ټولنیزه برخه

ویده ځوانان

لیکوال: ذاکرالله هوتک

علم يو الهي پيزوينه ده، که دينی علوم دي یا عصری علوم، چې نن ورځ په نړيواله کچه هر وګړی ددین او هېواد د پرمختګ او ترقۍ لپاره زده کړې کوي. او خپل هدف  ته د رسېدو لپاره بې دريغه او نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کوي.

دا چې د ټولنې هر وګړی په علمي، تجربوي او حتی د غيرت په لباس ملبس وي، د خپلې ټولنې په وړاندې د خپلو زده کړو او تجربو سره سم دی ولس او هم د الله جل جلاله په وړاندې دنيوي او اخروي مسؤليت محسوسوي چې په سالمه توګه د خپلو ورسپارل شويو دندو او مسؤليتونو سرته رسول په ښه توګه يې د سر لوړی او افتخار باعث ګرځي.

برعکس په ورسپارل شويو دندو نه کارولو به يو خائن په حيث پيژندل کيږي. البته د هر وګړي کړنې تاريخونو ته پاتې کيږي، که هغه د غلامۍ، بې غيرتۍ بې دينۍ او لاسپوڅي وي. او که د غيرت، شهامت او ميړانې وي، چې ښه مثالونه يې د نوميالي ميرويس خان، احمد خان، غزنوي او نور ملي اتلانو د سوانحو بيانول او اوريدل دي، چې هر افغان بچي ته د غيرت درس ورکوي.

همدارنګه د ملي خائنانو، هيواد پلرونکو او ستاسو د پلرني هيواد په وګړو د معامله کوونکو نومونه هم تاسو ته ښه معلوم دي؛ نو د مسلمان افغان ملت د کونډو، چې د ستاسو کشرانو ميندې به هم پکې راځي، ستاسو يتيمان وروڼه چې اکثريت به يې له تاسو څخه جوړيږي. ستاسو مظلوم وروڼه چې اکثریت يې د يوې مړې ډوډۍ او د هر ډول تعليم څخه محروم دي.

له دې څخه څرګندیږي چې هيواد کې د هر مصيبت ګاللو عاملين تاسې (ځوانان) ياست، د ولس د مشرانو، کشرانو اميد له تاسو څخه دادی چې تاسو هر يو بايد د يو با استوراده، غيرتي تعليم يافته وګړي او استورادونو يا د هيواد پالو، بچي په حيث د خپلو علمي تجربو، جسماني قوت او استعدادونو په مټ خپل هيواد د هر ظالم، خائن، بې دينه او بې ضميره تش په نوم افغان له پنجو څخه خلاص کړئ. ځکه ددې ولس هیلې او ارزوګانې ستاسو په لور دي، نه د هغو پرونيو روسي غلامانو او نه هم د نن غربي غلامانو په لورې.

په ډېر افسوس سره باید ووایم چې ستاسو تعليم، استعدادونه، ترڅنګ يې هغه کرښې او بدې خاطرې چې خويندې، ميندې، وروڼه او ګران پلرونه مو د څو تنو خائنانو د شخصي غرضونو ښکار شو او تاسو يې د هغوی له شفقت څخه د تل لپاره محروم کړئ.

اې ځوانه !

که عالم يي يا ملا، انجنير يي یا ډاکټر، ژورنالست يي یا سیاست پوه، ښوونکی يي یا نظامی افسر او همدارنګه نور بايد د يو مسلمان ځوان په صفت په دين او هېواد مین شخص واوسې. نه هيواد پلرونکی او غلام چې راتلونکی تاريخ صفحه به ستاسو په بې غيرتۍ هم تورې کرښی راکاږي.

نو اې د هيواد با احساسه او ويښ ځوانه ! د خپل علمي استعداد، جسماني قوت، د خولې او قلم په ژبه ځان ملامت وبوله او ددې اجازه  مه ورکوه چې د خپل ځان په ګټه تاسې وکاروي لکه څرنګه چې ستاسو پلرونو او نيکونو ګټلی نوم کفری نړيوال ځواکونه په الهي نصرت سره ستاسو قهرمانانو وروڼو د همت او ايمان په جذبه سره ګوډ مات کړی. ددې ټولو تکليفونو ګالل يواځې د څو مجاهدو ځوانانو په ذمه نده. بلکې هر افغان بچی بايد د اسلامي او عقيدوي مسؤليت له مخې بايد ځانونه مسؤل وګڼي او په داسې نامعقول دلايلو چې هيڅ حيثيت نلري ځانونو او نور ملت ته فریب ورنه کړي.

یوځل بيا هم د خوار او بیچاره ملت ژړیدلی سترګې ستاسو په لور

د انساني، اسلامي او شرعي کړنو په لور

ذاکرالله هوتک

ستاسو کشر ورور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x