نظــر

ډاکټر اشرف غني ته !

لیکوال: نور

السلام عليکم …

جنابه ! لوی خدای عزوجل دې موږ سره د نېکو توفيق نصيب کړه ، موږ به په هر صورت اوس د ښه والي دعا درته کوو ، هيڅ چاره نشته . وروسته له سلام او دعا عرض دا دی چې موږ يوه ګيله لرو او بايد په زغرده يې درته ووايو ، خدای جل جلا له دې وکړي چې درته ورسيږي او پرې خبر شې . ګيله دا ده چې تاته خو معلومه ده موږ په ډېرو سختو حالاتو کې دوه وارې ټاکنو ته درووتو ، ګوتې مو شنې کړې او د خپل کلي بلا تور او پېغور مو پر ځان ومانه . د نورې نړۍ بر خلاف له اوږده انتظار وروسته نتيجه دا راووته چې ستاسې رأيې زياتې شوې او باچايي مو وګټله . زموږ يو شمېر انډيوالانو خو په کابل کې يوه ښه پنجه ډولونه ووهل او اتڼ يې هم وکړ . خو افسوس او له ډېره بده مرغه تاسې راولاړ شوئ او ګټلې پاچايي مو په يو دوو پټکو ايسته له عبدالله خان سره نيمه کړه ! اوس موږ ډېر پېښمانه او خوابدي يو . موږ ډېر لوی اعتبار او باور درباندې کړی ؤ ، لکه دا پورې غر دومره دروند راته ښکارېدې ، زموږ يقين ؤ چې ته د ولس د قيادت وړتيا لرې او له هر ډول مقابلې به ګټونکی او بريالی راوځې . خو داسې ونه شول . او زموږ ارمانونه او هيلې دې له خاورو سره خاورې کړې . قسم په هغه ذات چې زما او ستا روح يې په لاس کې ده ما هيڅکله دا نه منله چې ته به د پرنګي دا وړانديز ورسره ومنې . موږ ويل ځه خو که هر څومره يې دباو کړي ، دی به اقلاً ورته ووايي چې ښه ده زه به مې خپل ولس سره مشوره وکړم . خو تا ډېر زر ورسره ومنله . موږ نه پوهېږو هغه د « نه يې منم » ټکی چې د ډاکټر عبدالله زده ؤ ، تا ته ولې نه در زده کېده .

نو ګوره ډاکټر صاحب دا دې موږ سره ښکاره درغلي او خيانت وکړ . موږ هيڅکله تا ته د دې لپاره رأيه نه وه درکړې چې ته نيمايي باچايي وکړې . موږ والله که داسې غوښتل . ګوره موږ دې ان لا جنرال عبدالغني خان هم پېژنو ، پلار دې هم پېژنو او تا سره هم دومره پېژندګلوي لرو چې د ښې او بدې معلومات کره کړو ، خو په هر صورت موږ سره دې غټه غلطي وکړه . موږ داسې نه غوښتل ، زموږ رأيې هسې ولاړې . که تا ګټلې نه وای او رأيې دې کمې شوې وای موږ هيڅکله نه خپه کېدو خو دا چې زموږ د پوره اخلاص او رأيو د ډېروالي په اثر ته کامياب شوې او باچايي دې وګټله خو بيا دې راواخيسته او بل سره دې نيمه کړه نو دا ډېر د خواشينۍ ځای دی . که نور ډې هيڅ له لاسه نه وای شوي خپل څادر به دې په اوږه اچولي او ترې وتلی به وې چې ياره ځه ډاکټر عبدالله ته پوه شه او باچايي دې . بيا به موږ هغه هم ليدلی ؤ چې څنګه پاچايي کوي او خپلې واکمنۍ ته څه ډول جواز او مشروعيت ورکولای شي .

په هر صورت تا خو نه هغه وکړل نه دا . اوس به څه کوې ؟ اوس به موږ ته په دې هکله پوره ناغه راکوې . او څه خېل ناغه ؟ داسې ناغه چې لومړی خو پر هماغه پرنګي چې پر تا يې خپلې خبرې ومنلې ، دا ومنه چې له ډرون بريدونو او د پښتنو په کور کلي چاپو اچولو نه لاس واخلي ، ځکه چې تا پوره نيمه باچايي د هغه په وينا پرېښوده او تېر شوې ، اوس خو دې يوه دوی هم درسره ومني . او بل دا چې د پښتانه له کور و کلي د جنګ او جګړې ټغر ورغونډ کړه او د سولې په لار کې دومره هڅه وکړه چې يا خو يې تر لاسه کړې او بيا به ستا مټ او مړوند هم پرې مضبوط شي او يا خو له دې نيمايي هم ورتېر شه او څادر ايسته را په اوږه کړه .

نو ډاکټر صاحب همدا زموږ د ګرد قام خبره ده نور نه يې سره اوږدووو . که ودې منله ان شاء الله ښه تاريخ به دې پاتې شي او که هسې وخت اړوې . موږ به هم خپل ولس ته ګورو . نور مو په لوی څښتن سپارم .

والسلام عليکم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
روح الله احمدی

زما سلامونه هم ومنی !
داکترصاحب داپښتون ولس نورڅه درنه غواړی که دوکړه خوښه ده مګردادرنه غواړوچی نوربایدزمونږپه کوروباندی داپردی خلک دشپی چبی وانه چوی .ومونه وژنی په هغه اوپه ده نوم .صلح راوله خدای پاکه هغه ورځ راولی چی هرافغان په خوشحالی خپلی کورنی سره وخت تیرکړی .امین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x