افغانستان

کندوز کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د کندوز ولایت چارواکي وايي چې د ملي اردو په موټر بمي چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي.

د کندوز د امنیه قومنداني ویاند سید سرور حسیني وايي چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نیمي بجې په کندوز ښار کې شوې ده چې د نوموړي په خبره په چاودنه کې ټپیان شوي درې تنه عام وګړي دي.

د حسیني په قول د دغې چاودنې هدف د ملي اردو موټر و، چې په خبره يې زیان نه دی وراوښتی.

د کندوز د چارواکو له خولې په روان لمریز کال کې په دې ولایت کې دا لسمه چاودنه چې نظامي موټرې يې ښکار کېږي.

د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x