
اشرف غني ته د نوي انتخاب شوي ولس مشر په توګه باور لیک ورکړه شو (بشپړ متن)
نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): د ټاکنو کمیسون نن د ډاکټر اشرف غني احمدزی ته د نوي منتخب ولس مشر باور لیک وسپاره.
دا باور لیک نن د دغه کمیسون د مشر ډاکټر یوسف نورستاني له خوا د کمیسون په دفتر کې د غونډي پر مهال وسپارل شو.
په دې باور لیک کې راغلي:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ریاست اعتبارنامه
د ټاکنو خپلواک کمیسیون تاییدوي چې:
ښاغلی ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی د شاه جهان غني احمدزي زوی، چې په ۱۳۲۸ لمریز کال کې زیږېدلی، د ۱۳۹۳ لمریز کال د جوزا پر ۲۴مه نېټه، د جمهوري ریاست د ټاکنو دوهم دور کې له ۷،۱۲۰،۵۸۵ معتبرو رایو څخه د ۳،۹۳۵،۵۶۷ رایو (۵۵،۲۷٪) په ترلاسه کولو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو.
ډاکټر احمد یوسف نورستانی
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رئیس / رئیس کمیسیون مستقل انتخابات
امضاء
ویل کیږی یو وخت محتسب یو بی لمانځه سړی په زور په لمانځه ودره ول ،نوهغه سړی چی نو وس یی نه وه ورته وویل پروه دروی خو به می ته وایی بی په چا،یانی هسی به چوپ ولاړیم =نوتاسوخو دأولسمشری لیک ورکړمنی یی په چاأو واک به پرچاچلوی ،ډیرښه سا تری درته پیداده
دا په شرمو شرمیدلی نور په هیڅ هم نه شرمیږي.