خبرونه

طالبانو د پکتيا په زرمت کې ۳ غله اعدام کړل

نن ټکی اسيا (شنبه، تلې ۴مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې هغه درې تنه غله اعدام کړل چې څه موده وړاندې يې ۶ کلن ماشوم شکنجه او په شهادت رسولی وو.

دغه درې تنه نژدې يوه هفته وړاندې په سيمه کې د فعالو طالب وسلوالو لخوا ونيول شول چې بيا پرې محکمې د اعدام حکم صادر کړ.

يادو کسانو څه موده مخکې يو شپږ کلن ماشوم تښتولی او په سر يې د ډيرو افغانيو غوښتنه کوله، د ماشوم کورنۍ چې د افغانيو له ورکلو عاجزه وه نو غلو يې بچی ورته په خورا وحشت سره په شهادت ورساوه.

دې غلو له ډيرو دوکانونو، کورونو نه په غلا او په لويو لارو کې د خلکو په شکولو کې لاس درلود.

د سيمي يو تن اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته وويل چې غله په شاه کاريز سيمه کې په داسې حال کې د خپلو اعمالو په سزا ورسېدل چې د ولسوالۍ د ټولو کليو خلک ورته راغلي وو او تعداد يې سلګونو ته رسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

مرحبا بکم يا مجاهدين أفغان
اللهم انصر المجاهدين

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x