نظــر

قاتلو رسنیو په اجرستان کې قتل عام وکړ

لیکوال: زخمي افغان

د غربي دښمن تبلیغاتي یرغل له پوځی یرغل سره یوځای پیل شوی او لا هم په ټول شدت جریان لري،که پوځي یرغل مو خلک وژني،کلي مو راورانوي، وطن مو نړوي او دهیواد خپلواکي او ارضي تمامیت ته ګواښ پیښوي، دتبلیغاتي یرغل زیان بیا تردې څو برابره زیات دی.

تبلیغاتي یرغل مو اذهان میکروبي کوي،فکرونه مو ګنده کوي،حقائق رانه پټوي او په سترګو مو داسې شیطاني عینکې راږدي،چې دحق لیدلو او واقعیت درک کولو ځلا له لاسه ورکړي، ترڅو زموږ اولس هر څه یوازې هغسې وویني چې غربي تبلیغاتی یرغلګر یي غواړي .

که پخوا د تبلیغاتي یرغلګرو ، ډالري رسنیو او اجیرو ژورنالیستانو وظیفه یوازې د فکرونو وژل او ګمراه کول و، مګر داځل د ساړه جنګ دې فعالینو هم د تاوده یرغل په شان د اولس قتل عام او ذبح کولو ته ملاتړلې .

څو کاله وړاندې قاتلو رسنیو په دروغو او منافقت یوازې دخپلو تبلیغاتي موخو په حیث راپور ورکړ، چې د هلمند په کجکي کې طالبانو له پنځلسو کسانو سرونه غوڅ کړي دي، ډالري رسنیو دا خبر په داسې حال کې پرلپسې بدرګه کاوو، چې د کجکي اوسیدونکو او له حقایقو باخبره خلکو یې په دوه مخې او دروغجن کردار باندې لعنتونه ویل، بي بي سي ، ازادي، امریکاغږ، طلوع ، مشال ، پژواک او نورو رسنیو په ورځو ورځو د کجکې دقتل عام راپورونه ګردانول په داسې حال کې چې په کجکي کې کوم چرګ هم چا نه و وژلی او کیسه له بنیاده دروغ وه .

د کجکې له تبلیغاتي قتل عام وروسته نن سبا همدې کفري مطبوعاتو یوځل بیا دهیواد په یوه بله لرې پرته سیمه کې قتل عام کړی، په لسګونو افغانان یي وژلي ، کلي او باغونه یي سوزولي او له پنځلسو افغانانو یي سرونه غوڅ کړي .

کفري قاتلې رسنۍ ځکه ددا ډول تبلیغاتي قتل عامونو لپاره د هیواد لرې پرتې سیمې انتخابوي ترڅو ورپسې زر حقائق سپین نه شي او دوه مخي یي افشا نه شي .

له پرون راهیسې د کفر راشن خورې رسنۍ همدا بي بنیاده خبره ګردانوي چې د غزني په اجرستان ولسوالۍ کې طالبانو په لسګونو عام خلک وژلي او له پنځلسو کسانو یي سرونه غوڅ کړي دي ، دا په داسې حال کې ده چې په اجرستان کې هیڅ ملکی کس نه دی وژل شوی او نه د چا سرغوڅ شوی ، په دې ولسوالۍ کې یوازې مجاهدینو پرمختګ کړی، له دښمن څخه یي پراخې سیمې تصفیه کړې او دښمن یي دولسوالۍ په مرکز کې محصور کړی دی، او دښمن چې په دې سیمه کې یي عبرتناک شکست خوړلی اوس هڅه کوي په دا ډول تبلیغاتو سره د پیښې ماهیت بدل کړي او خپل رسوایي پرې پټه کړي .

افغان اولس او نړیوال باید د اشغالګرو د دروغجنو رسنیو ماهیت وپیژني، او باید په دې پوه شي ، چې دوی خپله تبلیغاتي لوبه په مختلفو نیرنګونو مخته وړي، ددوی یو تبلیغاتي نیرنګ دادی ، چې په کوم ځای کې دښمن دروند شکست وخوري او مناطق یي له لاسه ووځي ، دښمن دخپل زړه سړولو او خپل ناکامۍ دپټولو لپاره د مجاهدینو په ضد دروغجنه اوازه راپورته کوي، کله وایي په دې حمله کې له طالبانو سره بهرنیانو همکاري کړې، کله وایي طالبانو اولسي خلک وژلي او کله نور بي بنیاده تبلیغات کوي .

د اجرستان دپیښې ماهیت هم کټ مټ همدا دی ، دښمن شکست خوړلی او درانه تلفات یي لیدلي دي،ددې لپاره چې دښمن له خپلې ناکامۍ او تیښتې څخه عامه توجه په بله کړي نو یي دغه دروغجنه اوازه راپورته کړه .

یوځل بیا باید ووایو چې د غزني په اجرستان کې مجاهدین هیڅ ملکي کس نه دی وژلی نه یې یو کور سوځولی ، مجاهدین اصلا له ولسي خلکو سره کار نلري وژل او دکورونو سوځول خو یي لرې خبره ده ، په اجرستان کې اصلا قتل عام امریکایي او دهغوی اجیرو رسنیو کړی ، دغه دالرخواره خبریالان چې د څو پیسو لپاره یي ایمانونه له امریکا سره برمته ایښي دي، باید دداډول بي اساسه خبره او تبلیغاتي قتلونو په ترسره کولو مجرم وبلل شي.

دوی ته باید له دې وروسته قاتل خبریالان او قاتل مطبوعات وویل شي، ځکه دوی دخپلو تبلیغاتو لپاره د قتل عامونو اوازې راپورته کوي او په خپله تبلیغاتي کردار کې   هیڅ اخلاقي او انساني ارزښت ته ځان پایبند نه بولي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x