نظــر

دافغانانو نننی ستونزی

anp_and_old_manبسم الله الرحمن الرحیم

تاریخ او اولسونه پردی شاهدان دی چی افغانان غیرتمند بهادر او نه بیریدونکی خلګ دی   البته تاریخ او ولسونه پردی هم شاهدان دی چی خپله افغانان دیوه متحد ځواکمن او اسلامی نظام په راوستلوکی ترډیره حده پاته راغلی .

نو اوس به ودی موضوع ته ځیر سو  چی هغه افغانان چی دهند او ایران پایتختونه  دمټ په زور فتح کولای سی او د دنیا په اصطلاح لوی لوی فرعونی لښکری را پرځولای سی ،

ددنیا دهر طاغوتی او بدمعاش ځواک په سترګوکی لوی لوی اغزیان جوړیدلای سی، ولی دومره پاته راغلی  چی په خپل مینځ کی یواسلامی  متحد اوبرلاسی نظام جوړ اوخپل اولس آرام هوسا او په اسلامی افغانی کلتور ښائسته اومزین کړی.  

دلته ډیری داسی پوښتنی پیدا کیږی چی آیا دغه سر ناخلاصی، یو دبل نه منل او دخپل دین وطن سره دښمنی دکومی منبع نه راپورته کیږی او ولی دغه ځپلی نا ارامه خوږ اویتیم افغان اولس  پریوه سترخوان نه  راټولیږی او خپلی ستونزی په خپله نه هواروی .

موږ دداسی وختونو هم شاهدان یو چی همدغو افغانانو یو دبل پرضد دکفر ارتداد فتواوی صادرولی او یو دبل دمرګ جواز به یی پیداکوی… های افسوس های افسوس های افسوس …

زما په قاصر او لنډ فکر ددغو بدبختیو او نا ارامیو  لاملونه او علتونه په لاندی ډول دی.  

1-    په همدی ګران وطن افغانستان کی دڅو توکمو خلګ اوسی او فکر کوم دتاریخ په اوږدو کی ددغه توکمونو مشرانو دخپل آرام ژوند دتیرولو لپاره ښه سپین او ښکاره اصول نه دی وضع کړی ترڅو همدا ستونزه هواره او یو اوږد مهاله آرامی راسی .

ترډیره  پادشاهی او سلطنت دژبنی او قومی احساساتو او سیالیو مرکز ګرځیدلی هر مسلط توکم دخپل سیال دیو نوعی راپرځولو کوښښ کړی نو نتیجتا نن افغانان ددی ستونزی نتائج ګالی او زغمی . او کوموخلګوچی پرهمدې ژبنی قومی او منطقوی بنیادونوب اندی دنورو دریښو پریکولو کوښښ کړی نتیجه یی برعکس بیرته دوی ګاللې او داسی وژنی رامنځته سوی چی انسانیت ورڅخه نفرت کوی .

۲ هغه فکری سرکښی اونه تفاهم  چی هیڅ کوم شرعی او منطقی اصل ونلری داهم دنفاق او بدبختی لامل دی  کله ناکله ددې سرکښی او نه تفاهم ترشا داسی ډیرڅه پټ وی چی وافغانانوته ترزهرو هم بد تمام سوی .

۳: دسلاطینو او بادشاهانو له لوری همیشه ددینی علما‌‌ؤ مسلسله زورونه او دهغوی ټیټ ساتل ددی لامل ګرځیدلی چی نااهل او بی دینه خلګ پرسر داقتدار را غلی او باچهی یی صرف دخپلوناروا خواهشاتو ارزوګانو دترسره کولو یوه وسیله ګرځولی چی نه یی دخپلی باچهی په دوران کی  ودین ته کارکړی او نه ووطن ته بلکه دواړه یی ترپښولاندی کړی .

۴: که لږځیرسو داسلام  دمبارک دین اصول او اساسات داسی دی چی وبنده ته دبندګی اجازه نه ورکوی بلکه یو لوی الله جل جلاله خپل رب مالک  او دهغه رالیږل سوی کتاب قرآن کریم خپل دستورقانون او دهغه نبی صلی الله علیه وسلم خپل دټولو اعمالواقوالو مقتدا او پیشوا بولی نوبناء دافغانستان په تاریخ کی داسی خلګ هم تیرسوی چی دترلاس لاندی خلګو سره یی داسی چال چلند کاوه چی هغوی یی العیاذبالله خپل بندګان ګرځولی او دهغوی ژوندون یی دخپلوګټولپاره ترخاورولاندی کړی په همدی مسئله کی حاکم او محکوم دواړه ملامت او دیوه اسلامی روښانه ژوند څخه برخمن نه دی پاته سوی . اوداسی هم سوی چی حاکموډلومحکوم کسان دخپلوبدیواو وژنو لپاره دلاس آله ګرځولی او یایی دهغوی څخه دسپر کار اخیستی دی.

۵:زما په فکر داسی یومنظم داسلامی عقیدی په ځواک یو ځواکمن فوځ هم نه دی جوړسوی تر سو دناخوالو او دپردیودلاسونو په قطعه کولوکی مهم رول ولوبوی بلکه کوم فوځونوچی جوړسوی داسلام دمبارک دین په مبارکی روحیی سره نه دی روزل سوی بلکه زما په فکر دبی دینه فوځونو په تقلید سره دهغوی تربیت سوی او وجود ته راغلی ځکه نو تیروفوځونو په تیروڅوکلونوکی داسی یومهمه کارنامه نه ده کړی چی ودین ملک او افغان اولس ته دډاډ وړ وی .  ادامه لری

۶:کله ناکله دځینو بی دینه . بدبختو او په عواقبوناخبره افغانانو له لوری دخارجی بی دینه  ځواکونو و راتګ ته هرکلی ویل سوی او خارجی ځواکونه یی را بللی خودې کارنه ددوی  شوم ارمانونه ورپوره کړی او نه ورپکښی دخارجیانو کومه غوالنګه سوی  بلکه برعکس یی هم  خارجی ځواکونه درپه دره کړی او هم یی افغانان په وینو او اورکی لمبولی.

ادامه لری

لیکوال:عبید مستغفر

تاریخ ۱۴۳۲  شعبان المعظم ۳۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x