د حج اکبر حقیقت

لیکوال: حامد افغان

دخلکو په مجلسونوکې اورو : سږکال حج اکبر ده یا فلانی کال چې زموږ پلار هم په حج کې راسره و حج اکبر و او داسي نور… دوی فکر کوې چې عرفات دجمعې په ورځ شي نو هغه حج اکبر دی او ترڅو حجونو یې ثواب زیات دی ، زه غواړم دا موضوع دشریعت په رڼا کې وڅیړم څو دحج اکبر او د دې عامیانه فکر حقیقت روښانه او واضح شې ، څرنګه چې حج داسلام مهم رکن او یو شرعي امر دی نو دهغه په اړه باید دشریعت په رڼا کې حکم وکړل شې نه دعامیانه، ناسمو او غلطو فکرونوپه رڼا کې ، اوس راځو مطلب ته .

په قرانکریم کې دحج اکبر ترکیبي توری راغلی دی : واذان من الله ورسوله الي الناس یوم الحج الاکبر .. (سورة توبه ۳ ) داراز په حدیثو کې هم دحج اکبر توری راغلی دی چې وروسته به هغه حدیث راوړو د مفسرینو او محدثینو علماوپه دي اړه څو قولونه او ویناوي راغلي دې چې په لاندي ډول یې را اخلو :

(1) د قرباني ورځ دحج اکبر ورځ ده

عبدالله بن عمر رضی الله عنه وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجه الوداع کې دقرباني په ورځ (یوم النحر) د جمراتوپه منځ کې ولاړ و او ویل یې : هذا یوم الحج الکبر ( بخاري ج ۱ ص ۲۳۵ – مسند امام احمد ج ۵ ص ۴۱۲ – ابوداود ج۱ ص ۱۹۴ ) یعني دقربانی یا اختر ورځ د حج اکبر ورځ ده، داراز له علي بن ابي طآلب رضي الله عنه نه چا پوښتنه وکړه چې د حج اکبر ورځ کومه یوه ده ؟ هغه ورته وویل : دقرباني ورځ د حج اکبر ورځ ده( ترمذي ج۱ص۱۱۵) .

په یو بل روایت کې راغلي دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: الحج الاکبر یوم النحر والحج الاصغر العمره ( بیهقي ج۴ ص ۳۵۲ ) یعني حج اکبر دقرباني ورځ ده او حج اصغر عمره ده ،ابوهریره رضی الله عن وایې: زه ابوبکر (رضی الله عنه ) مني ته له هغو خلکو سره لیږلی وم چې په مني کې یې د قربانی په ورځ دا اعلان کاو ه چې له دي کاله وروسته به مشرک حج نه کوي، اونه به څوک بي جامو طواف کوي ، ابوهریره وایې : ویوم الحج الاکبر یو م النحر والحج الاکبر الحج ، ( بخاري ج۲ ص ۴۵۱ ، بخاري ج۲ ص ۶۷۱ ، مسلم ج۱ ص ۴۳۵ ، ابوداو د ج۱ ص ۱۹۴د) یعني دحج اکبر ورځ دقرباني ورځ ده او له حج اکبر نه مراد حج ده .

یوم النحر یاد اختر ورځي ته ځکه حج اکبر وایې چې زیات مناسک په همدي ورځ ترسره کیږې اوپه نورو ورځو کې دومره زیات مناسک نه وي په دې ورځ له سپیده چاود وروسته په مزدلفه دریدل وي، بیا مني ته تګ وې او جمره عقبه ( لوی شیطان) ویشتل وي، قرباني کول وې ، بیا حلق یا قصر کول وي، طواف زیارت کول وي، او بیا بیرته مني ته ستنیدل وي، نوځکه دي ورځې ته حج اکبر ویل کیږې( المغني لابن قدامه ج۵ ص ۳۲۰، کوکب الدري ج۲ ص ۱۵۹ ، ) ملا علي قاري وایې چې دا د علي ابن ابي طالب ، عبدالله بن ابي اوفي، شعبي او مجاهدبن جبر قول دی.

(2) دعرفي ورځ حج اکبر ده

دویم قول دادی چې دعرفي ورځ ته حج اکبر ویل کیږې لکه په دې اړه له عمر بن الخطاب ، عبدالله بن عمر ، عبدالله بن عباس او عبدالله بن زبیر رضی الله عنهم نه روایتونه راغلي دې ( عمره القاری ج۱۰ ص ۸۳ ) له مسور بن مخرمه رضی الله عنه نه روایت ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دعرفات په ورځ موږ ته خطبه وویله، دخدای له حمد او ثنا وروست یې وویل : فان هذا الیوم یوم الحج الاکبر ( عمده القاري ج ۱۰ ص ۸۳ )
یعني دا نن ورځ د حج امبر ورځ ده.

(3) دریم قول

دریم قول دادی چې دحج پنځه واړه ورځي ټولي حج اکبر بلل کیږې چې یوم عرفه او یوم النحر هم پکي راځي، او دا چې پنځه واړه ورځې په مفرد نوم(یوم الحج الاکبر) سره یادیږې ددې له پآره دلیل دادی چې په عربي ژبه کې د ( یوم ) توری دمطلقي زماني او وخت له پآره هم کارول کیږې او په دې کې مشکل نشته لکه د بدر دغزا څو ورځي په قرانکریم کې په (یوم الفرقان) سره یادې شوې دې داراز د عربو نوري جګړي چې څو ورځي غځیدلي دي بیاهم دیوم په مفرد نوم سره یادیږې لکه یوم بعاث ، یوم احد یوم الجمل او یوم الصفین ، ( عمده القاري ج ۱۰ ص ۸۳ ).

(4) څلرم قول

څلرم قول دادی چې له حج اکبر نه مراد حج قران دی او له حج اصغر نه مراد حج افراد ده او دا په ځیني روایاتو کې دمجاهد قول بلل شوی دی(مخکينی مرجع)

(5) پنځم قول

پنځم قول داهم دی چې عمره حج اصغر ده او حج حج اکبر ده ، الحج هو الحج الاکبر والعمرة الحج الاصغر ، ( مخکینی مرجع )

د عرفې او جمعې یوځای کیدلو فضیلت

زموږ په خلکو کې ډیره مشهوره ده چې که دجمعي په ورځ عرفات شې نودا حج اکبر بلل کیږې ، او دا خبره نه په قرانکریم کې کوم اصل لرې او نه یې په حدیثو کې یادونه شوې ده نو دا خبره یوه مشهور تیروتنه بللی شو او هیڅ حقیقت نلرې بلکي دهرکال حج ته حج اکبر ویل کیږې لکه مخکي تفصیل تیرشو، خو د عرفې او جمعې یوځای کیدل بیا هم فضیلت لري لکه په روایاتو کې راغلي چې په کوم کال رسول الله صلی الله علیه وسلم حج کاوه په هغه کال اتفاقا عرفات د جمعي په ورځ و اوس دا خبره ثابته ده چې دجمعي ورځ پخپله دفضیلت ورځ ده اوپه دي ورځ عرفات کیدل دفضیلت زیاتوالی راولي اوبل دا چې په دې توګه دحاجي حج درسول الله صلی الله علیه وسلم له حج سره برابریږې دا فضیلت یې صحي دی او امام ابن القیم د دا ډول حج لس ګټې بیان کړې دې خو بیا هم دا دحج اکبر له مفهوم او معنا سره هیڅ اړیکه نلرې دحج اکبر موخه او مطلب څه ده هغه مخکي بیان شو.

اصلا دا ستونزه له یوه بي اصله روایت نه راولاړه شوې ده او هغه روایت داسې ده : ان رسول الله صلي الله علیه وسلم قال :افضل الایام یوم عرفه وافق یوم الجمعه وهو افضل من سبعین حجه فی غیر جمعه یعني دعرفي ورځ ترټولو غوره ورځ ده چې له جمعي سره یوځا شې اوپه دي ورځ حج له اویا هغو حجونو نه زیات ثواب لرې چې دجمعي په ورځ نه وې ، داروایت رزین په خپل کتاب تجریدالصحاح کې دموطا په حواله سره راخیستیدی او علماء وایې چې داروایت هیڅ اصل نلرې او باطل روایت دی اوپه دي اړه دعلماو له پآره دا لاندي تحقیق په عربي ژبه را نقل کوم :

لا نعلم حديثاً أنه إن وافق عرفة يوم الجمعة أنه تكون الحجة في ذلك العام تعدل سبع حجات ، بل الوارد ” سبعون حجة ” و ” اثنتان وسبعون حجة ” لكنهما لا يصحان بحال !أما الأول فقد ورد متنه في حديث ، لكنه باطل لا يصح ، وأما الثاني فلم نقف له على سند ولا متن ، فهو لا أصل له .ونص الحديث الوارد :” أفضل الأيام يوم عرفة إذا وافق يوم الجمعة ، وهو أفضل من سبعين حجة في غير جمعة ” .وقد حكم عليه الأئمة ببطلانه ، وعدم صحته :
1. قال ابن القيم – رحمه الله – :
وأما ما استفاض على ألسنة العوام بأنها تعدل ثنتين وسبعين حجة : فباطل لا أصل له عن رسول الله صلى الله عليه و سلم ولا عن أحد من الصحابة والتابعين والله أعلم .” زاد المعاد ” ( 1 / 65 ) .2. قال الشيخ الألباني – رحمه الله – في ” السلسلة الضعيفة ” ( 207 ) – بعد أن حكم على الحديث بأنه باطل لا أصل له – :
و أما قول الزيلعي – على ما في ” حاشية ابن عابدين ” ( 2 / 348 ) : رواه رزين ابن معاوية في ” تجريد الصحاح ” – : فاعلم أن كتاب رزين هذا جمع فيه بين الأصول الستة : الصحيحين ، وموطأ مالك ، و سنن أبي داود ، والنسائي ، والترمذي ، على نمط كتاب ابن الأثير المسمى ” جامع الأصول من أحاديث الرسول ” ، إلا أن في كتاب ” التجريد ” أحاديث كثيرة لا أصل لها في شيء من هذه الأصول ، كما يعلم مما ينقله العلماء عنه مثل المنذري في ” الترغيب و الترهيب ” ، وهذا الحديث من هذا القبيل ، فإنه لا أصل له في هذه الكتب ، ولا في غيرها من كتب الحديث المعروفة ، بل صرح العلامة ابن القيم في ” الزاد ” ( 1 / 17 ) ببطلانه ، فإنه قال بعد أن أفاض في بيان مزية وقفة الجمعة من وجوه عشرة ذكرها : وأما ما استفاض على ألسنة العوام بأنها تعدل اثنتين وسبعين حجة : فباطل لا أصل له عن رسول الله صلى الله عليه وسلم ، و لا عن أحد من الصحابة و التابعين .و أقره المناوي في ” فيض القدير ” ( 2 / 28 ) ثم ابن عابدين في ” الحاشية ” .انتهى
وفي ” السلسلة الضعيفة ” ( 1193 ) قال – رحمه الله – :قال السخاوي في ” الفتاوى الحديثية ” ( ق 105/2 ) :
” ذكره رزين في ” جامعه ” مرفوعا إلى النبي صلى الله عليه وسلم ، ولم يذكر صحابيه ، ولا مَن خرَّجه ، والله أعلم ” .
انتهىوفي ” السلسة الضعيفة ” ( 3144 ) قال – رحمه الله – :قال الحافظ في ” الفتح ” ( 8 / 204 ) بعد أن عزاه لرزين في ” الجامعة ” مرفوعاً : ” لا أعرف حاله ؛ لأنه لم يذكر صحابيه ، ولا من أخرجه ” .
وقال الحافظ ابن ناصر الدين الدمشقي في جزء ” فضل يوم عرفة ” :” حديث ” وقفة الجمعة يوم عرفة أنها تعدل اثنتين وسبعين حجة ” حديث باطل لا يصح ، وكذلك لا يثبت ما روي عن زر بن حبيش : أنه أفضل من سبعين حجة في غير يوم جمعة ” .

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالعزیز
میلمه
عبدالعزیز

ستا له زیاره مننه

صلاح الدین آریوبی
میلمه
صلاح الدین آریوبی

خو ګرانه دا لاندینې مطلب ته په څه نظر ګوری چې د اسلام په ویب پاڼه کی د (د ذوالحجې دمیاشتي دلمړیو لسو ورځو فضائل) تر عنوان لاندې پرې بحث شوی دې- وفی الشامی ج ۳/ص/ ۶۰۴ / وقدصح عن رسول الله صلي الله عليه وسلم انه قال افضل ايام يوم عرفة اذا وافق يوم الجمعة وهو افضل من سبعين حجةآه وقال قبل هذه الاسطور، افضل ايام الدنيا ايام العشر لاجتماع امهات العبادات فيه وهي الايام التي اقسم الله بها بقوله والعشر وليال ، فهي افضل الايام العشر الاخير من رمضان علي ما اقتضاه هذا الخبر، ترجمه ، شارح دبخاري… نور لوستل »