم چاپ  انداز ویل کیدای شي  .

دلته به دپښتو په معاصروکوفه کښانو باندې هم یواعتراض وکړم ، چې عربي الفاظ  ( عملیات ) یې ( کړنې ) کړل  او ( تصفیوي ) یې  (چاڼیز) کړل 

خو اردو لفظ ( چاپې ) ته یې تراوسه پښتو معادل ونه موند ، له همدې امله خو اوس  همدې لفظ دمصدر  ځای ونیو او له چاپې نه چاپ انداز مشتق شو .

خبره مې دا کوله  چې له تیرو څو کلو راهیسې ، امریکایان ددې په ځای چې په سپین  میدان له طالبانو سره سترګې وجنګوي ، دنیمې شپې حملو  ( چاپو)  ته جوړېدلي دي  ، دکلیوالو مجلس ته که غوږ کیږدي ټولې  خبرې به  یې په  بوزبوزکه طیاره ، بونګنه ، کولنګ طیاره ، جاسوس طیاره ، څرخۍ ، جنګي څرخکه ، ټپن هلیکوفتر اوداسې  نورو وکرو باندې  راټولې وي ،   جنرال پټروس دي خدای ورک کړي لکه ورک چې شو ، زمونږ کلیو ته  یې له ځان سره یوازې همدا ارمغان راوړی وه .

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې  هره شپه امریکایان په کلیوالو سیمې چاپې وهي ، په دې چاپو کې  طالبانو ته هم   تلفات اوړي خو اصلي قربانیان یې ټول اولسي وګړي دي ، زه که دخپلې ولسوالۍ حساب درکړم نو شاید دامریکایانو په داډول چاپو کې  دعام  اولس مرګ ژوبله  دطالبانو دتلفاتو شل چنده اضافه  راوخیږي  ، په دې چاپو کې نه یوازې خلکو ته  ځاني زیان رسیږي ، نور جانبي عوارض یي هم له چتې پورته دي  ، دجاسوسي طیارو همیشني پروازونه  دعاموخلکو خصوصا دکوچنیانو او زنانو په  روان بدې اغیزې کوي  ، څه موده وړاندې  یوه کلیوال راته ویل  چې دماشومانو مې خوب تښتیدلی ، که ویده شي نو په خوب کې همدا نارې وهي ، هغه ده بونګنه طیاره ده . . . هغه ده په بام یې کافران ښکته کړل  . . او په همدې چیغو له خوبه  راوغورځار شي  ، دغه راز دچاپې په مهال دڅرخکو وحشي اوازونه او ټيټ پروازونه هم خلکو ته ډیر تکلیف ورکوي  ، خلک دپخوا غوندې دشپې اوبه نه شي لګولی  ،  داسې موارد مې هم  لیدلي دي ، چې دکلیوالو غواګانو او نورو حیواناتو دڅرخکو دټیټ الوت او بمبار له وجې حملونه ضایع کړي وي  .

داخو هاغه دغم کیسه ده  چې  پیل یې شته مګر پای نلري  ، په ټوله کې سړی ویلی شي چې  دهمدې ستم له وجې اوس دافغانستان دزیاترو له جګړې دمتاثرو سیمو دخلکو زړونه  امریکایي چاپ اندازانو ته له نه سړيدونکی کینې ډک شوي دي  ، خوداچې  دادچاپو قربانیان دتش لاس دښمني ګالي نوځکه  ددې مشکل حل ترې ورک دی  .

آبله ورځ مې واوریدل چې دمیدان وردګو  په تنګي کې طالبانو دامریکایانو په سپیشل چاپ اندازانو برید کړی ، یوه ټپنه څرخۍ یې  راغورځولي او ۳۱ چاپ اندازان + یوسپی  یې  دمرګ په خوب ویده کړي دي ، له دې وروسته مې  دخوست  په منګلوموسي خیلو او دپکتیا په زرمل کې هم  دهمداسې پیښو واوریدل چې امریکایي چاپه ماران  خپله ترچاپې لاندې راغلي دي ، او مرګ ژوبله ورته اوښتي ده  .

دامریکا مغرور چاپ اندازان چې  داولس په مظاهرو او دکرزي په ژړاګانو باندې لارې ته نه راځي ، نو ترټولو ښه علاج یې همدا دی  ، که دوردګ  او پکتیا دبریدونو غوندې  څو نور کاري بریدونه هم پرې وشي  ، ددغو لیونو سپو به ایله  ښایي سد سر ته ورشي  ، خدای پاک که مرضونه پیدا کړي علاجونه یې  هم  ورته پیدا کړي دي  ، دعربو په خبره . . . لکل داء دواء . . . زما په نظرخو ترلس کلنې تجربې وروسته  دامریکادلیونیوسپیشل فورسو راخلاصه مخه یوازې  په همدې طریقه ورغبرګولای شو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x