نادري ناولده

د موټر دروازې نه بندول ښځه و میړه سره بېل کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): اسلام د غوسې په حالت او په ډیرو وړو خبرو طلاق ورکول منع کړي، خو د اسلام دغې لارښوونې د عرب سړي مخه ونشوه نیولی او ښځې ته د موټر دروازه نه بندولو په خاطر طلاق ورکړ.

د راپورونو په اساس دغه کورنۍ په چکر تلي وه، کله چې بیرته راغلل ښځه له موټر څخه کوزه شوه او خپل ماشومان يي هم کښته کړل او د کور په لور رهې شوه.

خاوند خپلې ښځې ته وویل چې د موټر دروازه بنده کړي؛ خو ښځې و نه منله او خاوند ته يي وویل، چې ته يي بنده کړه ځکه چې تر ما ته ورته نژدې يې. دې ځواب اوریدو سره سړي وویل چي که تا دروازه بنده نه کړه او زما کور ته ننوتې نو طلاق یي.

ښځه خپل پلار کور ته لاړه. ډیرو خلکو هڅه وکړه چې دوي بیرته سره پخلا کړي؛ خو ښځې و نه منله او وې ویل چې نه غواړي د یو داسې غیرمسوول کس په نکاح کې پاتې شي!

عرب نیوز په دې اړه د یوه پیژندل شوي مفتي عاصم الحکیم څخه وپوښتل هغه وویل چې د سړي له خوا طلاق واقع شوی او زیاته یې کړه، چې نیت په داسې پیښو کې ډیر مهم دی؛ خو دا یوه غیر مسوولانه کار و. الحکیم وویل چې نارینه باید ډیر په احتیاط عمل وکړي.

الحکیم وویل چې په داسې مسلو کې قضا کولی شي آخري فیصله وکړي او خلکو ته يي اخطار ورکړ چې د غوسې په وخت کې داسې فیصلې و نه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

داده نارواچکرونو بدی پایلی دی ،،ویل کیږی یوی میرمنی غوا لوسله(لوه)لوشله)خاوند ترښکرو ورته نیولی وه غواچی پرمیرمن نه نریدل ،سروهل أونا ړامی یی زوړعادت وه نوخاوند یی آخورته تخته کړ میرمنی یی ورمنډه کړه چی ځنی خلا ص یی کړی ،خاوندبرغږ کړ مکوه چی ښه می وه غیی ماهم وچه نه خوړه ــ نو مکوه چکر ورکوی ،،،دلوی څښتن دا فر مان مو هیر کړی چی فرمایی وقرن فی بیوت کن الآیة

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close