افغانستان

طالبانو په اجرستان کې د ملکي کسانو وژنه پرو پاګند وبلله

نن ټکی اسیا (شبنه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): له څو ورځو راهیسې د غزني ولایت په اجرستان ولسوالي کې د طالبانو له لوري پرلپسې بریدونه روان دي، دغه ولسوالي چې د طالبانو په تشکیل کې د دایکندي مربوط ګڼل کېږي دواړو لوریو د درندو تلفاتو دعوې وکړي.

د غزني سیمه ییزو چارواکو د نږدې پنځوس تنو اربکیانو پر وژنه سربېره د نږدې شلو عام وګړو د وژلو هم ویلي دي او د دوی په خبره د طالبانو ځینو کورونو ته اورونه اچولي او سوځولي يې دي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د غزني د سیمه ییزو چارواکیو له لوري دا ډول څرګندونې تش پروپاګند دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دولتي چارواکو دغه دعوه چې طالبانو له اربکیانو سرونه غوڅ کړي هم تش پروپاګند دی، د قاري یوسف په خبره طالبان د جګړې په ډګر کې دومره وخت نه لري چې هر اربکي ته ولاړو او سر ترې غوڅوي.

خبر پاڼه کاږي: «موږ د دښمن دغه تش پروپاګند په ټينګه ردوو، داسې افواهات ځکه کوم حقيقت نه لري چي له مجاهدینو سره دجګړې په جریان کې دومره وخت نشته چې د اربکیو دسر په غوڅولو يې تير کړي، په داسې حال کې چې په توپک ويشتل يې خورا اسانه طریقه او د مشرانو هدايت ده.»

طالبانو په دغه خبرپاڼه کې د غزني د ولايتي شورا د مشر عبدالجامع جامع هغه څرګندونې چې ویل يې په طالبانو کې بهرني اتباع ننوتي او په اجرستان کې جګړه کوي کلکې رد کړې دي او وايي چې دوی بهرني ملاتړ ته اړتیا نه لري او په ټوله مبارزه کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې خپل ملګري لري: «د کوم بل هيواد ابتاعو ته ځکه ضرورت نشته چې الحمدلله اسلامي امارت د هيواد په هره نقطه کې د خپلې سيمې پریمانه مجاهدين لري او له هرچا زیات په جنګي تکتيکونو ښه پوهيږي.»

د دغې خبرپاڼې له قوله طالبان لا هم په جګړه بوخت دي او ډېر وړاندې تګ يې کړی دی.

که څه هم د غزني سیمه ییزو چارواکو په تازه څرګندونو کې د تازه دمو عسکرو په لېږلو د طالبانو په شا تمبولو دعوه کړې خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې دوی لا هم مخ پر وړاندې ځي او د ولسوالي مقر ته نږدي شوي دي: «دولسوالۍ د مرکز شا وخوا پوستو او عسکري مراکز و الحمدلله یو په بل پسي سقوط کړی او دمجاهدینو په لاس فتح شوې دي.

همدا راز د داجرستان ولسوالۍ دبازار شاوخوا پوستې او دبازار په داخل کې دحاجي ګدک دسرای په شمول 3نورسرایونه چي مهم نظامي مراکز ول ونیول شول.

الله تعالی ته امید شته چې په لنډه زماني مقطع کې د نوموړې ولسوالي مرکز هم داسلامي امارت دزړورو مجاهدینو په لاس فتح او د اسلام سپین بیرغ پرې ورپیږي.»

دغه ضد او نقیض څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو له مرکزي دولته د مرستې غوښتنه کړې وه او ويلي وو چې طالبانو د پنځو ولسوالیو لارې تړلې دي او د اجرستان ولسوالي له سقوط سره مخ ده.

دا په داسې حال کې دی چې د روزګان د ګیزاب ولسوالي هم مهاله په جګړه کې ده او داسې انګېرل کېږي چې سقوط به وکړي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x