افغانستان

افغانستان اوس هم دریم هیواد دی چې زیات شمېر خلګ ځیني هجرت کوي

نن ټکی آسیا: د ملګرو ملتونو د نوي خپور شوي راپور سره سم اوس هم افغانستان د سوریا او عراق وروسته دریم هیواد دی چې په زیاته کچه ځیني خلک هجرت کوي.

د راپور سره سم د روان کال ۲۰۱۴ په لومړیو شپږو میاشتو (د جنوري څخه بیا تر جون) کې ۳۳۰۷۰۰ تنو په غربي او صناعتي هیوادونو کې د پناه اخیستنې غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۴ سلنه زیات شمېر دی.

په راپور کې د ۴۴ صناعتي او پرمختللو هیوادونو ذکر شوی، چې ورته افغانان دعراقیانو او سوریانو تر څنګ زیات هجرت کوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې لومړی هیواد سوریا بلل شوی، کوم چې د تیرو درې نیم کلونو څخه په جګړو کې ښکېل دی.

د سوریې څخه ۴۸۴۰۰ کسانو د تېر کال په لومړۍ نیمايي کې هجرت کړی، او د عراق څخه ۲۱۳۰۰ کسانو د جګړو او امنیتي مشکلاتو له کبله هیواد پرېښودلو ته زړه ښه کړی.

افغانستان چې په دغه لیست کې دریم مقام ګټلی، د ملګرو ملتونو د راپور سره سم یې ۱۹۳۰۰ کسانو رسما د خپل هیواد پرېښودلو او په پردي هیواد کې د پناه اخیستني غوښتنه کړې.

باید وویل شې چي د یوه پخواني راپور سره سم د افغانستان اکثره دیپلوماټانو په غربي هیوادونو کې پناوي اخیستې، او نه غواړي چې د دندې د بدلیدو په صورت کې خپل هیواد ته ستانه شي.

د راپور سره سم د افغانستان تر څنګ د منځني ختیځ شخړو د تیر کال په پرتله د هجرت کچه ۲۴ سلنه زیاته کړې، او دا په تیرو شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې له خپل هیواد څخه هجرت کچه دومره لوړي سطحي ته خیژي.

ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې ویلي چې سږ کال تمه ده د مهاجرینو شمېر تر ۷۰۰ زره پوري پورته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x