د نن سرلیکنه

په اجرستان کې ریښتیا طالبانو عام وژنه پیل کړې؟ – سرمقاله

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له تیرو دریو ورځو راهیسې د اجرستان له ولسوالۍ نه د سختو جګړو خبرونه ورکول کیږي.

په دې کې شک نشته چې زمونږ په هیواد کې د امریکايي اشغال له کبله د جګړې اور بل دی ، هره ورځ د هیواد له ګوټ ګوټ نه دجګړو، بمباریو او تباهي خبرونه رارسیږي.

د همدې امریکايي اشغال له امله مو د هیواد زندانونه داسې په بیوزله هیواد والو ډک دی چې نور ورکې د بندیانو د ځاییدو امکان نشته، او له تیرو څو ورځو راهیسي د ټول هیواد په زندانونو کې د بندیانو اعتصابونه جریان لري.
د جګړو له تیزیدو او زندانیانو له اعتصابونو سره یو ځای د هیواد په لر او بر کې د امریکايي اشغالګرو د بي پلوټه الوتکو بمبارۍ هم په شدت جریان لري چې له امله يي هر ځای بیوزله تورسرې، ماشومان او نور ولسي افغانان وژل کیږي. خو د دغو ټولو تباهیو او ستونزو په منځ کې ولي د اجرستان په ولسوالۍ کې د جګړې خبر د ټولو کورنیو او نړیوالو رسنیو د سر خبره ده ؟!

په یاده ولسوالۍ کې خبري رسنۍ د طالبانو لخوا د ګڼ شمیر دولتي او ولسي خلګو د وژل کیدو خبرونه ورکوي.

د ولسي وګړو وژنه او ځورونه که د هرچا له لوري وي ناروا او قابل تردید عمل دي، خو دا ناروا عمل چې کله د بهرنیو ځواکونو او یا هم د هغوی د پلوي دولتي ځواکونو لخوا وي بیايي ولي په اړه رسنیو ګونګه روژه نیولې وي؟

همدا شان دولتي ځواکونه چې کله د جګړې په ډګر کې طالبان ووژني ولي هغه د ځان کارنامه او د طالبانو په لاس د خپلو ځواکونو وژل جنایت بولي؟

یوه اونۍ مخته د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو د ۴۰ طالبانو د وژلو ادعا وکړه ، او نن ورځ یې اعلان وکړ چې په د هیواد په مختلفو سیمو کې تر ۱۲۳ زیات طالبان وژلي دي، هغوي د طالبانو دغه وژنه د خپلې لاسته راوړنې په توګه اعلانوي ، او نن بیا همدا د غزني والي په اجرستان ولسوالۍ کې د طالبانو په لاس د دولتي ځواکونو وژل غندي او د هغه تر څنګ طالبان د ولسي خلګو په وژلو تورنوي.

اجرستان ولسوالۍ په یوه لیري پرته سیمه کې موقعیت لري چې هلته دولتي عسکر او د هغوی محلي پولیس (اربکیان) د دولت له کنټروله ځان مستقل بولي، او په دغې خپلواکۍ کې د سیمې پر خلګو ظلمونه کوي، کورونو ته يي ورلویږي، ولسي خلګ بغیر له دې نه چې د دغو خپلسریو پرخلاف پاڅون وکړي بله هیڅ چاره نه لري.

یوه میاشت مخکي د کندوز په ولایت کې هم ولسي خلګو د اربکیانو د مظالمو پر خلاف همدغسي پاڅون وکړ او په ډیر کم وخت کې یې ډیرې سیمې دهغوی له واکه وایستلې.

په اجرستان کې هم ولسي خلګ د طالبانو په مرسته د اربکیانو په مقابل کې پاڅیدلي او غواړي په خپله د هغوی د خپل سریو مخه ونیسی؛ ځکه دولتي چارواکي لکه چې د ټول هیواد په کچه د بندیانو د اعتصابونو په مقابل کې بي اعتناء دي همدا شان په اجرستان او د هیواد په نورو سیمو کې د اربکیانو دخپلسریو په اړه بي تفاوته پاتې دي.

ولس نور مجبور دی چې خپل حق په خپل لاس له غاصبینو واخلي ، دا غاصبین که د محلي پولیسو تر نامه لاندې ویره اچوونکي اربکیان او که د هغوي تمویلوونکي بهرنیان وي.

طالبانو د خپل رسمي ویاند په حواله د رسنیو لخوا د عام وژنې د رپوټو په وړاندې خپل غبرګون په ډاګه او د ولسي خلګو په وژنه کې یې هر ډول لاس لرل رد کړل ، خو دا به وکتل شي چې دولتي مقامات د هیواد په لسګونو زندانونو کې د زرګونو بندیانو د اعتصابونو په وړاندې څه غبرګون ښیې؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جبیرعبرت

په أالله قسم دغه خبره مطلق دروغ ده چی طالبانوپه أجرستان کی عام وژنه پیل کړی همداأوس دماښام له لمانځه وروسته می له یوملګری پوښتنه وکړه چی په أجرستان کی څه حال ده أوڅه سوی هغه ملګری راته وویل ماردیګرله هغه ځایه یومسؤل ملګری رابطه کړی وه ویل یی په ټوله جګړه کی موشپړنفره وژلی چی یوپکی عبدالله شاچی په عبدالشا شهرت لری وژلی چی دسیمه ایځواربکیانوعمومی قومندان ده یودهغه ورورده ددواړومړی أوس هم ددوی په خپل کورکی پراته دی چاته مونه دی ورکړی أویواځی ددغه اربکی قومندان کورموسوځلی أوپنځه کسه أربکیان موژوندی نیولی راسره دی نورچی غربی کرایی رسنی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x