افغانستان

سپنتا: له لوړې وروسته به تړون لاسلیک شي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۵مه، ۱۳۹۳ل): د ملي امنیت مشاور ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په هرات کې د امنیت په اړه په نړیوال کنفرانس کې وویل چې له لوړې څلورویشت ساعته وروسته به امنیتي تړون لاسلیک شي.

سپنتا وویل چې د ګډ حکومت مشر به د دوشنبې په ورځ له لوړې وروسته د سه شنبې په ورځ له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

له بله اړخه د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست هم ویلي دي چې ډاکټر اشرف غني احمدزي به د لوړې له مراسمو وروسته ژر تر ژره امنیتي تړون لاسلیک کړي.

له کابله ځینو خپرو شویو رسنیو د امریکا له لوري د امنیتي تړون د ژر لاسلیکولو ته په شک ګوري او ځینو يې پخپلو تبصرو کې ویلي دي چې امریکا په دې ډول غواړي د لاسلیکېدونکي سند له منځه راوزنه ونه سپړل شي.

که څه هم ځینو سرچینو د دې تړون متن خپور کړی دی، خو کره نه ګڼل کېږي.

سیاسي مبصرين پر دې اند دي چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو د خپلې نوماندۍ په وخت کې له امریکا سره د دې تړون د لاسلیک ژمنه کړې وه او امریکا هم د دې تړون د لاسلیک په بدل کې له کرزي واک دوی ته ور وسپاره.

د دې تړون اړوند تېر کال ولسمشر حامد کرزي مشورتي جرګه راغوښتې وه، چې د کره سرچینو له قوله نږدې ټول ګډونوال يې دولتي چارواکي و، له یادې جرګې سره په ورته وخت کې د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې تند غبرګونونه را وپارېدل او افغانانو دا تړون د افغانستان د خرڅولو رسمي قباله وبلله.

اوس هم په ټولیزو رسنیو کې افغانانو تندغبرګونونه ښکاره کړي دي او له ګډ حکومته يې غوښتي چې دغه تړون لاسلیک نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x