ادبي لیکني

نثر اړتیا او شعر هوس دی

لیکوال: دادمحمد ناوک
وړاندې اوونۍ استاد شپون په افغان ادبي بهیر کې خپل زوړ شعار بیا راتازه کړ او ويې ویل چې شعر شاعر ته پرېږدئ! د استاد شپون دغه خبره په فیسبوک کې داسې تبلیغ شوه چې استاد له پښتو شعر سره چورلټ دښمني اعلان کړې او شاعران يې هم نثر لیکلو ته هڅولي دي. د استاد شپون شعار له چا پټ نه دی هغه په نږدې هره مشاعره کې ويلي چې هر څوک دې شعر نه لیکي، نثر ولیکئ او شعر شاعرانو ته پرېږدئ! پر بېخې ډېرو تنکیو او ځینو نسبتاً پخو شاعرانو دغه خبره بده ولګېده او ځينو يې د استاد دغه خبره د شاعر پر نازولي خیال د څټک ګوزار وباله.

زه تل وايم، چې په اوسني وخت کې د بیان د ازادۍ لویه نمونه، د فیسبوک فعالیت دی، چې هم يې ګټه کړې او هم تاوان؛ ګټه يې داده چې ډېر علمي نظرونه او نیوکې بې سانسوره پکې خپرېږي، اړیکې يې را ژوندۍ کړي او خلک يې سره نږدې کړل؛ مګر  تر ټولو لوی تاوان يې دادی چې هغه څوک هم پکې غږېږي چې غږېدای نه شي، یا يې هم غږېدل تر ګټې ډېر تاوان رسوي. خو د فیسبوک نړۍ ته په ورتګ نو باید پوره د زغم قوه ولرې، ځکه ډېر داسې څه به دې مخې ته درځي چې اصلاً به يې لوستل يا په اړه اورېدل او پوهېدل نه غواړې. عین ورته پېښه په ځينو مشاعرو کې هم تکرارېږي، ښه نمونه يې د افغان ادبي بهیر اوونیزې ناستې دي، چې داسې خلک هم پکې شعرونه وايي  چې ډېر يې د اورېدو توان نه لري او د تلیفون پر پلمه له ناستې ولاړېږي، خو جالبه داده چې همدې شعر ته چې نږدې نیمايي په اورېدلو نه ارزوي هم هماغسې لاسونه پړکېږي لکه هغه شعرته چې ټول ورته غوږ ـ غوږ وي.

پر دې باید اعتراف وکړو، چې که شاعر رښتیا هم د ټولنې د ویښتیا لپاره شعر وايي یا له ټولنې را اخیستي تاثرات بېرته ټولنې ته وړاندې کوي نو باید لومړی په ټولنه کې دومره درک پیدا کړي چې حداقل د ده په پیغام خو پوی شي؛ چې د دې درک تر ټوله ښه وسیله نثر دی، په نثر کې شاعر عامه ذهنیت دې ته اماده کولای شي چې خپل شعرونه پرې واوري او خپلو شعرونو ته له شاعرانو پرته نور مخاطبین هم ولري. په ټولو مشاعرو کې شاعران شعرو ته چکچکې وهي، هر چېرته شاعران د شاعر لمانځغونډه یا یاد غونډه کوي. دا د دې ښه ثبوت دی چې لا هم په ټولنه کې په تېره بیا په لوستي قشر کې دا درک نشته چې د شاعر په شعر پوی شي، په شعر کې د شاعر شخصیت درک کړي او بله ورځ په مشاعره کې بې له دې چې دی پخپله شاعر واوسي شاعر ته داد ورکړي. هر شاعر ته خپل دروني کیفیت ښه معلومېږي او که دوه مخيتوب ونه کړو، نو باید اعتراف وکړو چې ډېر شاعران د شعر لیکلو په وخت کې دا بېخې نه احساسوي چې د ده شعر به یا د چاپي یا هم غږېزو رسنیو پر مټ زموږ ترکلي هم رسېږي. کېدای شي ځينې داسې شعرونه وي چې ټولنه هم پرې پوی شي او ورسره جوخت خپل ـ شعریت  ـ هم وساتي؛ خو ثابته خبره ده چې دغه کټګوري کمه ده، که زیاته وای نو پورته دلایلو ته به لاره نه جوړېده او شاعر به د ولس د منځ څوک و، مشاعرې به په شاعرانو پسې نه وې محدودې. که دا هرڅه نه وي نو ولې شاعري؟

شاعري د شاعر د هوس اظهار دی، دغه هوس که له وطن سره دمینې په نامه وي، که له کتاب، سولې یا هم معشوقې سره د مینې په نامه وي. خو داغه اظهار د شعر په قالب کې په پوره معنی یو شخصي تظاهر دی، شخصي تظاهر ځکه دی چې شاعر له ولسه ډېر وخت لري پاتې شوی او ولس هم د شاعر قدر ـ د وړاندینیو دلایلو په خاطرـ نه دی در کړی. نو که شاعر وغواړي چې خپل تظاهر یو ټولنیز تظاهر معرفي کړي نو باید په ټولنه کې ورک شي، که چېرته غواړي چې خپل غږ د ټولنې غږ وبولی نو که په لوی لاس د ټولنې غږ د خپل غږ په نامه په شعر کې خوندي کوي د شعر شعریت ته تاوان رسوي، ښه لاره يې داده چې شاعر په ټولنه کې دومره ننوځي چې پخپله ټولنه شي او په شعر کې يې په ذاتي ډول ټولنیزه روحیه پیدا شي، نه دا چې په زور ورکې ننویستل شي. خو دومره هڅه، قوي درک، ټولنیز کېدل، د ټولنې مطالعه، د ټولنې له غږونو د یو غږ انتخاب او بیا يې په شعر کې داسې راوړل چې شعریت هم تاواني نشي، په ډاګه وایم چې د هر چا کار نه دی؛ مهمه نه ده چې یو ځوان دې هرو مرو په ادبي محافلو کې د شاعر په نامه معرفي شي، خو ښه داده چې ټولنیزه روحيه پیاوړي او خپل استعداد ونه سپموي، نو نثر ته شئ!

پورته څرګندونې ټولې د هغې ډلې اړوند وې چې ـ ادب د ټولنې لپاره بولي؛ نه هنر د هنر لپاره. نو نثر ته شئ! نثر یوه اړتیا ده، هم د هغه چالپاره چې غواړي ورکې نغښتی استعداد ښکاره کړي او هم دهغه چالپاره چې غواړي فکرونه ولېږدوي، وروزي او آن پیدا يې کړي. د استاد غضنفر خبره موږ به يا فکر کوو، یا به يې پالو.  فکر کوونکي خلک ډېر لږ لرو، چې له بده مرغه هغه هم ځکه نشو پېژندلای چې فکر مو روزل شوی نه دی، نو موږ باید فکرونه وپالو، داسې چې د خپلو پخوانیو مفکرینو له اوسنیو حالاتو سره مطابق تفسیر او تعبیر او د ټولنې د سمون په تمه يې ټولنې ته وړاندې کړو. زه تل وایم، له بده مرغه په نثري لیکنو کې زموږ هنري لیکنې لکه شعر هغه د ټولنیزې روحيې پرځای دشخصي سلیقې پر بنسټ د ګوتو په شمار مخاطبینو ته لیکل کېږي او څېړنیزې هغه مو ډېره برخه ـ کاپی پیسټ ـ روانه ده. داسې لیکنې چې ځان راوښيي او د ځان جوړونې د اصولو ترڅنګ راته د چاپیریال سمولو هنر هم راپه ګوته کړي کمې لرو. موږ داسې خلک چې د ټولنیز سمون په پار یو څه ولیکي، فکرونه وروزي او یاهم د فکرو پیدایښت وپالي او ړوند نسل مو له فکري، ادبي او ټولنیزې ګمراهۍ وساتي لږ لرو او د هغوی هرکلی هم ځکه د هغوی له شان سره سم نه دی شوی، چې په ټولنه کې لا هم طبقاتي وېش ـچکچکې او ګوته په غاښ ـ شتون لري. نو که غواړو بدلون وکړو، که غواړو نسلونه وساتو او که غواړو فکر ته کار وکړو، باید د هوس او اړتیا توپیر وشي، يا دې د هوس د جوهر د درک روحیه پیاوړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x