
ډاکټرعبدالله د CIA او KGB په منځ کې
ليكوال: ذاکرالله هوتک
دا چې عبدالله او د هغه پلويانو د خپلې غلامۍ او وفادارۍ د روسي استخباراتي شبکو ته په ډيره وفادارۍ امتحان ورکړ. او د دنيا د کمی متاع او ډير کم اقتدار لپاره يې په هغو ناوړه عملونو لاسونه پورې کړ چې انسانيت يې په ويلو شرميږي مګر د دوی او يا هم بدنامې او غلامې ډلې د غلامۍ او خرڅونې پرتوکولونه لاسليک کړل، چې ښه مثال يې غربيانو (يهودو او نصاراو ته) د افغان په پاکه خاوره د يرغل کولو بلنه او زمېنه برابرول وه.
دا په داسې حال کې چې د مجاهدينو ستړياوي نه وي ختمې شوي. د شهيدانو ويني نه وي وچي شوي، د زخميانو د زخمونو پرهرونه لا نه و جوړ شوي، د دېرش ( ۳۰ ) کلنه جلا وطنۍ وروسته د مهاجرينو د واپس کيدو فيصلې نه وي شوي. افغان مجاهد ملت د آرام ساه نه وه اخيستی، چې ددې بدنامي ټلوالی په غوښتنه او تود هرکلی په ويلو د غربي يرغلګرو نظامي پوځيان لومړۍ شمالي ولايت و او بيا د کابل په لور راغلل چې په نتيجه کې د ټول ملت د قتلونو او ناورينونو لوی مسؤل د دوی په نظر علمي او جهادي شخصيت د غربي هوايي ځواکونو نه بار بار داسې غوښتنه کوله چې د انساني عقل اسلامي مسؤليت او بشري خواخوږي څخه لرې وه.
هغه دا چې په ډيره بې رحمۍ د غربي هوايي ځواکونو څخه غوښتل چې ستاسو بمونه واړه دي، تاسو بايد په هغه چا چې د افغان مسلمان ملت پېشوايان او رهنمايان بلل کيدل (طالبان) خپلې بمبارۍ زياتې، بمونه درانده او قوي استعمال کړئ، ترڅو اسلامي او شرعی نظام کوم چې د افغان ملت د قربانيو او سرښندنو ثمره وه لمنځه یوسي، مګر د دوی د کړنو خلاف الله جل جلاله فرمايي: (یريدون ليطفؤ نورالله بافواههم والله متم نوره ولوکره الکفرون) دغو بدبختانو غوښتل ترڅو د تېرو مشرکانو کفارو په شان هغه اسلامي ډيوه په خپله خولو مړه کړي.
حال دا چې د اسلام رڼا الله جل جلاله نه ختموي ځکه الله جل جلاله ته تر ټولو غوره دين د اسلام دين ده، (ان الدين عند الله الاسلام)؛ نو اې د اقتدار ليونيه ! د نشو او تماشو ټيکداره ! او اې د غلامۍ په ځنځير افتخار کوونکيه ! سر بايد په ګريوان کې ښکته کړې او د هغو ظلمونو او جفاوو څخه چې ددې مظلوم ملت سره ستاسو د بدنامو لاسپوڅو غلامانو په اشاره شوي دي توبه وباسې. او د الله جل جلاله د لوی ذات څخه په حياء کولو څخه مغفرت وغواړي او د خپلو مشرانو لکه مسعود او رباني او داسې نورو د مرګونو څخه عبرت واخلئ او د دويم او درېم شاه شجاع په څير د ناوړه عملونو څخه چې د الله جل جلاله او ددې مسلمان ملت د دښمنۍ موجب کېدو څخه ځان وساتئ، ترڅو به د ښارونو واټونه پوهنتونونه او کوڅي ستاسو په نوم ياديږي. داسې وخت لرې نه ده، چې اسلامي شريعت او د راتلونکي نسل بچيان به پرتاسو د الله جل جلاله له لورې د لعنت ويلو فيصلي کوي.
نو بايد سر په ګريوان کې ښکته کړئ او خپل پلورلي ضميرونه اقلاً وخوځوی، په خپلو ځانونو ، اولادونو ، کورنيو او دوستانو مو زړه سوی وکړئ. او د راتلونکي لپاره يې د خجالت او شرميندګی څخه خلاص کړئ، د کفارو غلامي پريږدئ او د يو اقدس ذات بنده ګۍ ته غاړه کيږدئ.
دنن تكي اسيا او دطالبانو د سايت هيس فرق نشته صرف فه نامه خفلواكه ده
ذبیح چانه ، که نن ټکی اسیا پآڼه د طالبانو سره ورته کوی دا خو د نن ټکی اسیا د پاڼی د لوړیدو خبره شوه ، دوهم وسه وکړه چه خپلواکی په ( پ ) ولیکی نه په ( ف ) ، تاسی له مفتی کیدو مخکی د فتواوو زده کړه تر لاسه کړه ، تاسی هغه فتواوی کوی چه د کمونیزم او سکولریزم په ښوونځی کی مو تر لاسه کړی ، دریم د حقیقت ویلو د پاره خپلواک خلک به د نورو معبودانو څخه خپلواکی او کرکه لری د الله ج په لارښودونو کی که څوک خپلواکی کوی هغه… نور لوستل »