نظــر

دکرزی دصلاحیت حدود وټاکل سوه

hamid_karzai_at_kabul_confiranceد ازادی رادیو  دجولای پر ۲۶ نیټه په خپله سهارنی خپرونه کی وویل چه دامریکا نوی سفیر په یوه بیان کی د ملی شورا دوکیلا نو د تعویض کولو سره مخا لفت وکړ.

دا ډول نشرات څو مختلف مفاهیم له ځا نه سره لری .

اول دا چه دا ډول اظهارات صریح مداخله د افغا نستان په داخلی امورو کی بربنډوی .

دوهم دا چه په غیر مستقیم ډول وکرزی ته دصلاحیت دحدودو تعین کول دی .

دریم دا چه په ښکاره ډول د نا مشروع وکیلانو حما یت دی، په دی مانا چه خارجیانو هڅه کړی وه چه خپل وفادار افراد و پارلما ن ته دا خل کړی، که څه هم په نا مشروع توګه او دتقلب  په نتیجه کی وی، (دا کړنه واضح مخالفت ددموکراسی سره دی).

څلورم دا چه امریکا کوشش کوی افغانی محا کم بی اعتبا ره وښیی، ترڅو هغه نسبی ظرفیت چی د لسو کالو په اوږدو کی په ډیرومشکلا تو دقضا په برخه کی ترلاسه سوی دی تر سوا ل لاندی را ولی، او په حقیقت کی ټول هغه فیصلی چی د مجرمینو په هکله سوی دی اوپرمبنا یی په زرها و خلګ په زندا نو کی شپی سبا کوی نا قصه او تر پوښتنی لاندی راولی .

او تر ټولو مهمه لا داده چه په پارلمانی انتخابا تو کی په زغرده دایرا ن حکومت پیسی ویشلی ترڅو د تقلب له لاری خپل د خوښی کاندیدان کامیابه کړی, او همدا سی یی وکړل اوس امریکا ددی تقلبی او نا مشروع وکیلانو حما یت کوی چی په دی ترتیب دامریکا او ایران تر پردی شاته همکاری ښکا ره کوی، هغه چی دڅو کلونو راهسی نړی پرهغه شکمنه ده او حتی ایران د اسراییلو د ساتندوی او دامریکا د منا فعو سامبا لونکی په عربی نړی کی بولی .

او دایرا ن له طرفه د پیسو کڅوړی وجنا ب کرزی ته او د امریکا عارفانه تجاهل پرهغه نور هم شکوک او اشتباها ت زیاتوی یو عامیا نه متل دی چی وای ( وسپو سلا و فقیر ته یوه ده (

اوس هم دسترا تیژیک تړون د تایید لپاره د امریکا د منا فعو د انعکاس په منظور افغان ولس یو ځل بیا د ډول ډول دسیسو او تو طیو ښکار کیږی، څه دا دسیسی دامریکا او دهغه د پلویانو له لوری او څه د داخلی ګوډا ګیا نو له طرفه وی په دواړو حا لتو کی پر ملت یو بل فشار وارد سوی دی.

که څه هم شا ید د امریکا سره سترا تیژیک اړیکی زموږ د ملک په ګټه وی ځکه افغانستا ن په دا سی حال کی چی په منطقه کی د همسایه هیوادو په پرتله ډیر نا توانه اوشا ته پا تی دی او په یقین چی و یو قوی انډیوال ته ضرورت لری ترڅو د همسا یه متجاوزینو څخه په اما ن کی وی او دتکا مل لاره خپله کړی، خو ولی دا انډیوالی با ید واضح  روښانه  صا دقانه  او دجانیبینو د منافعو ممثل وی نه دا چه ملت اغفال سی او یو جانبه منا فع پکښی انعکا س ومومی.

که امریکا یقینا صادقانه د افغا نستان حاکمیت او استقلا ل ته ارج ورکول غواړی نواوسنی حکومت او پارلما ن دی دملت نماینده ګان نه بولی، او یو عاجله فیصله دهغوی سره ونکړی بلکه وا قعا دی دافغان ملت سره سترا تیژیک سند امضا کړی ترڅو په اینده کی هغه واقعا د طرفینو له خوا دزړه له کومی تا یید اوعملی وی نه دا چه تر څو د امضاګانو رنګ نه وی وچ سوی نقضول یی شروع سی .

امریکا نه باید پر غلام صفته عناصرو حسا ب وکړی چی هغوی هیڅ نوع ملی حمایت نلری او دامریکا هیڅ هدف نسی تر سره کولای .

بهتره به داوی چی مهمی فیصلی اوتړونونه د بن تر کنفرانس وروسته وسی او د بن کنفرا نس باید د ملی وحدت ممثل وی او دملت واقعی استازو ته دوطن د سرنوشت ټا کلو لپا ره لاره پرانیزی .

ځکه د تا ریخ په اوږدو کی الما ن وا قعی دوستی د افغان ملت سره ثا بته کړی ده او یقین دی چی کوشش به وکړی د بن د اول کنفرانس تیروتنی جبران کړی له بله طرفه المان په اروپا کی د یو ځانګړی حقوقی عدا لت ممثل دی نو ځکه په نړی کی د خاص حیثیت لرونکی هیواد شمیرل کیړی.

ښه مثال یی په شمال کی دالمانی ځوا کونو برخورد د افغا ن ملت سره او په جنوب او شرق کی د امریکایی او انګلیسی قواو کړنه د افغان ملت سره ده.

هیله مو دا ده چی نور د بهرنه را وړل سوی والیان بیرته خپلو کورونو ته ستا نه کړی او د افغان ولس چاری و افغا ن ولس ته وسپارل سی ترڅو دولس دمنافعو حمایت وکړی

ليكنه: عبدالباری عارض

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x