افغانستان

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ضمني اعلان سره د عبد الله د ټیم اختلاف – امرالله صالح وایی ددې لاري پای روښانه نه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۴مه، ۱۳۹۳ل): نن د انتخاباتو د کمیسون له لوري ډاکټر اشرف غني احمد زي ته د نوي منتخب ولس مشر په توګه باور لیک وسپارل شو، چې په متن کې راغلي، اشرف غني احمدزي په ۵۵،۲۷٪ معتبرو رایو اخیستلو سره د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې دواړو نوماندانو په کړي توافق سره دا فیصله کړې وه چې د انتخاباتو پایلي به نه اعلانیږي، خو د انتخاباتو کمیسون نن ورځ اشرف غني ته د باور لیک په سپارلو سره ضمنا د نتایجو اعلان هم وکړ، او وې ویل چې احمدزي د جمهوري ریاست د ټاکنو دوهم دور کې له ۷،۱۲۰،۵۸۵ معتبرو رایو څخه د ۳،۹۳۵،۵۶۷ رایو (۵۵،۲۷٪) په ترلاسه کولو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو.

په دې اړه د عبد الله عبد الله د ټیم وتلي مشر امر الله صالح ویلي چې ددې لاري پای روښانه نه مالومیږي او دایې د کړي توافقنامې څخه لومړی سرغړونه بللې.

نوموړي خپل په رسمي فیس بوک پاڼه کې لیکلي:

تهِ این راه روشن نیست… من هم مثل تو میدانم :
” من تلخی را خود چشیدم ، در برابر آتش خود ایستادم چون نخواستم و نمیخواهم مردم رنج بکشند و آواره شوند. گاهی رسیدن به هدف کار یک شبه نیست با آنکه واقعیت را همه میدانم که نیاز به تکرارش نیست. ما با روحیه مثبت قول همکاری داده ایم و امیدواریم نیت نیک ما تعبیر دیگری نشود ”
از سخنان داکتر عبدالله عبدالله
تبصره :
دارم می ترسم از خوابی…که شاید هر دوی مان دیدیم

از این که هر دوی مان با هم…خلافِ کعبه چرخیدیم
………………………………………………………….. در پیوند به اولین عدول که امروز صورت گرفت.

باید وویل شي چې ډیری کتونکي په دې نظر دی چې د اشرف غني او عبد الله تر منځ د باور د نه شتون له کبله هر وخت ددې خطر شته چې تر منځ یې اختلاف زیات شي، او حکومت په خطر کي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x